تِلْكَ الرُّسُلُ ۹۶ اَلٌبَقَرَة
قَوْلٌ مَعْرُوفٌ وَمَغْفِرَةٌ خَيْرٌ مِنْ صَدَقَةٍ يَتْبَعُهَا أَذًى وَاللَّهُ غَنِيٌّ حَلِيمٌ ﴿۲۶۳﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُبْطِلُوا صَدَقَاتِكُمْ بِالْمَنِّ وَالْأَذَى كَالَّذِي يُنْفِقُ مَالَهُ رِئَاءَ النَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ صَفْوَانٍ عَلَيْهِ تُرَابٌ فَأَصَابَهُ وَابِلٌ فَتَرَكَهُ صَلْدًا لَا يَقْدِرُونَ عَلَى شَيْءٍ مِمَّا كَسَبُوا وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ ﴿۲۶۴﴾
وینا ښه او بخنه غوره ده دهغه خیرات نه چه راځی په هغی پسی تنگول، او اللّه تعالٰی بی حاجته دی صبرناک دی ﴿۲۶۳﴾
ای ایمان والو: مه بربادوئ (ثواب) دخیراتونوخپلو په زبادنه او تنگولو سره په شان دهغه چا چه خرچ کوی مال خپل دپار دخودنی دخلقو، اوایمان نه لری په اللّه تعالٰی اوپه ورځ روستنی پس مثال دده په شان دهمواری گټی دی چه په هغی باندی خاوری وی پس اورسی هغه ته شدید باران پس پریږدی هغه لره صفا وس برنشی ددوی په هیڅ ثواب باندی دهغه عمل نه دوی کړی وی او اللّه تعالٰی ثواب نه ورکوی قوم کافرانوته - ﴿۲۶۴﴾
[۲۶۳] په دی نقصان داذی ذکرکوی په مقابل دښه اخلاقو کښی اوپه اذی باندی مَنْ هم قیاس دی - (قَوْلٌ مَعْرُوفٌ) یعنی سائل ته نرمه خبره کول په عذرپیش کولوکښی اوهرکله چه هغه په سوال کولوکښی سخته لهجه استعمال کړی نودهغی (مَغْفِرَةٌ) بخشش کول اگرچه صدقه نه ورکوی افضل دی دصدقی سره د مَنْ او اذی نه (غَنِيٌّ) یعنی اللّه تعالٰی خوانفاق صدقه ځان دپاره نه غواړی بلکه په دی کښی ستاسو فائده ده -
[۲۶۴] په دی آیت کښی دوهم مثال دی هغه چالره چه خرچ کوی خوپه غلطه طریقه سره - اوپه دی کښی دمثال دپاره مثال دی - مطلب دادی دمَن او اذی مثال ئی په ریاء سره ورکړو په بربادئ دثواب کښی اودریاء مثال ئی دصافی گټی سره پیش کړو چه په هغی باندی هیڅ کرونده نه کیږی - دارنگ دریاء کارنه هم چاته فائدی صحیح نه رسی - اوستائنی دخلقو (چه دریاء مقصد دی) په شان دخاورو بی فائدی او بی کاره څیزدی اودحساب دآخرت په وخت کښی دی بی ثوابه پاتی کیدل مثال دوابل دی چه گټه صفا پریږدی (وَلَا يُؤْمِنُ) اشاره چه منافق اعتقادی وی یامراد داچه یقین په ثواب باندی نه لری - (لَا يَقْدِرُونَ) مراد داچه ددی عمل هیڅ ثواب ورته نه ملاویږی (لَا يَهْدِي) مراددی نه ثواب ورکول دی یاپه زورسره هدایت ورکول دی -