تِلْكَ الرُّسُلُ ۹۵ اَلٌبَقَرَة
وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ أَرِنِي كَيْفَ تُحْيِي الْمَوْتَى قَالَ أَوَلَمْ تُؤْمِنْ قَالَ بَلَى وَلَكِنْ لِيَطْمَئِنَّ قَلْبِي قَالَ فَخُذْ أَرْبَعَةً مِنَ الطَّيْرِ فَصُرْهُنَّ إِلَيْكَ ثُمَّ اجْعَلْ عَلَى كُلِّ جَبَلٍ مِنْهُنَّ جُزْءًا ثُمَّ ادْعُهُنَّ يَأْتِينَكَ سَعْيًا وَاعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۲۶۰﴾ مَثَلُ الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنْبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنْبُلَةٍ مِائَةُ حَبَّةٍ وَاللَّهُ يُضَاعِفُ لِمَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿۲۶۱﴾ الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ لَا يُتْبِعُونَ مَا أَنْفَقُوا مَنًّا وَلَا أَذًى لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۲۶۲﴾
اوکوم وخت چه اویل ابراهیم علیه السلام ای ربه زما اوخایه ماته چه څرنگ به ژوندی کوی مړو لره؟ اویل اللّه تعالٰی، آیا ته یقین نه لری؟ اویل هغه ولی نه، کوم یقین، لیکن ددی دپاره چه کلک شی زړه ځما، اویل: (اللّه تعالٰی) پس اونیسه څلورمارغانونه پس تکړی کړه دوی (اویوځای کړه) دځان سره بیا کیږده په هرغره باندی ددوی نه یوه تکړه، بیا آواز اوکړه دوی ته راځی به تاته منډی وهونکی اوپوهه شه یقیناً اللّه تعالٰی زورآور دی حکمتونووالا دی ﴿۲۶۰﴾
مثال د هغه کسانوچه خرچ کوی مالونه خپل په لار د اللّه تعالٰی کښی په شان دیودانی دی چه زرغون کړی اووه وږی په هروږی کښی سل دانی وی - او اللّه تعالٰی زیاتوی هغه چالره چه اوغواړی ، او اللّه تعالٰی ډیرفضل والا دی پوهه دی په هرڅه باندی ﴿۲۶۱﴾
هغه کسان چه خرچ کوی مالونه خپل په لار د اللّه تعالٰی بیانه کوی په هغه پسی چه خیرات کړی زبادنه اونه تنگول - دپاره ددوی ثواب ددوی دی په نزد درب ددوی اونه به وی هیڅ ویره په دوی باندی اونه به دوی غمژن شی ﴿۲۶۲﴾
[۲۶۰] دادریمه واقعه ده دپاره دحال دایمان والو چه دابراهیم علیه السلام دسوال جواب ئی ورکړو - اواطمینان ئی ورله پیداکړو - په دی کښی هم دسوال اوجواب هغه مطلب دی چه مخکښی تیرشو - شک دابراهیم علیه السلام نه وو- لیکن دعلم الیقین نه پس ئی عین الیقین (مشاهده) طلب کړو دپاره دزیاتئ دتسلئ - آیت کی اشاره ده چه دژوندی څلورطبائع مختلفه جداجدا شی نواللّه تعالٰی دهغی په یوځای کولو قدرت لری - دارنگ اجزاء دمړو چه دیوبل سره خلط ملط شی نوهم اللّه تعالٰی دهغه په جمع کولو او ژوندی کولو قادر دی -
[۲۶۱] ددی آیت تر(۲۷۴) پوری دوهم باب دی په دی کښی څلورمثالونه دی - اوپنځه شرطونه دپاره دقبولیت دانفاق فی سبیل اللّه اواووه ضروری خبری دی - په دی آیت کښی اول مثال دی دپاره دهغه چه خرچ کوی په لار د اللّه تعالٰی کښی مطلب دادی چه په جهاد کښی مال خرچ کولوباندی داووه سوونه ثواب شروع کیږی اودزیات دپاره څه حد نشته ددانی مثال ئی ځکه ورکړو چه دغلی فائدی ډیری دی اوعامی دی تمام زنده سرو ته دهغی فائدی رسی ، دارنگ جهاد او دعوت د جاری ساتلو فائدی هم تمام خلقو ته شامل دی اوهغه فائدی مجموعی هم دی - نودهغی مثال ئی دوږی سره ورکړو - اوانفرادی هم دی اومثال ئی دجداجدا دانوورکړو - دا رنگ دانه په زرغون کیدلو کښی اوبوته اوڅربه ځمکی ته محتاج ده دارنگ انفاق په داعی طالب دعلم په کاردی چه په قران اوسنت سره تربیت کوی دهغه نه لږجماعت فائده واخلی بیاهغوی په دنیا کښی تقسیم شی اودهریونه دینی فائدی خوریږی ترغیرانتها پوری -
[۲۶۲] په دی آیت کښی ئی دوه شرطونه سلبی بیان کړل چه (مَنًّا) مَنْ به نه وی او اذٰی به نه وی فرق دادی چه چاله صدقه ورکړی اوهغه کس ته اونورو خلقو ته ذکرکوی دا مَن دی اوچه په هغی باندی لوئی کوی اودهغه نه خدمت اخلی نودا اذی ده -