تِلْكَ الرُّسُلُ ۹۴ اَلٌبَقَرَة

أَوْ كَالَّذِي مَرَّ عَلَى قَرْيَةٍ وَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَى عُرُوشِهَا قَالَ أَنَّى يُحْيِي هَذِهِ اللَّهُ بَعْدَ مَوْتِهَا فَأَمَاتَهُ اللَّهُ مِائَةَ عَامٍ ثُمَّ بَعَثَهُ قَالَ كَمْ لَبِثْتَ قَالَ لَبِثْتُ يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ قَالَ بَلْ لَبِثْتَ مِائَةَ عَامٍ فَانْظُرْ إِلَى طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمْ يَتَسَنَّهْ وَانْظُرْ إِلَى حِمَارِكَ وَلِنَجْعَلَكَ آيَةً لِلنَّاسِ وَانْظُرْ إِلَى الْعِظَامِ كَيْفَ نُنْشِزُهَا ثُمَّ نَكْسُوهَا لَحْمًا فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ قَالَ أَعْلَمُ أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۲۵۹﴾

آ يا تالیدلی په شانته دهغه چاچه تیرشوپه یوکلی باندی اوهغه پریوتی ؤو په جتونوخپلو باندی ، ده اویل څنگه به ژوندی کوی داکلی (والا) اللّه تعالٰی پس دمرگ نه ، پس مړکړو (اواوساتو) اللّه تعالٰی ده لره سل کاله بیائی ژوندی کړو، اویل اللّه تعالٰی څومره حصارشوی ئی ته؟ هغه وئیل: حصار شوی یم یوورځ بلکه څه حصه دورځی، اویل اللّه تعالٰی بلکه حصارشوی ئی ته سل کاله پس اوگوره خوراک خپل ته اوڅکاک ځپل ته نه دی خراب شوی - اواوگوره خرځپل ته (چه دلیل پری ونیسی) اودی دپاره چه مونږ تا اوگرځؤو نمونه دپاره دخلقو او اوگوره هډوکوته چه څنگه خوځوو مونږ دا بیا اِغوندؤو هغی ته غوښه پس هرکله چه ښکاره شوه ده ته ، ده اویل (په لیدلوسره) پوهه شوم یقیناً اللّه تعالٰی په هرڅیز باندی قدرت لرونکی دی ﴿۲۵۹﴾


[۲۵۹] داواقعه داول قسم مثال دی چه اللّه تعالٰی ایمان والا په تیارو کښی نه پاتی کوی ددی وجی نه ئی عزیرعلیه السلام ته ئی دهغه دسوال جواب ورکړو - دهغه سوال مطلب داوؤ چه دوباره ژوندی کولو طریقه په څنگه وی آیا ددنیا پیدایش په شان به وی اوکه نه؟ دجواب حاصل دادی چه دوباره ژوند به داسی وی چه په کوم حالت کښی مړ شوی وی نوپه هغه حالت به راژوندی کیږی دهغی مثال ئی په حمار اودهغه په هډوکو سره ښکاره کړو - اوروح انسان نه به نه فناکیږی دهغی مثال طعام شراب دی چه اللّه تعالٰی په خپل قدرت سره محفوظ ا وساتل -
فائده: په دی آیت کښی ښکاره دلیل دی چه څوک مړه شی که انبیاء وی اوکه بزرگان وی نوهغوی ددنیا دحال نه خبرنه دی اونه دنیاوالو خبری آوری او نه وینی - دارنگ په دی کښی دلیل دی په قدرت د اللّه تعالٰی په دوباره ژوندی کولو اودطعام وشراب په محفوظ ساتلو او اجزاء دمړی په دوباره ژوندی کولو باندی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>