سَيَقُولُ ۸۹ اَلٌبَقَرَة
وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ آيَةَ مُلْكِهِ أَنْ يَأْتِيَكُمُ التَّابُوتُ فِيهِ سَكِينَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَبَقِيَّةٌ مِمَّا تَرَكَ آلُ مُوسَى وَآلُ هَارُونَ تَحْمِلُهُ الْمَلَائِكَةُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ ﴿۲۴۸﴾ فَلَمَّا فَصَلَ طَالُوتُ بِالْجُنُودِ قَالَ إِنَّ اللَّهَ مُبْتَلِيكُمْ بِنَهَرٍ فَمَنْ شَرِبَ مِنْهُ فَلَيْسَ مِنِّي وَمَنْ لَمْ يَطْعَمْهُ فَإِنَّهُ مِنِّي إِلَّا مَنِ اغْتَرَفَ غُرْفَةً بِيَدِهِ فَشَرِبُوا مِنْهُ إِلَّا قَلِيلًا مِنْهُمْ فَلَمَّا جَاوَزَهُ هُوَ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ قَالُوا لَا طَاقَةَ لَنَا الْيَوْمَ بِجَالُوتَ وَجُنُودِهِ قَالَ الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُمْ مُلَاقُو اللَّهِ كَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ وَاللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ ﴿۲۴۹﴾
اواویل دوی ته نبی ددوی یقیناً نښه دبادشاهی دده داده چه رابه شی تاسوته صندوق په هغی کښی د دزړه تسلی به وی ستاسودرب دطرف نه اوپاتی شوی (علم) به وی دهغی نه چه پریخی دی خاندان د موسیٰ علیه السلام اوخاندان د هارون علیه السلام راوړی به هغی لره ملائک یقیناً په دی کښی نښه ده تاسولره که تاسوئی مؤمنان ﴿۲۴۸﴾
پس هرکله چه اووتلو (دآبادئ نه) طالوت سره دلښکرونه اوی ویل: یقیناً اللّه تعالٰی ازمایښت کوی په تاسوباندی په یونهرسره پس چاچه اوڅکلی دهغی نه پس نه دی ځمادملگرونه اوچاچه اونه څکلی دهغی نه پس یقیناً هغه زمادملگرو نه دی مگرهغه څوک چه ډک ئی کړو یوچونگ په لاس خپل سره پس اوڅکلی دوی دهغی نه مگرلږکسانوددوی نه - پس هرکله چه پوری وتل دهغی نه دی، اوهغه کسان چه پوره ایمان ئی راوړی ؤو په ملگرتیا دهغه کښی دوی اویل: نیشته طاقت مونږلره نن د (مقابلی) دجالوت اودلښکرودهغه، اویل هغه کسانوچه یقین کؤو چه دوی پیش کیدونکی دی اللّه تعالٰی ته ډیرکرته ډله لږه غالب شوی ده په ډله ډیره باندی په حکم د اللّه تعالٰی او اللّه تعالٰی خاص ملگری د صبرناکودی (په مدد کولوسره) ﴿۲۴۹﴾
[۲۴۸] په دی آیت کښی اشاره ده چه کله صحیح امیرمنتخب شی نوپه ملک کښی برکات راشی چه لوی برکت کتاب د اللّه تعالٰی او سنت د نبی ﷺ دی - (التَّابُوتُ) داددوی نه مخکی جالوت والا قبضه کړی وؤ اودراتلونه روستو (بناپه تاریخ) د دوی په قبضه کښی ترسلیمان علیه السلام پوری وؤ یهودیانوخیال دی چه هغه اوس هم په هیکل سلیمانی کښی دفن دی (سَكِينَةٌ) نه مراد کتاب تورات دی ځکه چه کتاب د اللّه تعالٰی سبب دپاره دتسلئ زړه دی (وَبَقِيَّةٌ) نه مراد مسئله دجهاد اونوراحکام چه په سنت د موسیٰ علیه السلام اوهارون علیه السلام سره ثابت شوی وواوبقیه علم اوعقل ته وئیلی کیږی لکه په سوره هود (۱۱۶،۸۶) کښی راغلی دی - اوکه مراد دی نه عصا اوپیزار اوپگړئ دهغی دواړو وی نوصحیح ده چه داتبرکات دی - یعنی دهغی احترام کول سبب دخیردی د اللّه تعالٰی طرف نه - لیکن په تبرکات دپیفمبرانو تبرکات دبل چا قیاس کول نه دی په کار ځکه چه معصوم او غیرمعصوم کښی فرق وی اوبل داچه دغیرمعصوم دتبرکاتودپاره دلیل شرعی نیشته - اودارنگ په داسی تبرکاتوسره دشرک دروازه خلاصول جائز نه دی -
[۲۴۹] (إِنَّ اللَّهَ) اشاره ده چه ابتلاء په حکم دنبی سره ده په وحی سره (بِنَهَرٍ) هغه ته دريائ یردن تقریباً دوه سوه میله کښی بهیدلی دی - په دی آیت ذکردی چه امیرله په کاردی چه په لښکرو دی امتحان کوی چه مخلص دغیرمخلص نه جدا شی دارنگ چه دامیرخبره څوک نه منی نه هغه جهاد نشی کولی - دارنگ حرام خوړل سبب دبزدلئ دی ځکه چه دچونگ زیاتی اوبه په دوی حرام شوی وی اوهغه (قَلِيلًا) لږکسان دری سوه دیارلس (۳۱۳) وو په موافق د شمارداصحابو بدر - اللّه تعالٰی ورله فتح ورکړه - (يَظُنُّونَ) ظن په معنیٰ دیقین اود عقیدی سره دی -