تِلْكَ الرُّسُلُ ۱۰۰ اَلٌبَقَرَة

الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ سِرًّا وَعَلَانِيَةً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۲۷۴﴾ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لَا يَقُومُونَ إِلَّا كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَنْ جَاءَهُ مَوْعِظَةٌ مِنْ رَبِّهِ فَانْتَهَى فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللَّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۲۷۵﴾

هغه کسان چه خرچ کوی مالونه خپل دشپی او دورځی پټ او ښکاره پس دوی لره ثواب دعمل ددوی دی په نزد رب ددوی اونه به وی هیڅ ویره په دوی باندی اونه به دوی غمژن کیږی ﴿۲۷۴﴾
هغه کسان چه خوری سود نه پاڅیږی (دقبرونونه) مگرپه شان دپاڅیدلو دهغه چاچه گډوډ کړی وی ده لره پیرانو دوجی دلیونتوب نه داپه وجه ددی چه دوی وائی یقیناً‌ خرڅول په شان سود دی اوحلال کړی دی اللّه تعالٰی بیعه اوحرام کړی دی سود پس څوک چه راغی هغه ته وعظ دطرف درب نه ، پس منع شو، پس ده لره هغه مال دی چه مخکښی ورکړی دی اومعامله دده حواله ده اللّه تعالٰی ته ، اوڅوک چه واپس شی (سود حلال گنړلوته) پس دغه کسان اوروالا دی دوی په هغه کښی همیشه وی ﴿۲۷۵﴾

[۲۷۴] په دی آیت کښی اوومه خبره ده - په دی کښی عموم داوقاتو دانفاق ذکردی یعنی که دشپی خرچ کوئ اوکه دورځی خرچ کوئ نوثواب دپاره تعین دیووخت ضرورت نیشته لکه چه بدعتیان دځان نه تخصیصونه کوی - دجمعی شپه څلویښتمه وغیره -
[۲۷۵] دغی آیت نه تر (۲۸۳) پوری دریم باب دی په دی کښی منع ده دربانه اوتخویف دی اوبشارت دی اوطریقه دمعاملاتو دپاره دامن پیداکولو اودپاره دمال گټلو په آیت مدائینه کښی مخکښی دهغه چا ذکر ؤو چه د اللّه تعالٰی په لارکښی خرچ کوی اوس دهغه چاذکر دی چه چاله قرض هم بغیردزیات عوض نه نه ورکوی بلکه زیات سود ترینه غواړی (إِلَّا كَمَا يَقُومُ الَّذِي) یعنی دقبرنه به لیونو په شکل پاڅیږی چه په شان دهغه چا چه پیران پری راغلی وی اوداسی داشخص په دنیاکی هم ښکاره کیږی - او ددی آیت نه علماؤ ثابت کړی دی چه په انسانانوباندی پیران راتلی شی اودهغه په ژبه یابدن کښی خپل تصرف کوی (الرِّبَا) زیات مال اخیستل دبل چانه چه دهیڅ مال په عوض کښی نه وی اودهغی په شریعت کښی ډیرمثالونه دی (إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا) یعنی دوی ربٰوته جائزوائي اودبیع په شان ئی گنړی اوداکفردی - (فَلَهُ مَا سَلَفَ) یعنی دکفرپه حال کښی چه کوم مال دربٰو ئی اخیستلی دی نوهغه ورته معاف دی یاکوم ئی چه خوړلی دی توواپس ویستل ئی لازم نه دی (وَأَمْرُهُ إِلَى اللَّهِ) په راتلونکی وخت کښی دده حال اللّه تعالٰی ته سپارلی شویدی چه ربٰوا نه ئی بچ ساتی یانه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>