تِلْكَ الرُّسُلُ ۹۱ اَلٌبَقَرَة
تِلْكَ الرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ مِنْهُمْ مَنْ كَلَّمَ اللَّهُ وَرَفَعَ بَعْضَهُمْ دَرَجَاتٍ وَآتَيْنَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ الْبَيِّنَاتِ وَأَيَّدْنَاهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا اقْتَتَلَ الَّذِينَ مِنْ بَعْدِهِمْ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَلَكِنِ اخْتَلَفُوا فَمِنْهُمْ مَنْ آمَنَ وَمِنْهُمْ مَنْ كَفَرَ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا اقْتَتَلُوا وَلَكِنَّ اللَّهَ يَفْعَلُ مَا يُرِيدُ ﴿۲۵۳﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَنْفِقُوا مِمَّا رَزَقْنَاكُمْ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ يَوْمٌ لَا بَيْعٌ فِيهِ وَلَا خُلَّةٌ وَلَا شَفَاعَةٌ وَالْكَافِرُونَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۲۵۴﴾
دغه رسولان غوره کړی مونږبعضی ددوی په بعضو باندی بعضی ددوی نه هغه څوک دی چه خبری ورسره کړی دی اللّه تعالٰی اوپورته کړی دی بعضی ددوی نه په ډیرودرجو سره ، اوورکړیدی مونږ عیسیٰ علیه السلام ځوی دمریم ته ښکاره معجزی، اوکلک کړی ؤو مونږدی په روح پاک سره اوکه غوښتی اللّه تعالٰی جنگ به نه وی کړی هغه کسانوچه روستو ددوی نه ؤوپس دهغی نه چه راغلو دوی ته ښکاره دلیلونه، اولیکن اختلاف اوکړو دوی ، پس بعضی ددوی نه هغه څوک ؤو چه ایمان ئی راوړو اوبعضی ددوینه هغه څوک ؤو چه کفرئی اوکړو، اوکه غوښتی اللّه تعالٰی نوجنگ به نه وی کړی دوی ، اولیکن اللّه تعالٰی کوی هغه چه غواړی ﴿۲۵۳﴾
ای ایمان والو خرچ کوئ دهغی نه چه مونږ درکړی دی تاسوته مخکښی ددی نه چه رابه شی ورځ (دقیامت) نه به وی خرڅول په هغی کښی اونه دوستانه اونه به سفارش وی (کافرانو لره) اوکافران دوی ظالمان دی ﴿۲۵۴﴾
[۲۵۳] دآیت ربط مخکښی سره دادی چه دفع فساد لپاره پیغمبران رالیږلی شوی دی اود هغوی ددرجاتوتفاوت په سبب دمحبت دجهاد دی په تفاوت سره اودی ته تفاضل وئیلی شی داتفرق نه دی اوتفاضل په انبیاؤ کښی په دلیل سره جائزدی (بَعْضَهُمْ دَرَجَاتٍ) مراد ددی بالاتفاق نبی ﷺ دی (وَآتَيْنَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ) په دی کښی شان دعیسیٰ ذکرکوی دپاره درد دیهودیانو چه هغوی ئی رسول نه منی اودپاره د رد په نصاریٰ باندی چه هغوی ورته الٰه یاد اللّه ځوی وائی (وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا اقْتَتَلَ) داقتتال په سبب داختلاف سره وؤ په حق کښی اودا اقتتال ئی دوه کرته ذکرکړو - اول دهغه چادپاره چه دانبیاء علیهم السلام زمانی ته نیژدی وؤ اودوهم کرت دهغه چا دپاره چه دهغوی نه روستو وؤ اودی آیت کښی اشاره ده چه تفاوت ددرجاتو سبب داقتتال نه دی بلکه اختلاف ددین سبب د قتال دی -
[۲۵۴] ددی آیت نه ترآخره پوری څلورمه حصه دسورة ده - په دی کښی مسئله دانفاق فی سبیل اللّه ده - په دی کښی څلوربابونه دی - اول باب ددی آیت نه تر(۲۶۱) پوری دی په دی کښی اول دعویٰ د انفاق فی سبیل اللّه ده - بیا مسئله دتوحید په لس دلیلونوسره دصفات الٰهیونه - بیا دوه ډلی ذکر دی بیادهغوی دپاره دری مثالونه دی - دانفاق نه مراد خرچ کول دی دپاره دجهاد اودافرض دی (مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ يَوْمٌ) مراد ددی نه ورځ دقیامت ده اووخت دمرگ هم ددی نه مراد کیدی شی (لَا بَيْعٌ) په دی کښی رددی دعقیدی دیهود اونصاریٰ (لَا خُلَّةٌ وَلَا شَفَاعَةٌ) دلته نفی ددواړو څیزونودپاره دکافرانو مراد ده په دلیل دروستو جملی سره اوپه دلیل سورة زخرف (۶۷) -