سَيَقُولُ ۸۷ اَلٌبَقَرَة

كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿۲۴۲﴾ أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ خَرَجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ وَهُمْ أُلُوفٌ حَذَرَ الْمَوْتِ فَقَالَ لَهُمُ اللَّهُ مُوتُوا ثُمَّ أَحْيَاهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى النَّاسِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَشْكُرُونَ ﴿۲۴۳﴾ وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۲۴۴﴾ مَنْ ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ أَضْعَافًا كَثِيرَةً وَاللَّهُ يَقْبِضُ وَيَبْسُطُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۲۴۵﴾

دغسی بیانوی اللّه تعالٰی تاسوته احکام خپل ددی دپاره چه دعقل نه کارواخلئ‌ ﴿۲۴۲﴾
آیا نه گوری ته هغه کسانوته چه اووتل دکورونو خپلونه اودوی ؤو په زوگونو دوجی دویری دمرگ نه ، پس اوئیل دوی ته اللّه تعالٰی مړه شئ‌ بیائی ژوندی کړل دوی یقیناً‌ اللّه تعالٰی فضل والادی په خلقو باندی اولیکن ډیرخلق شکرنه کوی ﴿۲۴۳﴾
اوجنگ اوکړئ په لارداللّه تعالٰی کښی اوپوه شئ چه یقیناً‌ اللّه تعالٰی هرڅه آوری په هرڅه پوهیږی ﴿۲۴۴﴾
څوک دی هغه کس چه قرض ورکړی اللّه تعالٰی ته قرض ښائسته (په اخلاص) پس زیات به ئي کړی هغه لره په ډیرچنده سره او اللّه تعالٰی تنگوی او فراخه وی اوخاص هغه ته به اوگرځولئ‌ شئ ﴿۲۴۵﴾

[۲۴۲] دی آیت کښی ترغیب دی تعمیل د احکام سابقو ته - اوتاکید دی چه دغه احکام صرف په طور دمشوری نه دی بلکه واجبات دی عقل والولره دهغی اداکول ضروری دی -
[۲۴۳] ددی آیت نه تر (۳۵۳) پوری څلورم باب دی پس دامورو انتظامیونه ترغیب دی جهادته په واقعاتو دبنی اسرائیلوسره اوله واقعه کښی اشاره ده چه دمرگ دویری نه جهادمه پریږدئ اودوهمه واقعه کښی اشاره ده چه دملگرو دکموالی نه مه ویریږئ اوپه دی کښی دامیرانتخاب اودهغه صفتونه اوپه اخرکښی صدق درسول اوحکمت دقتال ذکر دی (أَلَمْ تَرَ) دالفظ په هغه ځای کښی استعمالیږی چه دیوی قصی نه عبرت اخیستل ضروری وی (الَّذِينَ خَرَجُوا) په قرآن او سنت صحیحه سره ددی قوم تعیین ثابت نه دی عام قول دادی چه داهم بنی اسرائیل وؤ حزقبل علیه السلام دوی ته رالیږلی شوی وؤ (الْمَوْتِ) دوجی دوبا (طاعون) نه یادوجی دقتال نه (مُوتُوا) دامرگ په طوردسزاباندی په شان د (۵۵) دی (أَحْيَاهُمْ) په دعا دنبی ددوی سره ژوندی شول اوداپه دی سورة کښی دریمه واقعه ده ددوباره ژوند په دنیاکښی -
[۲۴۴] په دی کښی حکم دقتال فی سبیل اللّه دی - عطف دی په قصه د ماقبل یعنی دمرگ دویری نه جهادنه تیخته مه کوئ بلکه قتال کوئ په توکل دسمیع علیم ذات باندی -
[۲۴۵] قرض هرنیک عمل کولوته وئیلی کیږی لٰکن اکثراستعمال ئی دمال په خرچ کولودی - (قَرْضًا حَسَنًا) خرچ کول په اخلاص اوپه طریقه دسنت سره دی - داترغیب دی خرچ کولوته دپاره دجهادکولو ، په لفظ دقرض کښی اشاره ده چه ددی بدله به ضرور ورکیدی شی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>