تِلْكَ الرُّسُلُ ۱۰۳ اَلٌبَقَرَة

وَإِنْ كُنْتُمْ عَلَى سَفَرٍ وَلَمْ تَجِدُوا كَاتِبًا فَرِهَانٌ مَقْبُوضَةٌ فَإِنْ أَمِنَ بَعْضُكُمْ بَعْضًا فَلْيُؤَدِّ الَّذِي اؤْتُمِنَ أَمَانَتَهُ وَلْيَتَّقِ اللَّهَ رَبَّهُ وَلَا تَكْتُمُوا الشَّهَادَةَ وَمَنْ يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ ﴿۲۸۳﴾ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَإِنْ تُبْدُوا مَا فِي أَنْفُسِكُمْ أَوْ تُخْفُوهُ يُحَاسِبْكُمْ بِهِ اللَّهُ فَيَغْفِرُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۲۸۴﴾

اوکه تاسوئی په سفرباندی اونه مومئ لیکونکی نو (جائزده چه واخلئ) گانړه قبض کړی شوی ، پس که اعتبار اوکړی بعضی ستاسوپه بعضی باندی، پس ادا دِ‌ کړی هغه کس چه اعتبارپری کړی شوی دی حق خپل اوویره دِ کوی اللّه تعالٰی نه چه رب دده دی اومه پټوئ گواهی اوچاچه پټه کړه گواهی پس یقیناً گنهکار دی زړه دده او اللّه تعالٰی ستاسو په عملونوباندی پوهه دی ﴿۲۸۳﴾
خاص په اختیار د اللّه تعالٰی کښی دی هغه څه په آسمانونو کښی دی اوهغه څه په ځمکه کښی دی ، اوکه ښکاره کوئ تاسو هغه څه په زړونوستاسوکښی دی یا پټوئ هغه ، نوحساب به کوی تاسوسره په هغی باندی اللّه تعالٰی بخنه کوی چاته چه اوغواړی اوعذاب ورکوی چاله چه اوغواړی او اللّه تعالٰی په هرڅه باندی قدرت لرونکی دی ﴿۲۸۴﴾

[۲۸۳] د آیت هم دمخکښی سره تعلق لری - دسفر او دکاتب دموندلو قید دډیرضرورت دپاره دی - په حدیث سره ثابت ده چه په مدینه منوره کښی رسول اللّٰه ﷺ دیویهودی سره خپله زغره گانړه ایښی وه په دیرش اوږی وربشو کښی - گانړه څیزنه په ټولو مذهبونو کښی فائده اخیستل جائز نه دی بلکه دا سوددی صرف دڅاروی باره کښی دامام احمد اختلاف دی (آثِمٌ قَلْبُهُ) زړه ځکه گنهگار دی چه پټول په زړه کیږی نو هغه محل دگناه دی (فَإِنْ أَمِنَ بَعْضُكُمْ بَعْضًا) یعنی داعتماد اواعتبار دوجی نه لیکل نه کوی اونه گانړه طلب کوی -
[۲۸۴] ددی نه ترآخره پوری څلورم باب دی په دی کښی واپس کول دهغه څلورو مقصدونو دی - کوم چه په دی سورة کښی بیان شول - توحید ، رسالت، جهاد، انفاق فی سبیل اللّه او اختتام دی په دعا سره - لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ) په دی کښی رد دشرک فی التصرف دی (مَا فِي أَنْفُسِكُمْ) نه مراد عقیدی اوخیالات دی چه هغه په قصد او اواختیارسره زړه کښی لری - داد آخری آیت په دلیل سره ثابت ده - په دی آیت کښی دعویٰ دتوحید ده څلورم ځل چه واکدار دټول عالم او غیب دان یو اللّه تعالٰی دی نو بندگی یو اللّه تعالٰی پوری خاص کړئ

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>