تِلْكَ الرُّسُلُ ۱۰۸ آلِِ عِمٌران

قُلْ لِلَّذِينَ كَفَرُوا سَتُغْلَبُونَ وَتُحْشَرُونَ إِلَى جَهَنَّمَ وَبِئْسَ الْمِهَادُ ﴿۱۲﴾ قَدْ كَانَ لَكُمْ آيَةٌ فِي فِئَتَيْنِ الْتَقَتَا فِئَةٌ تُقَاتِلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَأُخْرَى كَافِرَةٌ يَرَوْنَهُمْ مِثْلَيْهِمْ رَأْيَ الْعَيْنِ وَاللَّهُ يُؤَيِّدُ بِنَصْرِهِ مَنْ يَشَاءُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَعِبْرَةً لِأُولِي الْأَبْصَارِ ﴿۱۳﴾ زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوَاتِ مِنَ النِّسَاءِ وَالْبَنِينَ وَالْقَنَاطِيرِ الْمُقَنْطَرَةِ مِنَ الذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ وَالْخَيْلِ الْمُسَوَّمَةِ وَالْأَنْعَامِ وَالْحَرْثِ ذَلِكَ مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَاللَّهُ عِنْدَهُ حُسْنُ الْمَآبِ ﴿۱۴﴾

اوایه هغه کسانوته چه کفرئی کړی دی زردی کمزوری به کړی شئ تاسو اوجمع به کړی شئ تاسو جهنم ته ، اوبدځای تیارشوی (داجهنم) ﴿۱۲ ﴾
یقیناً شته ستاسودپاره نښه په دوؤ ډلوکښی چه مخامخ شول یوه ‌ډله جنگیدله په لارد اللّه تعالٰی کښی اوبله ډله کافره وه لیدل دوی لره هغوی دوچند خپل په ښکاره لیدلو سره او اللّه تعالٰی مضبوطوی په مدد خپل سره چاله چه اوغواړی یقیناً په دی کښی خامخا عبرت دی خاوندانودپوهی لره ﴿۱۳ ﴾
ډولی کړی شوی ده خلقو ته مینه دهغه څه چه نفس ئی غواړی دزنانونه اوځامن اوخزانی جمع کړی شوی دسروزرونه او سپینو زرو نه او اسونه ښایسته اوڅاروی اوفصلونه - دا لږه مزه دژوند دنیوی ده، اود اللّه تعالٰی سره ښه ځای د ورگرځیدلو دی ﴿۱۴ ﴾

[۱۲ ] دا خطاب دی په باره دموجوده کافرانوکښی - یعنی دوی د هم په خپل مال اوډیری ډلی باندی غرور نه کوی زردی چه په دنیا کښی به مغلوب شی اوپه آخرت کښی به جهنم کښی داخل شی -
[۱۳ ] داذکردواقعی دبدر دی، مثال دعذاب دمنکرینو اوزیری دپاره دمؤمنانو اواشاره ده چه ډیروالی دافرادو هیڅ فائده نه ورکوی په وخت دنزول دعذاب الٰهی کښی - مؤمنانولیدل کافرانو لره دځان نه دوچند، یعنی ډیرزیات په اول حال کښی اوکافرانو لیدل مؤمنانولره ډیرزیات په آخری حال کښی اودمینځ حال سورة انفال (۴۴) کښی ذکر دی - نوپه دی آیت کښی یرونهم ، کښی ضمیردفاعل مؤمنانوته اوضمیردمفعول کافرانوته راجع دی اوپه عکس سره دواړه جائز دی (لَعِبْرَةً) په دی کښی تنوین دپاره دتعظیم دی یعنی دهدایت اوبصیرت دپاره لوئ سبق دی -
[۱۴ ] په دی آیت کښی تذلیل ددنیا ذکر شوی دی اشاره ده چه ډیروالی دمالونو هم فائده نه ورکوی مطلب دادی چه محبت طبعی ددی څیزونو (اگرکه بی اختیاره دی) لیکن هغی لره غوره والی ورکول اوترجیح ورکول دیته تزيين وائی (مَتَاعُ) هغه مرداره ده چه خوری هغی لره مجبوره سړی په وخت دمجبورئ کښی (نظم الدرر) (زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوَاتِ) هغه څیزونه چه دانسان طبیعت او نفس ئی غواړی اوهغه بی اختیاره وی لیکن هغه غوره کول دآخرت اوددین په څیزونوباندی گناه دی اوبیا په هغی کښی دځان دپاره فائدی گنړل چه تزیین دی ډیرگناه دی - اوپه دی کښی اووه څیزونه په ترتیب سره ذکر کړی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>