c سوره ۳: آل عمران

تِلْكَ الرُّسُلُ ۱۱۰ آلِِ عِمٌران

إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ وَمَنْ يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ ﴿۱۹﴾ فَإِنْ حَاجُّوكَ فَقُلْ أَسْلَمْتُ وَجْهِيَ لِلَّهِ وَمَنِ اتَّبَعَنِ وَقُلْ لِلَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَالْأُمِّيِّينَ أَأَسْلَمْتُمْ فَإِنْ أَسْلَمُوا فَقَدِ اهْتَدَوْا وَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا عَلَيْكَ الْبَلَاغُ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ ﴿۲۰﴾ إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَيَقْتُلُونَ الَّذِينَ يَأْمُرُونَ بِالْقِسْطِ مِنَ النَّاسِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۲۱﴾ أُولَئِكَ الَّذِينَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَمَا لَهُمْ مِنْ نَاصِرِينَ ﴿۲۲﴾

یقیناً دین (غوره) په نزد د اللّه تعالٰی اسلام دی (توحید) اواختلاف نه دی کړی (دتوحیدنه) هغه کسانوچه ورکړی شوی دی هغوی ته کتاب مگر روستو دهغی نه چه راغی دوی ته علم (دتوحید) دوجی دضد نه په مینځ ددوی کښی اوچاچه کفراوکړو په آیاتونو د اللّه تعالٰی پس یقیناً اللّه تعالٰی زرحساب کؤونکی دی ﴿۱۹﴾
پس که دوی بخث کوی تاسره پس اوایه چه تابع کړی دی ما ځان خپل اللّه تعالٰی ته (په توحید سره) اوڅوک چه ځماتابع دار وی ، او اوایه هغه کسانوته چه ورکړی شوی دی هغوی ته کتاب اوامیانوته: آیاتاسودین د توحید منئ؟ پس که دوی اومنو (توحید) پس یقیناً‌ هدایت ئی اوموندو اوکه دوئ مخ اوگرځوو پس یقیناً په تاباندی رسول دی ، او اللّه تعالٰی لیدونکی دی بندگانو لره ﴿۲۰﴾
یقیناً هغه کسان چه کفرئی کړی دی په آیاتونود اللّه تعالٰی اووژلی دی پیغمبران بغیر دجرم شرعی نه اووژلی دی هغه کسان چه بیان کوی د انصاف (دین توحید) دخلقونه‌ پس زیری ورکړه دوی لره په عذاب دردناک سره ﴿۲۱﴾
داهغه کسان دی چه بربادشوی دی عملونه ددوئ په دنیاکی اوآخرت کښی او نیشته دوئ لره هیڅوک مددگاران ﴿۲۲﴾

[۱۹] داجواب دسوال دی هغه دادی چه بعضی کتابونوکښی بندگی دغیراللّه اوبلنه دغیراللّه وغیره جائز لیکلی دی آیاهغه غلط دی؟ دجواب حاصل دادی چه دین د اللّه تعالٰی توحید دی نوکوم عبادتونه یا کتابونه چه ددی خلاف دی هغه بعضی ملایانوپس دعلم نه په ضد اوعناد دځان نه جوړکړی دی نوهغه باطل دی (بِآيَاتِ اللَّهِ) مراد ددی نه آیاتونه او دلیلونه دتوحید دی اوهغه څوک چه داپریږدی دوجی داقوالو دباغیانو نه نوداکفردی -
[۲۰] دی آیت کښی ددعوت طریقه ده یعنی ملایان او امیانوته اول دتوحید دعوت ورکړئ (فَإِنْ حَاجُّوكَ) یعنی دوئ په حجت کښی اقوال دباغیانو پیش کوی دپاره داثبات د شرک اوکفر (فَقُلْ أَسْلَمْتُ) په دی کښی دعقیدی اودمسئلک ځپل دی اشاره ده چه ځه خوپه مقابله دوحی د اللّه تعالٰی کښی دبل چاقول نه منم (فَقَدِ اهْتَدَوْا) یعنی دصحیح اسلام د منلونه روستو مونږ دچامقابلی نه کوؤ دغه صحیح دین دی -
[۲۱] په دی کښی ذکردحال دباغیانو کتابیانو دی اوهغوی ته تخویف ورکول دی (بِآيَاتِ اللَّهِ) د توحید آیاتونه په خپل کښی هم نه منی هرکه چه انبیاء او نورحق والا علماء دوی ته دتوحید دعوت ورکوی نوهغوی قتل کوی -
[۲۲] په دی کښی جواب دوهم ددوی دی چه ددی ملایانو خو نیک عملونه شته دی نوڅرنگ دوی لره عذاب دی؟ جواب دادی چه هغه برباد شوی دی په سبب دکفر بالآیات سره - دنیوی بربادی داده چه عملونه ددوی په صفت کښی نشی ذکرکیدلی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>