تِلْكَ الرُّسُلُ ۱۰۲ اَلٌبَقَرَة

وَإِنْ كَانَ ذُو عُسْرَةٍ فَنَظِرَةٌ إِلَى مَيْسَرَةٍ وَأَنْ تَصَدَّقُوا خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۲۸۰﴾ وَاتَّقُوا يَوْمًا تُرْجَعُونَ فِيهِ إِلَى اللَّهِ ثُمَّ تُوَفَّى كُلُّ نَفْسٍ مَا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿۲۸۱﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا تَدَايَنْتُمْ بِدَيْنٍ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى فَاكْتُبُوهُ وَلْيَكْتُبْ بَيْنَكُمْ كَاتِبٌ بِالْعَدْلِ وَلَا يَأْبَ كَاتِبٌ أَنْ يَكْتُبَ كَمَا عَلَّمَهُ اللَّهُ فَلْيَكْتُبْ وَلْيُمْلِلِ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ وَلْيَتَّقِ اللَّهَ رَبَّهُ وَلَا يَبْخَسْ مِنْهُ شَيْئًا فَإِنْ كَانَ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ سَفِيهًا أَوْ ضَعِيفًا أَوْ لَا يَسْتَطِيعُ أَنْ يُمِلَّ هُوَ فَلْيُمْلِلْ وَلِيُّهُ بِالْعَدْلِ وَاسْتَشْهِدُوا شَهِيدَيْنِ مِنْ رِجَالِكُمْ فَإِنْ لَمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّنْ تَرْضَوْنَ مِنَ الشُّهَدَاءِ أَنْ تَضِلَّ إِحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الْأُخْرَى وَلَا يَأْبَ الشُّهَدَاءُ إِذَا مَا دُعُوا وَلَا تَسْأَمُوا أَنْ تَكْتُبُوهُ صَغِيرًا أَوْ كَبِيرًا إِلَى أَجَلِهِ ذَلِكُمْ أَقْسَطُ عِنْدَ اللَّهِ وَأَقْوَمُ لِلشَّهَادَةِ وَأَدْنَى أَلَّا تَرْتَابُوا إِلَّا أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً حَاضِرَةً تُدِيرُونَهَا بَيْنَكُمْ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَلَّا تَكْتُبُوهَا وَأَشْهِدُوا إِذَا تَبَايَعْتُمْ وَلَا يُضَارَّ كَاتِبٌ وَلَا شَهِيدٌ وَإِنْ تَفْعَلُوا فَإِنَّهُ فُسُوقٌ بِكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَيُعَلِّمُكُمُ اللَّهُ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۲۸۲﴾

اوکه وی (قرض داری) تنگ دست پس مهلت ورکول دی ترآسانتیا پوری اوخیراتی پریخودل ددغه مال غوره دی تاسولره که تاسوپوهیږئ ﴿۲۸۰﴾
او اوریږی دهغی ورځی نه چه اوبه گرځولی شئ پکښی اللّه تعالٰی ته بیابه پوره وکړی شی هرنفس ته بدله د هغه عمل چه کړی وی اوپه دوی به ظلم نشی کیدی ﴿۲۸۱﴾
ای ایمان والو: کله چه معامله کوئ دقرض ترنیټی مقرر پوری پس اولیکئ هغه، اولیکل دی کوی په مینځ ستاسو کښی لیکونکی په انصاف سره اوانکار دی نه کوی لیکونکی دلیکلونه لکه چه خودنه کړی ده ده ته اللّه تعالٰی پس لیکل داوکړی او بیان دِ کوی هغه کس چه په هغه باندی قرض دی بی عقله یاکمزوری بدن والا یاطاقت نه لری چه بیان اوکړی هغه پس بیان دِ اوکړی نائب دده په انصاف سره اوگواهان اونیسئ دوه تنه دنارینو ستاسونه پس که نه وی دوه نارینه پس یونارینه او دوه زنانه دهغه چا نه خوښ وی ستاسو دگواهانونه (دوجی ددیندارئ دهغوی نه) که هیرول اوکړی یوه پس یاداشت به ورکړی یوه دی بلی ته او انکاردِ نه کوی گواهان کله چه راوبللی شی گواهئ ته او سستی مه کوئ‌ دلیکلو دهغی نه که وړه معامله وی اوکه لویه وی ترنیټی پوری ، دا (طریقه) زیات انصاف دی په نزد د اللّه تعالٰی اوښه یادؤونکی دگواهئ دی اونزدی ده دیته چه شک به نه کوئ مگرکه وی معامله دتجارت دستی چه لاس په لاس ورکوئ په مینځ خپل کښی پس نشته په تاسوباندی گناه چه نه لیکئ هغی لره اوگواهان نیسئ کله چه سوداگری کوئ ، اونقصان دِ نه ورکیږی لیکونکی ته اونه گواه ته اوکه تاسو اوکړوداسی کار پس یقیناً دا لوی گناه دی په تاسو (پوری نختی دی) او اویریږئ د اللّه تعالٰی نه ، اوپوهه درکوی تاسو ته اللّه تعالٰی او اللّه تعالٰی په هرڅه باندی پوهه دی ﴿۲۸۲﴾


[۲۸۰] په دی کښی تعلیم داخلاق حسنه دی یعنی که قرض داری غریب وی نومهلت ورکړئ تردی چه وس ئی اوشی یا قرض ورله معاف کړئ نودابه صدقه شی -
[۲۸۱] داتخویف اخروی دی یعنی که غواړی چه قیامت کښی اللّه تعالٰی مونږسره آسانه معامله اوکړی نوته دقرضدارو سره په دنیا کښی آسانه معامله اوکړه -
[۲۸۲] دا آیت دمدائنی دی - په دی کښی تقریباً‌ پنځه ویشت فقهی احکام دی اوداپه ټولو آیاتونوکښی اوږد آیت دی - مقصد دادی معاملات داسی کوئ چه جنگ ترینه پیدانشی اودارنگ په حلاله طریقه اوگټئ‌ ددی دپاره چه د اللّه تعالٰی په لارکښی خرچ اوکړئ (تَدَايَنْتُمْ) معامل د دین (قرض) په دری قسمه ده اول په قرض سره سود اخیستل دوهم سَلَم (چه روپئ په لاس درکړی او سوداپه نیټه سره وی) دریم چاله قرض حسنه ورکول په اول دواړو کښی اجل کیښودل ضروری دی (بِالْعَدْلِ) په دی کښی اشاره ده چه کاتب مسلمان اوعالم دین په کاردی (كَمَا عَلَّمَهُ) په دی کښی اشاره ده چه چل دکتاب هم د اللّه تعالٰی احسان او علم شرعی دی (سَفِيهًا) کم عقل چه مال بی ځایه خرچ کوی (أَوْ ضَعِيفًا) یعنی بدن ئی کمزوری دی (أَوْ لَا يَسْتَطِيعُ أَنْ يُمِلَّ هُوَ) طاقت نه لری ځکه چاړا وی یابه په ژبه باندی نه پوهیږی (وَلِيُّهُ) مراد ددی نه وکیل مختار، ترجمان دی (مِمَّنْ تَرْضَوْنَ) اشاره ده عدالت او تقویٰ دگواهانوته (أَنْ تَضِلَّ) په زنانه کښی نقصان دعقل دی حدیث د نبی ﷺ کښی په دی باندی تصریح ده اودچاچه عقل کم وی نوخطا کیدل او هیرول په هغه باندی ډیر راځی نودوه ئی دسړی په ځای قائم کړی دی (وَأَدْنَى أَلَّا تَرْتَابُوا) اشاره ده چه اوامر ددی آیت واجب دی په وخت دخطری دجگړی پیدا کولو کښی (وَلَا يُضَارَّ) معنیٰ داده چه لیکونکی او گواه دِ‌ تنگول نه کوی چه ډیراجرت غواړی نوصیغه دمعلوم شوه بله معنیٰ دا چه ضرر به نشی ورکیدلی چه په زور بی اجرته کار ترینه اخلی نوصیغه دمجهول ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>