تِلْكَ الرُّسُلُ ۱۰۷ آلِِ عِمٌران

رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَهَبْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً إِنَّكَ أَنْتَ الْوَهَّابُ ﴿۸﴾ رَبَّنَا إِنَّكَ جَامِعُ النَّاسِ لِيَوْمٍ لَا رَيْبَ فِيهِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُخْلِفُ الْمِيعَادَ ﴿۹﴾ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَنْ تُغْنِيَ عَنْهُمْ أَمْوَالُهُمْ وَلَا أَوْلَادُهُمْ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا وَأُولَئِكَ هُمْ وَقُودُ النَّارِ ﴿۱۰﴾ كَدَأْبِ آلِ فِرْعَوْنَ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ وَاللَّهُ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۱۱﴾

(وايی دوی) ای ربه ځمونږمه کږوی زړونه ځمونږ پس دهغی نه چه خودنه کړی ده تامونږته، اورا اوبخی مونږته دخپل طرف پوخ والی په دین یقیناً ته بخشش ورکؤونکی ئی ﴿۸ ﴾
ای ربه ځمونږ یقیناُ‌ ته جمع کؤونکی دټولو خلقو ئی په داسی ورځ کښی چه شک نیشته په هغی کښی یقیناً اللّه تعالٰی خلاف نه کوی دوعدی خپلی نه ﴿۹ ﴾
یقیناً‌ هغه کسان چه کفرئی کړی دی چیری به لری نه کړی ددوی نه مالونه ددوی اونه اولاد ددوی دعذاب د اللّه تعالٰی نه څه شی اودغه کسان دوی خاشاک داور دی ﴿۱۰ ﴾
(حال ددوی) په شان دحال دفرعونیانو دی اودهغه کسانو چه دوی نه مخکښی ؤو، دروغژن کړی ؤو هغوی آیاتونه ځمونږ پس اونیول دوی لره اللّه تعالٰی په سبب دگناهونو ددوی او اللّه تعالٰی سخت عذاب ورکؤونکی دی ﴿۱۱ ﴾

[۸ ] دادعا دتثبت ده - دلته رحمة په معنیٰ دتثبت سره دی - اشاره ده چه کله اهل زیغ ملایان په متشابهاتوسره خلق گمراه کوی نودغه وخت دادعا په کثرت سره ویل په کار دی -
[۹ ] داهم دعا ده په تقدیردعبارت سره - فَلَاتُخْزِنَا بِالزَّیْغِ (مونږمه شرمنده کوی په زیغ سره) په ورځ دجمع کیدلو دخلقو کښی (جَامِعُ) په دنیاکښی خلق به جداجدا مکاناتو کښی اوجداجدا زمانوکښی وؤ لیکن په ورځ دقیامت به ټول په یومیدان کښی راجمع کړی -
[۱۰] داتزهید فی الدنیا دی اوتخویف دی منکرانو دتوحید ته (أَمْوَالُهُمْ وَلَا أَوْلَادُهُمْ) یعنی که کافراومشرک خلق مال خیرات کړی یادهغه اولاد صالح وی، یا دهغه نه دمال فدیه اداکوی لیکن نه قبلیږی (لَنْ تُغْنِيَ) اغناء په معنیٰ ددفع کولو اوفائدی ورکولو راځی -
[۱۱] داذکر دمنکرینو مخکنودی دپاره دمثال دعذاب (كَدَأْبِ) دأب په معنیٰ دحال اوعادت دی (وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ) من بعدهم ئي ځکه نه دی وئیلی چه دفرعون دهلاکت نه روستو په هیڅ قوم باندی استیصالی (بیخ کندی) عذاب نه دی راغلی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>