سَيَقُولُ ۸۵ اَلٌبَقَرَة

لَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِنْ طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ مَا لَمْ تَمَسُّوهُنَّ أَوْ تَفْرِضُوا لَهُنَّ فَرِيضَةً وَمَتِّعُوهُنَّ عَلَى الْمُوسِعِ قَدَرُهُ وَعَلَى الْمُقْتِرِ قَدَرُهُ مَتَاعًا بِالْمَعْرُوفِ حَقًّا عَلَى الْمُحْسِنِينَ ﴿۲۳۶﴾​ وَإِنْ طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِنْ قَبْلِ أَنْ تَمَسُّوهُنَّ وَقَدْ فَرَضْتُمْ لَهُنَّ فَرِيضَةً فَنِصْفُ مَا فَرَضْتُمْ إِلَّا أَنْ يَعْفُونَ أَوْ يَعْفُوَ الَّذِي بِيَدِهِ عُقْدَةُ النِّكَاحِ وَأَنْ تَعْفُوا أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَلَا تَنْسَوُا الْفَضْلَ بَيْنَكُمْ إِنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۲۳۷﴾

نیشته هیڅ تاوان په تاسوباندی که چیری طلاق ورکړئ‌ ښځوته څوچه نه ئی رسیدلی دوی ته ، یاڅوچه نه وی مقررکړی دوی لره مهر ، اوسامان ورکړئ دوی له په مالدارباندی په قدر دطاقت دهغه اوپه غریب باندی په قدردطاقت دهغه دی - سامان ورکول دعرف موافق حق لازم دی په نیک عملو خلقوباندی ﴿۲۳۶﴾
اوکه طلاق ورکړئ‌ تاسو دوی ته مخکښی یوځای کیدلوستاسو ددوی سره اومقررکړی وی تاسو دوی لره مهر پس لازم دی نیمه دهغه مهرچه مقررکړی وی تاسو مگرکه معافی اوکړی زنانه دخپل حق نه یامعافی اوکړی هغه کس چه دهغه په لاس کښی غوټه دنکاح ده اومعافی کول ستاسوښه نزدی دی تقویٰ ته ، اومه هیروئ احسان کول په مینځ خپل کښی یقیناً‌ اللّه تعالٰی ستاسوعملونه وینی ﴿۲۳۷﴾

[۲۳۷،۲۳۶] داپنځلسم حکم دی طلاق ورکول وړاندی د یوځای کیدلونه - جاهلیت والو دی ته هیڅ اعتبار نه ورکوو- شرعی حکم دادی چه داطلاق جائز دی نوکله چه نزدیکت نه وی شوی اوپه وخت دنکاح کښی مهرهم نه وی مقرر کړی نوپه خاوند متعه واجب ده - هغه لوپټه جوړه جامه پړونی پیزار وغیره دی - (الْمُحْسِنِينَ) مراد ددی نه مسلمانان دی لیکن داصفت ئي تاکید دپاره ذکر کړی دی اوچه نزدیکت ئی نه وی کړی لیکن مهرئي مقرر کړی وی نونیم مهردښځی حق دی (إِلَّا أَنْ يَعْفُونَ) یعنی که خاوند کل مهرپه وخت دنکاح کښی ښځی ته اداکړی نوروستو دطلاق نه نیم واپس وانخلی بلکه معاف ئی کړی (بِيَدِهِ عُقْدَةُ النِّكَاحِ) نه خاوند مراد دی اوکه په وخت دنکاح کښی هیڅ حصه دمهرئی نه وی ورکړی نوروستودطلاق نه دی نیم ورکوی لیکن که ښځه ئی معاف کړی (وَلَا تَنْسَوُا الْفَضْلَ) کښی مطلب دادی چه دطلاق دوجی نه دیوبل سره اسلامی تعلقات مه پریږدئ اودشمنی مه پیدا کوئ (لَا جُنَاحَ) دلته عامه معنیٰ ده یعنی گناه اوتاوان دنیوی (مهر) دواړه نیشته -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>