سَيَقُولُ ۹۰ اَلٌبَقَرَة

وَلَمَّا بَرَزُوا لِجَالُوتَ وَجُنُودِهِ قَالُوا رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ ﴿۲۵۰﴾ فَهَزَمُوهُمْ بِإِذْنِ اللَّهِ وَقَتَلَ دَاوُودُ جَالُوتَ وَآتَاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَهُ مِمَّا يَشَاءُ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَفَسَدَتِ الْأَرْضُ وَلَكِنَّ اللَّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ ﴿۲۵۱﴾ تِلْكَ آيَاتُ اللَّهِ نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِالْحَقِّ وَإِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ ﴿۲۵۲﴾

اوهرکله چه دوی ښکاره شول دپاره دمقابلی دجالوت اودلښکرو دهغه دوی اویل ای ربه ځمونږ: راتوی کړی په مونږباندی صبر اوکلکی کړی خپی زمونږ اوغلبه راکړی مونږله په قوم کافرانو باندی ﴿۲۵۰﴾
پس شکست ورکړو دوی هغوی لره په حکم د اللّه تعالٰی سره او اووژلو داؤد علیه السلام جالوت لره اوورکړه ده ته اللّه تعالٰی بادشاهی اوپوهه ددین (پیغمبری) اواوخودلوده ته دهغه څه نه چه غوښتو اللّه تعالٰی اوکه نه وی دفع کول د اللّه تعالٰی خلقولره بعضولره (کافران) په بعضی سره خامخا ورانه شوی به وه ځمکه (دنیا) اولیکن اللّه تعالٰی فضل والادی په خلقو باندی ﴿۲۵۱﴾
داآیاتونه د اللّه تعالٰی دی لولودی لره تاته دپاره دحق ښکاره کولو اویقیناً ته خامخا دپیغمبرانو نه يئ‌ (چه راځی دپاره د رفع دفساد) ﴿۲۵۲﴾

[۲۵۰] په دی آیت کښی دعادمجاهدینو ذکر ده چه په میدان جهاد کښی د اللّه تعالٰی نه مددخوغتل ضروری دی - اوکوم خلق چه دغه میدان کښی یاعلی مدد، یابابامدد وائی نوهغوی په تباهئ‌ دی - (صَبْرًا) پوخ والی دزړه دی اوهغه سبب گرځی دپاره دمضبوط والی دقدمونو -
[۲۵۱] داؤد علیه السلام ځوی د ایشی ځوی د عویبد دطالوت په لښکرئی وؤ اودهغی نه روستو داؤد علیه السلام ته نبوت او بادشاهی دواړه جمع کړی شول (الْحِكْمَةَ) په معنیٰ دنبوت دی (مِمَّا يَشَاءُ) زغری جوړول دپاره دجهاد لکه سورة انبیاء (۸۰) اوسبا (۱۱) کښی دی - اوپه دی آیت په (لَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ) سره حکمت دجهاد هم ذکر دی اودهغی تشریح په سورة حج (۴۰) کښی ده -
[۲۵۲] په دی آیت کښی د رسول اللّٰه ﷺ رسالت ذکر شوی دی - اوداتیره شوی قصه ذکرکول دلیل د رسالت زمونږ د نبی ﷺ دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>