تِلْكَ الرُّسُلُ ۹۹ اَلٌبَقَرَة

إِنْ تُبْدُوا الصَّدَقَاتِ فَنِعِمَّا هِيَ وَإِنْ تُخْفُوهَا وَتُؤْتُوهَا الْفُقَرَاءَ فَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَيُكَفِّرُ عَنْكُمْ مِنْ سَيِّئَاتِكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ﴿۲۷۱﴾ لَيْسَ عَلَيْكَ هُدَاهُمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ خَيْرٍ فَلِأَنْفُسِكُمْ وَمَا تُنْفِقُونَ إِلَّا ابْتِغَاءَ وَجْهِ اللَّهِ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ خَيْرٍ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تُظْلَمُونَ ﴿۲۷۲﴾ لِلْفُقَرَاءِ الَّذِينَ أُحْصِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ لَا يَسْتَطِيعُونَ ضَرْبًا فِي الْأَرْضِ يَحْسَبُهُمُ الْجَاهِلُ أَغْنِيَاءَ مِنَ التَّعَفُّفِ تَعْرِفُهُمْ بِسِيمَاهُمْ لَا يَسْأَلُونَ النَّاسَ إِلْحَافًا وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ ﴿۲۷۳﴾

که ښکاره ورکوئ تاسو صدقی پس ښه دی هغه، اوکه پټی وکوئ هغه اوورکوئ ئی فقیرانوته پس داکارډیرفائده مند دی تاسولره اولری به کړی ستاسونه څه بدئ ستاسو (گناهونه اوسختئ) او اللّه تعالٰی ستاسو په عملونو خبردار دی ﴿۲۷۱﴾
نیشته ستا په ذمه باندی سمول ددوی اولیکن اللّه تعالٰی په سمه لار روانه وی چاله چه اوغواړی اوهغه چه خرچ کوئ تاسوڅه مال پس دپاره دفائدی دځانونوستاسو دی اوخرچ نه کوئ تاسو مگر دپاره دطلب دمخ د اللّه تعالٰی اوهغه چه خرچ کوئ تاسوڅه مال پوره په درکړی شی بدله دهغی تاسوته اوپه تاسو ظلم نشی کیدی ﴿۲۷۲﴾
(صدقات) دپاره دمحتاجودی چه هغوی بندکړی شوی دی په لارد اللّه تعالٰی کښی طاقت نه لری دسفرکولو(دپاره دمال گټلو) په ځمکه کښی گمان کوی په دوی باندی ناخبرکس مال داران دوجی بچ کیدلودحرامونه پیژنی ته دوی لره په نښو ددوئ سوال نه کوی دوی خلقو نه بی ضرورته ، اوهغه چه خرچ کوئ تاسو څه مال پس یقیناً اللّه تعالٰی په هغه باندی ښه پوهه دی ﴿۲۷۳﴾

[۲۷۱] دی آیت کښی څلورمه خبره ده یعنی طریقه دورکولو دصدقی ښکاره ورکول یا په پټه ورکول - اودهغی دصحیح مصرف دوه فائدی ذکردی دښکاره صدقی ورکولو او پټ ورکولو دپاره مناسب اوقات اوځایونه دی (وَتُؤْتُوهَا الْفُقَرَاءَ) فرضی صدقه خودفقراء دپاره خاص ده اوغیرفرضی فقراء ته ورکول غوره دی اونوروته هم جائزدی -
[۲۷۲] دی کښی پنځمه خبره ده یعنی څوک چه په چاباندی ددی دپاره خرچ کوی چه دی دین کښی داخل شی لیکن هرکله چه هغه اونه منی نوبیاپه هغه باندی خرچ کول پریږدی اوخفه شی چه دا بی فائدی محنت دی نو اللّه تعالٰی دی آیت کښی تسلی ورکوی چه بیان دحق کوئ اوخرچ کوئ خفگان مه کوئ ځکه چه لارباندی روانول د اللّه تعالٰی اختیاردی - تاسوته ضروراجرملاویږی (وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ خَيْرٍ فَلِأَنْفُسِكُمْ) یعنی دهرچاصدقه دهغه دپاره خاص وی بل چاته دهغی ثواب نه ملاویږی څوپوری چه په شرعی طریقی سره هغه ته بخلی نه وی اوپه دی پسی په دوهمه جمله کښی شرط دانفاق ذکرکوی چه ابتغاء وجه اللّه ده اوپه دریمه جمله کښی ئی دپوره اجرورکولو وعده ورکړی ده -
[۲۷۳] په دی آیت کښی شپږمه خبره ده یعنی مصرف پیژندل - اودا مصرف دپاره دانفاق فی سبیل اللّه دی اوهغه مجاهدین او طالبان دعلم دی اودهغوئ شپږصفات ئی ذکر کړی دی (ضَرْبًا فِي الْأَرْضِ) مراددی نه سفرکول دپاره دتجارت یا مزدورئ کولو (الْجَاهِلُ) مراد دده نه هغه څوک دی چه د حقیقت ددی فقراؤ نه خبرنه لری (التَّعَفُّفِ) ځان دحرامو نه بچ ساتل اوسوال کول بی ضرورته هم په دی کښی داخل دی (إِلْحَافًا) دحدیث مضمون دادی چه دچا سره څلویښت درهمه وی اوسوال کوی نوهغه ته سوال الحافاً وائی - نوحاصل معنیٰ ئی دا شوه چه بی ضرورته سوال کوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>