سَيَقُولُ ۸۶ اَلٌبَقَرَة

حَافِظُوا عَلَى الصَّلَوَاتِ وَالصَّلَاةِ الْوُسْطَى وَقُومُوا لِلَّهِ قَانِتِينَ ﴿۲۳۸﴾ فَإِنْ خِفْتُمْ فَرِجَالًا أَوْ رُكْبَانًا فَإِذَا أَمِنْتُمْ فَاذْكُرُوا اللَّهَ كَمَا عَلَّمَكُمْ مَا لَمْ تَكُونُوا تَعْلَمُونَ ﴿۲۳۹﴾ وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنْكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا وَصِيَّةً لِأَزْوَاجِهِمْ مَتَاعًا إِلَى الْحَوْلِ غَيْرَ إِخْرَاجٍ فَإِنْ خَرَجْنَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِي مَا فَعَلْنَ فِي أَنْفُسِهِنَّ مِنْ مَعْرُوفٍ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۲۴۰﴾ وَلِلْمُطَلَّقَاتِ مَتَاعٌ بِالْمَعْرُوفِ حَقًّا عَلَى الْمُتَّقِينَ ﴿۲۴۱﴾

ساتنه کوئ په ټولو لمونځونوباندی اوپه لمانځه مینځنئ‌ (ِغوره) اواودریږئ‌ اللّه تعالٰی ته تابعداری کؤونکی ﴿۲۳۸﴾
پس که ویره کوئ تاسو پس (لمونځ کوئ) پیاده ياسواره پس کله چه په امن شئ‌ تاسو پس یادوئ اللّه تعالٰی لکه چه څنگه خودنه کړی ده تاسوته اللّه تعالٰی دهغه څیزچه تاسوپه هغی باندی نه پوهیدلئ ﴿۲۳۹﴾
اوهغه سړی چه مړه کړی شی ستاسونه اوپریږدی ښځی (نووصیت دی اوکړی) وصیت په باره دښځوخپلو کښی دخرچی ورکولو تریوکال پوری نه به وی ویستل دهغوی (دکوردخاوندنه) پس که اوځی هغوی پس (دواجب عدت نه) پس نیشته هیڅ گناه په تاسوباندی په هغه کارکښی چه کوی دوی په باره دځانونوخپلوکښی څه نیک کاراواللّه تعالٰی زورآور دی حکمتونووالادی ﴿۲۴۰﴾
اودپاره دطلاق کړی شوو ښځو سامان ورکول دی دعرف برابرلازم دی په پرهیزگارانوباندی ﴿۲۴۱﴾


[۲۳۸] داشپاړسم حکم دی دلمانځه دحفاظت - اشاره ده دغی ته چه دکورانتظام بغیردلمانځه نه جوړیږی اودارنگ اشاره ده دغی ته چه په مسائلود زنانو اوپه فقهی احکاموکښی دشغل په وجی سره دلمانځه نه غافل نشی - اکثرروایتونوکښی راغلی دی جه صلوٰة وسطیٰ د مازیگر لمونځ دی - اومحافظت، نه مراد هرلمونځ په خپل وخت شرعی کښی کول اوچه فرایض واجبات پوره اداشی خشوع او سنن او مستحبات هم اداشی (وَقُومُوا لِلَّهِ) دادلیل دی چه قیام دلمانځه رکن دی (قَانِتِينَ) قنوت اکثرپه معنیٰ د طاعت سره راځی یامراد ددی نه سکوت دی ددنیوی خبرونه -
[۲۳۹] په دی کښی حکم دصلٰوة دی په وخت دشدت دخوف کښی چه دخوف دوجی نه په یوځای باندی قیام نشی کولی (فَرِجَالًا أَوْ رُكْبَانًا) پیاده روان وی یاپه سورلئ سوروی اورکوع اوسجده په اشاری کوی (عَلَّمَكُمْ مَا لَمْ تَكُونُوا تَعْلَمُونَ) مرادددی نه هغه طریقه دلمانځه ده چه په قرآن کریم کښی اجمالی اوپه احادیثوکښی تفصیلی ذکرشوی ده -
[۲۴۰] دا اوولسم حکم دی عدت دوفات په طریقه داحسان سره اوددی نه مخکښی (۲۳۴) کښی واجب عدت بیان شوی دی اوپه دی آیت کښی احسانی عدت ذکرشوی دی نومنسوخیت نیشته (مَتَاعًا) دانفقی اوسکونت دواړوته شامل دی (فَإِنْ خَرَجْنَ) یعنی روستو د واجب عدت (څلورمیاشتی او لس ورځو) نه چه په خپله کورنه اوځی کال نه پوره کوی (مَعْرُوفٍ) نکاح کول وی یاحلال کسب وی یادمورپلار ملاقات له اوځی -
[۲۴۱] دا اتلسم حکم دی دعامو مطلقو دپاره دا متعه مستحب یا واجب ده په اختلاف دعلماؤ سره - اودا مَتَاعٌ نفقی، سکنیٰ ، جوړه جامه او دوپټه وغیره ته شامل دی (بِالْمَعْرُوفِ) دعرف سره مطابق - (الْمُتَّقِينَ) مراددی نه دشرک نه بچ کیدونکی یعنی مسلمان دی - په (۲۳۶) کښی متعه بالاتفاق واجب ده په خاوند باندی اوواجب عمل اداکولوکښی داحسان (اخلاص) ضرورت وی اوپه دی آیت کښی دمتعه په وجوب کښی اختلاف دی نوددی دادا دپاره دتقویٰ ( احتیاط) ضرورت دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>