سَيَقُولُ ۸۴ اَلٌبَقَرَة

وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنْكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا فَإِذَا بَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا فَعَلْنَ فِي أَنْفُسِهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ﴿۲۳۴﴾ وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا عَرَّضْتُمْ بِهِ مِنْ خِطْبَةِ النِّسَاءِ أَوْ أَكْنَنْتُمْ فِي أَنْفُسِكُمْ عَلِمَ اللَّهُ أَنَّكُمْ سَتَذْكُرُونَهُنَّ وَلَكِنْ لَا تُوَاعِدُوهُنَّ سِرًّا إِلَّا أَنْ تَقُولُوا قَوْلًا مَعْرُوفًا وَلَا تَعْزِمُوا عُقْدَةَ النِّكَاحِ حَتَّى يَبْلُغَ الْكِتَابُ أَجَلَهُ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي أَنْفُسِكُمْ فَاحْذَرُوهُ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ غَفُورٌ حَلِيمٌ ﴿۲۳۵﴾

اوهغه سړی چه مړه شی ستاسونه اوپریږدی ښځی انتظار داوکړی په ځانونوخپلوباندی څلور میاشتی او لس شپی ورځی ، پس کله ختم کړی دوی عدت خپل پس نیشته هیڅ گناه په تاسوباندی په هغه کارکښی چه کوی دوی په باره دځانونو خپلو کښی په جايزطریقه (نکاح کول) او اللّه تعالٰی ستاسوپه عملونو خبرداردی ﴿۲۳۴﴾
اونیشته هیڅ گناه په تاسوباندی په هغه لفظونوکښی چه اشاری کوئ تاسو په هغی دپاره دغوښتنی د زنانو یا پټه اراده لرئ‌ (دپاره دنکاح دهغوی) په زړونو خپلو کښی پوهه دی اللّه تعالٰی چه یقیناً‌ تاسو یادوئ به دوی (دپاره دنکاح) اولیکن وعدی مه کوئ ددوی سره په پټه باندی مگرکه وائی تاسو وینا جائز (اشاری کول) اومه کلکه وی غوټه دنکاح (یعنی نکاح مه تړئ) ترهغی پوری چه عدت اورسی خپلی نیټی ته اوپوهه شئ یقیناً‌ اللّه تعالٰی پوهیږی په هغه څه چه ستاسوپه زړونوکښی دی پس ځان اوساتئ دنافرمانئ د اللّه تعالٰی نه اوپوهه شئ‌ یقیناً‌ اللّه تعالٰی بخنه کؤونکی دی صبرکؤونکی دی ﴿۲۳۵﴾


[۲۳۴] په دی آیت کښی دیارلسم حکم دی - عدت پس دوفات دخاوند نه - اودهغی نه روستو دنکاح اجازت دی اورد دی په جاهلیت والو چه هغوی په کونډو ډیرظلمونه کول اونکاح ته به ئی نه پریخودله بلکه خرڅول به ئی کول اودعدت دغیرحاملی دی - اودحاملی عدت په سورة طلاق (۴) کښی ذکر دی - (بِالْمَعْرُوفِ) مراددی نه نکاح کول دی اوپه زمانه دعدت په دغه ښځی باندی (حداد) ډول سینگار پریخودل هم واجب دی -
[۲۳۵] داڅوارلسم حکم دی په حالت دعدت کښی حکم دخطبی (طلب کول دنکاح) اودنکاح کولو - حاصل دادی چه په حال دعدت کښی دوه کارونه جائز دی (۱) په اشارو څخه پوهه کول دپاره دنکاح روستو دعدت تیریدلونه (۲) په زړه کښی پټه اراده ساتل دنکاح دهغی - اودوه کارونه پکښی منع دی (۱) نکاح تړل په حال دعدت کښی فاسد دی (۲) په صریحو الفاظو سره وعده کول چه نکاح به کوؤ گناه دی (عَلِمَ اللَّهُ أَنَّكُمْ) دااشاره ده علت دجائزکولو دمخکی دوه کارونوته (قَوْلًا مَعْرُوفًا) مراد ددی نه قول دی په تعریض سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>