تِلْكَ الرُّسُلُ ۹۳ اَلٌبَقَرَة
اللَّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُوا يُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَوْلِيَاؤُهُمُ الطَّاغُوتُ يُخْرِجُونَهُمْ مِنَ النُّورِ إِلَى الظُّلُمَاتِ أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۲۵۷﴾ أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِي حَاجَّ إِبْرَاهِيمَ فِي رَبِّهِ أَنْ آتَاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ إِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا أُحْيِي وَأُمِيتُ قَالَ إِبْرَاهِيمُ فَإِنَّ اللَّهَ يَأْتِي بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ فَبُهِتَ الَّذِي كَفَرَ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۲۵۸﴾
اللّه تعالٰی دوست دی دایمان والو ، اوباسی دوی لره دتیارونه (شکونونه) رنړا ته (یقین ته) اوهغه کسان چه کافردی دوستان ددوی شیطانان دی ، اوباسی دوی لره د رنړا ته تیارو ته دغه کسان اوروالا دی دوی په هغی کښی همیشه وی ﴿۲۵۷﴾
آیا نه گوری هغه چاته چه جگړه يی اوکړه دابراهیم علیه السلام سره په باره درب دهغه کښی له دی وجی نه چه ورکړی وه اللّه تعالٰی ده ته بادشاهی کوم وخت چه اویل ابراهیم علیه السلام رب زما هغه ذات دی چه ژوندی کول کوی اومړه کول کوی ، هغه اویل: زه ژوندی کول او مړه کول کوم - اویل ابراهیم علیه السلام پس یقیناً اللّه تعالٰی راولی نمردمشرق نه پس ته راوله هغه دمغرب نه ، پس حیران کړی شوهغه کس چه کفرئی کړی ؤو اواللّه تعالٰی نه ښائی (دلیل) قوم ظالمانو (عنادیانو) ته ﴿۲۵۸﴾
[۲۵۷] تیرشوی آیت کښی دوه قسمه خلقو ته اشاره وه نوپه دی آیت کښی دهغه دواړو حال بیانیږی - (الظُّلُمَاتِ) نه مراد دینی تیاری دی ، شرک ، کفر، بدعات ، شکونه وغیره (النُّورِ) نه مراد ددین رڼا ده - توحید ، ایمان، سنت ، یقین وغیره (يُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ) داپه باره دهغه چاکښی دی چه مخکی په کفراوشرک وؤداوایمان ئی راوړی دی یامراد داخراج نه بچ ساتل دی - دارنگ (يُخْرِجُونَهُمْ) ددی نه مراد مرتدین دی یامراد ددی نه دعوت ورکول دی په وسوسی او تلبیس سره -
[۲۵۸] دا واقعه ددوهم قسم دپاره مثال دی چه نمرود په ضد کښی کلک وؤ - طاغوت ئی ملگری وؤ - نودتیارو اونه وتلو په دعوت دابراهیم اللّه تعالٰی سره ، نمرود دا دعویٰ کړی وه چه دنیا کښی تصرف کؤونکی زه یم یعنی احیاء اماتت زما په اختیارکښی دی اوابراهیم علیه السلام دعویٰ اوکړه چه تصرف دژوند اومرگ د اللّه تعالٰی سره دی نوابراهیم علیه السلام دلیل پیش کړو که ستا تصرف وی نوپه لمرکښی برعکس تصرف اوکړه نوچپ اوحیران شو - ده دا دعویٰ نشوه کولی چه لمرزه دمشرق خیژوم ځکه چه هغه وخت کښی ده نه مشراو خلق موجود وؤ نوهغوی به پټ یا ښکاره دده تکذیب کړی وی -
فائده: (فَإِنَّ اللَّهَ يَأْتِي ) دادلیل دی په رد دقول دنمرود کښی چه په أَنَا أُحْيِي وَأُمِيتُ، سره دعوی دتصرف اوکړه نوجواب اوشو چه ته په لمر کښی محسوسی تصرف نشی کولی نود ژوند اومرگ معنوی تصرف به څرنگ اوکړی؟ په دی کښی یودلیل نه انتقال بل دلیل ته نشته ځکه چه هغه دمناظری دقواعدو نه خلاف دی -