تِلْكَ الرُّسُلُ ۹۲ اَلٌبَقَرَة

اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلَا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ ﴿۲۵۵﴾ لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى لَا انْفِصَامَ لَهَا وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۲۵۶﴾

اللّه تعالٰی نیشته حق دار دبندگئ‌ سیوا دهغه نه ژوندی دی (همیشه) انتظام کؤونکی دټول عالم ، نه راځی په ده هیڅ غفلت اونه خوب ، خاص دهغه په اختیارکښی دی هغه څه چه په آسمانانوکښی ، اوهغه څه چه په ځمکه کښی دی ، څوک دی هغه کس چه سفارش اوکړی په نزد دده مگرپه اجازت دده ، پوهیږی په هغه څه چه مخکښی ددوی دی اوهغه څه چه روستو ددوی دی اوطاقت نه لری دوی دهیڅ څیز دعلمونودهغه نه مگرپه هغه څه چه اوغواړی اللّه تعالٰی ځای کړی دی کرسئ دهغه آسمانونواوځمکی لره نه ستړی کوی هغی لره ساتنه ددی دواړو اودی بره دی لوی دی ﴿۲۵۵﴾
نیشته زور (په دین منلوکښی په زړه باندی) یقیناً‌ ښه ښکاره شوه حقه لاره دگمراهی نه ، پس چاچه انکار اوکړو دبندگئ دماسویٰ اللّه نه اویقین کووپه اللّه تعالٰی پس یقیقناً را ټینگه کړه ده کړئ مضبوطه ، نیشته شوکیدل دهغی او اللّه تعالٰی هرڅه اوری په هرڅه پوهه دی ﴿۲۵۶﴾

[۲۵۵] دیته آیة الکرسی وئیلی کیږی احادیثو کښی ددی ډیرفضیلت ذکر دی (الْقَيُّومُ) هغه ‌ذات دی چه دانتظام دعالم په خپله چلوی اوهغه خلق چه عقیده لری چه قطب او غوثان ددی دنیا انتظام کوی دادشرک عقیده ده اوپه دی باره کښی چه کوم حدیث راغلی دی هغه موضوعی دی اوحدیث دابدال ضعیف دی (مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ) شفاعت دچا دحاجت دپاره بل چاته منت زاری کول - د اللّه تعالٰی په جناب کښی شفاعت په اذن دهغه سره دادی چه ژوندی یوبل دپاره دعا غواړی - یاژوندی دمړی دپاره دعا غواړی ددی دواړواذن به شریعت کښی شته دی - اوپه آخرت کښی پس داذن نه شفاعت ثابت دی په شرطونوسره اودمړی دعا غوښتل دپاره دژوندی داپه شرع کښی په صحیح دلیل سره نه دی ثابت شوی دارنگ دا عقیده ساتل چه معبود من دون اللّه په اللّه باندی جبراً زمونږحاجت پوره کوی ځکه چه نازولی دی یامخوریز دی دادمشرکانو عقیده ده او دیته شفاعت قهریه او شفاعت شرکیه ویلی کیږی ـ دی آیت ته اعظم آیة او ا وسیدة اٰی القرآن وئیلی شی ځکه چه په دی کښی دشرک فی الالوهیة او شرک فی التصرف او شرک فی العلم اوشرک فی الاسماء و الصفات رد دی اودری صفات سلبیه د اللّه تعالٰی دی - دارنگ په دی کښی ذکر د اللّه تعالٰی په اعتباردظاهر اوضمیرسره اتلس کرت دی اوپه دعویٰ توحید باندی لس دلیلونه عقلیه دی (كُرْسِيُّهُ) ظاهری معنیٰ مراد ده اوکیفیت دهغی باندی اللّه تعالٰی علم لری (الْعَلِيُّ) د علونه اخیستلی شوی دی اوعلو حقیقی مراد ده اوکیفیت دهغی باندی اللّه تعالٰی عالم دی -
[۲۵۶] ددین نه مراد عقیده دزړه ده چه په تیرشوی آیت کښی ذکر شوه اوپه زړه باندی دچا زور نه چلیږی - دی آیت کښی دامراد دی نوآیت کښی نسخ نیشته دی یعنی په عقیده باندی زور نه چلیږی او اللّه تعالٰی زور نه کوی نودعوت درشد په کار دی دپاره ددی چه خلق د طاغوت دبندگئ نه بچ شی - (بِالطَّاغُوتِ) ډیرسرکش ته وائی شیطان انسی وی که جنی وی - اوبله معنیٰ داده چه طاغوت عبادت دهرمعبود من دون اللّه ته وائی ځکه چه هغه سبب دسرکشئ دی - اوپه دی آیت کښی ددریمی ډلی ذکر ئی پریخودلی دی مقایسةً (بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى) دامثال دتوحید دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>