سَيَقُولُ ۸۸ اَلٌبَقَرَة
أَلَمْ تَرَ إِلَى الْمَلَإِ مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ مِنْ بَعْدِ مُوسَى إِذْ قَالُوا لِنَبِيٍّ لَهُمُ ابْعَثْ لَنَا مَلِكًا نُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ قَالَ هَلْ عَسَيْتُمْ إِنْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ أَلَّا تُقَاتِلُوا قَالُوا وَمَا لَنَا أَلَّا نُقَاتِلَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَقَدْ أُخْرِجْنَا مِنْ دِيَارِنَا وَأَبْنَائِنَا فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقِتَالُ تَوَلَّوْا إِلَّا قَلِيلًا مِنْهُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ ﴿۲۴۶﴾ وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ اللَّهَ قَدْ بَعَثَ لَكُمْ طَالُوتَ مَلِكًا قَالُوا أَنَّى يَكُونُ لَهُ الْمُلْكُ عَلَيْنَا وَنَحْنُ أَحَقُّ بِالْمُلْكِ مِنْهُ وَلَمْ يُؤْتَ سَعَةً مِنَ الْمَالِ قَالَ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَاهُ عَلَيْكُمْ وَزَادَهُ بَسْطَةً فِي الْعِلْمِ وَالْجِسْمِ وَاللَّهُ يُؤْتِي مُلْكَهُ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿۲۴۷﴾
آیا ته نه گوری یوی ډلی ته دبنی اسرائیلوته روستو دموسیٰ علیه السلام نه کوم وخت دوی اویل پیغمبرخپل ته مقررکړه زمونږدپاره بادشاه چه جنگ اوکړو په لار د اللّه تعالٰی کښی اویل نبی یقیناً نزدی ئي تاسو که فرض کړی شوپه تاسوباندی جنگ گول چه جنگ به اونه کړئ، دوی اویل: اوڅه عذر دی مونږ لره چه جنگ به اونکړو په لار د اللّه تعالٰی کښی اوحال داچه ویستلی شوی یو مونږ دکورونوخپلو نه - پس هرکله چه فرض کړی شو په دوی باندی جنگ کول ، مخ اوگرځوو دوی مگرلږکسان ددوی نه او اللّه تعالٰی پوهه دی په حال دظالمانو ﴿۲۴۶﴾
اواویل دوی ته پیغمبرعلیه السلام ددوی ، یقیناً اللّه تعالٰی مقررکړی دی تاسولره طالوت بادشاه، دوی اویل: څرنگ کیدی شی ده لره بادشاهی په مونږباندی اومونږډیرحق دار یو په بادشاهئ سره دده نه، اونه ده ورکړی شوی ده ته فراخی دمال نه اویل نبی: یقیناً اللّه تعالٰی غوره والی ورکړی دی ده لره په تاسوباندی اوډیرئی ورکړی ده ، ده لره فراخی په علم او په همت کښی او اللّه تعالٰی ورکوی بادشاهی خپله هغه چاته چه اوغواړی ، او اللّه تعالٰی ډیرفضل والادی پوهه دی په هرڅه باندی ﴿۲۴۷﴾
[۲۴۶] دا دوهمه واقعه ده دپاره دترغیب دجهاد اوپه دی کښی دلیل دی په ضرورت دامیردپاره د جهاد - او سبب دوجوب دجهاد دادی چه دکورونونه ویستلی شی اوبچی ئی ترینه قید کړی شی اوبل څه مانع نه وؤ (الْمَلَإِ) داهل رائی جماعت چه اشراف وی په دنیوی شرافت سره یا دینی شرافت اکثراستعال ئی په دینی شرافت کښی کیږی او دا قصه د موسیٰ علیه السلام نه دری سوه کاله روستو دشمویل علیه السلام په زمانه کښی پیښه شوی وه په رامه ښار علاقه افرائیم شام کښی (مَلِكًا) دلته مراد امیر دلښکردی (مِنْ دِيَارِنَا وَأَبْنَائِنَا) دفلسطین نه جالوت شړلی وؤ اوځامن ئی ترینه قید کړی وؤ (قَلِيلًا مِنْهُمْ) مراد ترینه دری سوه دیارلس کسان دی (الظَّالِمِينَ) ظلم ئی کړی په جهاد پریخودلو سره -
[۲۴۷] په دی آیت کښی خباثت دبنی اسرائیلو ذکر دی چه د اللّه تعالٰی او نبی دحکم په مقابله کښی ئی خپله عقلی خبره پیش کوله - اوبل خباثت دادی چه ددوی په نزد معیار دمشرئ نسب او مالداری ده - په دی آیت کښی صفات دامیر ذکر دی (۱) فراخی دعلم ددین اودسیاست (۲) زیات همت اوشجاعت - (طَالُوتَ) ځوی دکش په تورات کښی ده ته ساؤل وئیلی شی (وَنَحْنُ أَحَقُّ بِالْمُلْكِ) په بنی اسرائیلو کښی دوه لوی سبطه وؤ یوسبط دنبوت دوهم سبط دمملکة اوطالوت دیو دهغوی نه وؤ بلکه دبنیامین په اولاد کښی وؤ (وَالْجِسْمِ) مراد ددی نه ښایسته اوقوت والا صورت اوشجاعت دی -