تِلْكَ الرُّسُلُ ۹۸ اَلٌبَقَرَة
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَنْفِقُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّا أَخْرَجْنَا لَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَلَا تَيَمَّمُوا الْخَبِيثَ مِنْهُ تُنْفِقُونَ وَلَسْتُمْ بِآخِذِيهِ إِلَّا أَنْ تُغْمِضُوا فِيهِ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٌ ﴿۲۶۷﴾ الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُمْ بِالْفَحْشَاءِ وَاللَّهُ يَعِدُكُمْ مَغْفِرَةً مِنْهُ وَفَضْلًا وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿۲۶۸﴾ يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ ﴿۲۶۹﴾ وَمَا أَنْفَقْتُمْ مِنْ نَفَقَةٍ أَوْ نَذَرْتُمْ مِنْ نَذْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُهُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ ﴿۲۷۰﴾
ای ایمان والو خرچ کوئ دکره دهغه مال نه چه تاسو گټلی وی ، اودهغی نه چه راویستلی دی مونږ ستاسودپاره دځمکی نه اوقصد مه کوئ دردی مال ددی نه چه خرچ کوئ او نه ئی تاسو اخیستونکی دهغی مگرچه سترگی پټی کړئ په هغی کښی، اوپوهه شئ یقیناً اللّه تعالٰی بی حاجته دی ستائلی شوی دی ﴿۲۶۷﴾
شیطان ویروی تاسو دفقیرئي نه اوحکم کوی تاسوته (په وسوسی) په شومتیا سره او اللّه تعالٰی وعده کوی تاسوسره دبخنی د طرف خپل ته اودزیادت والی او اللّه تعالٰی فراخ فضل والادی عالم دی په هرڅه ﴿۲۶۸﴾
ورکوی پوهه ددین هغه چاته چه اوغواړی، اوهغه چاته چه ورکړی شوه پوهه ددین پس یقیناً ورکړی شو ده ته خیرډیراونصیحت نه آخلی مگرصاف عقل والا ﴿۲۶۹﴾
اوهغه چه تاسوخرچ کوئ څه خرچه یامنخته کوئ تاسو څه منخته پس یقیناً اللّه تعالٰی پوهه دی په هغی اونیشته ظالمانو لره څوک امدادیان ﴿۲۷۰﴾
[۲۶۷] په دی آیت کښی پنځم شرط دی چه کره مال خیرات کوئ - اودی آیت کښی سرمایه دارو او جاگیردارو دواړو ته خطاب دی (مَا كَسَبْتُمْ) مراددی نه تجارت ملازمت صنعت کاری کول دی چه دهغی په مال کښی زکوٰة فرض دی او (مِمَّا أَخْرَجْنَا) یعنی په فصلونو اومیوؤ کښی عشر یا نیم عشرفرض دی (الْخَبِيثَ) مراددی ردی څیزدی (وَلَسْتُمْ بِآخِذِيهِ) داتفسیردحدیث دی -
[۲۶۸] ددی آیت نه اوه ضروری خبری ذکر کوی چه متعلق دی دانفاق سره اوله خبره داده چه د اللّه تعالٰی دحکم اوشیطان وسوسی په مینځ کښی فرق اوکړی (بِالْفَحْشَاءِ) فحشاء هرقول او فعل قبیح ته وئیلی شی چه بدی ئی ښکاره وی اودلته مراد بخل کول دی (يَعِدُكُمْ) وعده دشیطان دطرف نه ویره ورکول دی اوداللّه تعالٰی دطرف نه وعده کول دی (مَغْفِرَةً) دآخرت سره تعلق لری او (فَضْلًا) ددنیا سره تعلق لری چه په مال به ئی برکت واچولی شی -
[۲۶۹] دا دوهمه خبره ده چه دحکمت دحاصلولو کوشش کول په کاردی - دحکمت ډیرمعانی دی - دهغه معانو خلاصه داده چه دقرآن کریم پوهه اوددین داسی علم اوکړئ چه په هغی سره دحق اوباطل فرق کولی شئ اودالهام الرحمٰن اووسوسی دشيطان فرق کیږی - اوددی تائید په حدیث صحیح کښی دی چه: مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ (هغه څوک چه هغه لره اللّه تعالٰی دډیرخیراراده اوکړی نوپه دین کښی ورله ښه پوهه ورکړی) -
[۲۷۰] دی آیت کښی دریمه خبره ده چه صدقه ورکول په غیرمعین طریقی سره وی اوکه په معین طریقی سره وی چه هغی ته نذروائی - اوظالمانونه مراد هغه دی چه خرچ بی ځایه کوی یانذر دغیراللّه په نوم باندی ورکوی (فَإِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُهُ) په دی کښی اشاره ده جزا اوبدلی ورکولو ته -