تِلْكَ الرُّسُلُ ۱۱۱ آلِِ عِمٌران
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُوا نَصِيبًا مِنَ الْكِتَابِ يُدْعَوْنَ إِلَى كِتَابِ اللَّهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ يَتَوَلَّى فَرِيقٌ مِنْهُمْ وَهُمْ مُعْرِضُونَ ﴿۲۳﴾ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لَنْ تَمَسَّنَا النَّارُ إِلَّا أَيَّامًا مَعْدُودَاتٍ وَغَرَّهُمْ فِي دِينِهِمْ مَا كَانُوا يَفْتَرُونَ ﴿۲۴﴾ فَكَيْفَ إِذَا جَمَعْنَاهُمْ لِيَوْمٍ لَا رَيْبَ فِيهِ وَوُفِّيَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿۲۵﴾ قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَنْ تَشَاءُ وَتَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۲۶﴾
آیاته نه گوری هغه کسانوته چه ورکړی شوی ده ورته برخه دکتاب نه رابللی کیدی شی کتاب د اللّه تعالٰی ته د پاره ددی چه فیصله اوکړی ددوی په مینځ کښی بیا مخ واړه ؤو یوه ډله ددوی نه اودوی همیشه مخ اړه وی (دحق نه) ﴿۲۳﴾
داپه دی سبب چه دوی وائی هیچ چیری به اونه رسی مونږ ته اور مگریوڅوورځی شمارلی شوی اودهوکه کړی دی دوی په باره ددین ددوی کښی هغه (قصواومسئلو) چه (لویوملایانو) دځان نه جوړکړی دی ﴿۲۴﴾
پس څنگه حال ددوی به وی کله چه راجمع کړو مونږدوی هغه ورځ چه شک نیشته په هغی کښی ، اوپوره به ورکړی شی هرنفس ته (بدله) دهغه عمل چه ده کړی وی اوپه دوی باندی به ظلم نشی کیدی ﴿۲۵﴾
(اوایه هرحاجت کښی) ای اختیارمند دبادشاهئ ورکوی ته بادشاهی چا ته اوغواړی اواخلی بادشاهی د هغه چانه چه اوغواړی اوعزت ورکوی هغه چاله چه اوغواړی اوذلت ورکوی هغه چاله چه اوغواړی ستاپه لاس کښی ټول خیردی یقیناً ته په هرڅه قدرت لری ﴿۲۶﴾
[۲۳] مخکښی آیت کښی دلویو ملایانو حال ذکر شو چه هغوی دبغی دوجی نه دین بدل کړی دی او دشرک دنفی اثبات دپاره ئی کتابونه لیکلی دی نواوس په دی کښی ذکر د وړو ملایانو دی چه هغه دلوی ملایانو په دروغو جوړ شوی مسئلو او قصو پسی تقلید کوی اودکتاب اللّه تعالٰی نه مخ اړوی (وَهُمْ مُعْرِضُونَ) اشاره ده چه حق نه اعراض کول ددوی عادت گرځیدلی دی (نَصِيبًا) مراد داچه دکتاب په عبارت لوستلوپوهیږی لیکن دهغی په معنیٰ اومقصد نه پوهیږی -
[۲۴] په دی آیت کښی ددوی دمخ اړه ولو دوه سببه ذکرکړل یوداچه مونوږجنتیان یو صرف دبعضی وړو گناهونوپه وجه کیدی شی چه اورته لاړشو دوهم دزړو ملایانو دروغ جوړشوی مسئلی اوقصی ددوی دلیل دی (يَفْتَرُونَ) ضمیرراجه دی غټوملایانو ته (يَّامًا مَعْدُودَاتٍ) په سوره بقره (۸۰) کښی مفرذکرکړی وؤ دهغی وجه هلته ذکرشوی ده -
[۲۵] دی آیت کښی ویره دآخرت ذکر شوی ده (فَكَيْفَ) په دی کښی هیبت شان دآخرت ته اشاره ده (لِيَوْمٍ) لام په معنیٰ د فِیْ سره دی -
[۲۶] ددی آیت نه تر (۶۳) پوری دریم باب دی په دی کښی مسئله د توحید په ذکر دصفاتو د اللّه تعالٰی ده - بیا حکم په دوستانه پریخودلو دکافرانو اوپه هغی باندی تخویف ، بیاترغیب په تابعدارئ د رسول اللّٰه ﷺ سره بیا بیان دعبدیت اوعجزدانبیاؤ اوعجز دمور دمریم اوعجز دذکریا علیه السلام اوعجزدمریم علیهما السلام اوتفصیلی بیان دعبدیت دعیسیٰ علیه السلام په پنځه ویشتو صفاتوسره - اوجوابات دسوالاتو (۱) مریم له بی موسمه میوه ملاؤ شوه (۲) د زکریاعلیه السلام بی موسمه ځوی اوشو (۳) عیسیٰ علیه السلام مړی ژوندی کول اواکمه او ابرص ئی جوړول (۴) دمریم بی نارینه ولد اوشو (۵) عیسیٰ علیه السلام بی پلاره پیدا شو ، ددی نه معلومیږی چه مریم علیها السلام ، زکریا علیه السلام عیسیٰ علیه السلام واکدار وؤ او دبندگئ لائق وؤ - د اللّه تعالٰی سره شریک وؤ - ددی ټولو سوالاتو جوابونه په دی باب کښی دی -