تِلْكَ الرُّسُلُ ۱۰۹ آلِِ عِمٌران
قُلْ أَؤُنَبِّئُكُمْ بِخَيْرٍ مِنْ ذَلِكُمْ لِلَّذِينَ اتَّقَوْا عِنْدَ رَبِّهِمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَأَزْوَاجٌ مُطَهَّرَةٌ وَرِضْوَانٌ مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ ﴿۱۵﴾ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا إِنَّنَا آمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ ﴿۱۶﴾ الصَّابِرِينَ وَالصَّادِقِينَ وَالْقَانِتِينَ وَالْمُنْفِقِينَ وَالْمُسْتَغْفِرِينَ بِالْأَسْحَارِ ﴿۱۷﴾ شَهِدَ اللَّهُ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ وَالْمَلَائِكَةُ وَأُولُو الْعِلْمِ قَائِمًا بِالْقِسْطِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۱۸﴾
اوایه آیا خبرکړم تاسو په غوره سره ددی (دنیوی ځیزونونه) دپاره دهغه چاچه شرک نه ئی ځان بچ کړی دی په نزد درب ددوی جنتونه دی بهیږی دلاندی دهغی نه ولی ، همیشه به وی په هغی کښی او بیبیانی پاکی ساتلی شوی دی اورضامندی د اللّه تعالٰی دطرف نه او اللّه تعالٰی لیدونکی دی بندگانو خپلو لره ﴿۱۵ ﴾
دوی هغه کسان دی چه وائی ای ربه ځمونږ: یقیناً مونږ ایمان راوړی دی پس اوبخی مونږته گناهونه ځمونږ اوبچ اوساتی مونږ دعذاب داورنه ﴿۱۶ ﴾
دوی صبرناک دی او رشتیا ویونکی دی او تابعداری کوونکی دی او خرچ کوونکی دی او بخنه غوښتونکی دی په وخت د پیشمنی کښی (چربانگ) ﴿۱۷ ﴾
بیان کړی دی اللّه تعالٰی چه نیشته حق داردبندگئ سیوا دهغه نه اوملائکو اوعلم والا کلک دی په انصاف نیشته حاجت پوره کؤونکی سیوا د اللّه تعالٰی نه زور اور دی حکمتونو والا دی ﴿۱۸ ﴾
[۱۵] دی آیت کښی زیری دی دپاره دمنونکو د توحید اوداپه مقابله دڅیزونو ددنیا کښی دی لیکن په آخرت کښی دجنت دحصول دپاره اول تقویٰ (دشرک نه بچ کیدل) ضروری دی چه دا اوله مرتبه دایمان ده -
[۱۶] داصفت دنیکانوبندگانو دی په عجزددوی سره اللّه تعالٰی ته اوتوبه کول دتیرشوی گناهونونه اواشاره ده چه ایمان بهتره وسیله ده په دی کښی -
[۱۷] داپنځه صفات دنیکانو دی دپاره دابتدائی دخول دجنت اومخکښی آیت کښی صرف تقویٰ ذکروه یعنی ایمان چه سبب دخول دی مطلقا په دی کښی صبرعبادت دزړه دی ، اوصدق عبادت دژبی دی اوقنوت عبادت داندامونو دی ، اوانفاق عبادت مالیه دی ، اواستغفار په وخت د پیشمنی کښی تتمه دټولوعبادتونوده ، نوپه دی کی ذکر د عبدیت کامله دی چه ددی اول مصداق صحابه کرام وؤ اودا صفتونه په نصاراؤ کښی نه وؤ -
[۱۸] ددی آیت نه تر (۳۵) پوری دوهم باب دی په دی کښی مسئله توحید اوپه هغی دلیلونه اونتیجه په یوآیت کښی - بیاجواب دسوال، بیاطریقه ددعوت او تکالیف ددعوت سره دتخویف اخروی دمخالفت کوؤنکو بیا ذکر دحال مخالفت کولو داهل کتاب اوتخویف دآخرت دی - په دی آیت کښی په دعویٰ دتوحید دلیل وحی دی - شهادت د اللّه تعالٰی اودلیل نقلی دی شهادت د ملائکو او مؤحدینو مخکنو او دلیل عقلی دی په لفظ د بِالْقِسْطِ سره چه دا دعقل په نزد دانصاف خبره ده - اوبیا نتیجه ذکر ده اوشهادت د اللّه تعالٰی کتابونه نازلول اودلیلونه قائم کول دی په اثبات دتوحید باندی - اوداآیت دلیل دی په شرافت او فضیلت دعلماؤ موحدینو چه اللّه تعالٰی دهغوی شهادت دخپل شهادت سره یوځای کړی دی -