تِلْكَ الرُّسُلُ ۱۰۱ اَلٌبَقَرَة

يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ ﴿۲۷۶﴾ إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۲۷۷﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ ﴿۲۷۸﴾ فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِنْ تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَالِكُمْ لَا تَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَمُونَ ﴿۲۷۹﴾

ورکه وی اللّه تعالٰی (برکت) دمال دسود اوزیاتوی مال دصدقاتو ، او اللّه تعالٰی نه خوښوی هرکافر (حلال گنړونکی دسود) ډیرگنهگار سود کوونکی ﴿۲۷۶﴾
یقیناً‌هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی اوعمل ئی کړی دی په طریقه د نبی ﷺ اوپاندی ئی کړی ده د لمانځه اورکړی دی زکوٰة دوی لره ثواب ددوی دی په نزد درب ددوی اونه به وی هیڅ ویره په دوی باندی اونه به دوی غمژن کیږی ﴿۲۷۷﴾
ای ایمان والو اویریږئ د اللّه تعالٰی نه او پریږدئ هغه مال چه باقی پاتی وی د سود نه، ځکه چه تاسو مؤمنان یئ ﴿۲۷۸﴾
پس که اونکړوتاسو داکار پس خبرشئ په جنگ د اللّه تعالٰی اود رسول دهغه، اوکه توبه اوکړه تاسو پس تاسولره اصل د مالونو ستاسودی ظلم به نه کوئ تاسو اونه به په تاسو ظلم کیدی شی ﴿۲۷۹﴾

[۲۷۶] په دی کښی دربٰوا او دصدقی په مینځ کښی فرق ذکر کوی دپاره د بچ کیدلو دربٰوا نه اوترغیب دی په صدقه باندی (يَمْحَقُ) مال دربٰواکښی هیڅ برکت نه وی اوچه کوم مال سره شریک شی نوهغه هم بی برکته کړی اوددی تائید په سوره روم ۳۹ کښی ذکر دی (كَفَّارٍ) هغه څوک چه ربٰوا حلال گنړی - (أَثِيمٍ) هغه مسلمان چه ربٰوا کوی -
[۲۷۷] دی کښی بشارت دی هغه چاته چه ځآن دسود نه بچ ساتی اوڅلورکارونه دکامیابئ او جنت دحصول دپاره کوی -
[۲۷۸] په دی آیت کښی خاص خطاب دی مؤمنانو دپاره دبچ کیدلو دربٰوا دټولوطریقو نه او د (ذَرُوا مَا بَقِيَ) مابقی مطلب دادی چاته دسودرقم پاتی وی نوهغه دی ورله پریږدی - دارنگ په ملک دمسلمانانو کښی چه طریقی دسودوی هغه ټولی پریخودل په کار دی اواشاره ده چه دایمان تقاضا داده چه ربٰوا به نه کوی -
[۲۷۹] دجنگ نه مراد دادی چه دوی د اللّه تعالٰی اودرسول دشمنان دی مسلمانانوله په کاردی چه ددوی سره جنگ اوکړی (لَا تَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَمُونَ) اشاره ده چه په اسلام کښی ظالم کیدل اومظلوم کیدل دواړه نه ځان ساتل په کاردی دلته داول ظلم نه مراد دربٰوا مال، غوښتل دی اودوهم نه مراد رأس المال نه واپس کول دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>