تِلْكَ الرُّسُلُ ۹۷ اَلٌبَقَرَة

وَمَثَلُ الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ وَتَثْبِيتًا مِنْ أَنْفُسِهِمْ كَمَثَلِ جَنَّةٍ بِرَبْوَةٍ أَصَابَهَا وَابِلٌ فَآتَتْ أُكُلَهَا ضِعْفَيْنِ فَإِنْ لَمْ يُصِبْهَا وَابِلٌ فَطَلٌّ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۲۶۵﴾ أَيَوَدُّ أَحَدُكُمْ أَنْ تَكُونَ لَهُ جَنَّةٌ مِنْ نَخِيلٍ وَأَعْنَابٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ لَهُ فِيهَا مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ وَأَصَابَهُ الْكِبَرُ وَلَهُ ذُرِّيَّةٌ ضُعَفَاءُ فَأَصَابَهَا إِعْصَارٌ فِيهِ نَارٌ فَاحْتَرَقَتْ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ ﴿۲۶۶﴾

اومثال (دصدقاتو) دهغه کسانو چه خرچ کوی مالونه خپل دپاره دطلب درضا د اللّه تعالٰی اوپه کلکوالی دنفسونو ددوی په شان دیوباغ دی په څربه ځمکه چه اورسی هغی ته ډیرباران پس ورکوی میوی خپلی ډیری زیاتی پس که اونه رسی هغی ته ډیرباران پس لږباران کافی دی او اللّه تعالٰی ستاسو عملونه وینی ﴿۲۶۵﴾
آیا خوښوی یو تن ستاسو چه وی دی هغه لره باغ دکجورو او انگورونه بهیږی لاندی دهغی ولی ده لره په هغی کښی دهرقسم میؤو نه وی اورسیدلی وی ده ته بوډاوالی اوده لره بچی وی کمزوری، پس اورسی هغه ته تیزه سیلئ‌ چه په هغی کښی اور وی پس اوسوزئ دغسی بیانوی اللّه تعالٰی تاسوته آیاتونه دمثالونو ددی دپاره چه فکراوکړئ ﴿۲۶۶﴾

[۲۶۵] په دی کښی دریم مثال دی دپاره دصحیح خرچ کولو - دامثال دهغه چادی چه مال په صحیح مصرف کښی ورکوی بغیردجهاد اودعوت نه (نومثال کښی تکرار نه راځی) اوپه دی کښی دوه شرطونه ثبوتی ذکر کوی (۱) طلب درضا د اللّه تعالٰی طلب ددنیا یاریاء ئی مقصد نه وی (۲) دزړه پخول په ایمان باندی ځکه چه په صدقی سره ایمان پخیږی - نوددی دزړه مثال ئی دربوه سره ورکړو لکه څنگه چه هغه ځمکه څربه او مړه ده دارنگ ددی زړه په ایمان سره ډک دی اودده اخلاص ئی مشابه کړو دباِغ سره چه هروخت میوی ورکوی اودډیرانفاق مثال دی وابل او دلږ انفاق مثال دی طل، اودارنگ چه دا دواړه شرطونه کامله درجه کښی وی نودوابل مثال د ی اوچه په کمه درجه کښی وی نودطل مثال دی خامخافائده ورکوی یاداچه یوشرط وی نو طل دی اوچه دواړه وی نووابل دی (تَثْبِيتًا مِنْ أَنْفُسِهِمْ) یوه معنیٰ داده چه په انفاق کولوسره ځان په صحیح اعمالوباندی کلکوی دوهمه معنیٰ داده چه په ثواب د اللّه تعالٰی یقین ساتی -
[۲۶۶] په دی آیت کښی څلورم مثال دی دپاره دبی ځایه خرچ کوونکی اوظالم - اومطلب ئی دادی چه لکه دیوسړی باغ دی اودمیوی هره ونه پکښی وی دی په هغی کښی خوشحاله وی دارنگ څوک چه په شرک بدعت او فسق کښی خرچ کوی اوڅه خلق ئی صفتونه کوی اودی خوشحاله وی اولکه څنگه هغه سړی بوډا دی نوره گټه نشی کولی - دارنگ دی دهم دنیک کارونونه محرومه دی اولکه څنگه چه دهغه بچی کمزوری دی چه دده نه خرچ غواړی داسی داسړی ظالم دی دخلقو حقونه ئی خوړلی دی هغوی به ترینه غواړی اولکه څنگه چه دهغه باغ سیلئ سره تباه شو نودارنگ چه دی په داسی حال کښی مړشی بغیردتوبی نه نوډیرپریشان اوغمژن وی - دارنگ دامثال دهغه چا دی چه مخکښی ئی نیک عمل کوؤ بیائی بد عمل شرک اوبدعت اوکړو نوهغه نیک عمل ئی برباد شو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>