تِلْكَ الرُّسُلُ ۱۱۲ آلِِ عِمٌران

تُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَتُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَتُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَتُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ وَتَرْزُقُ مَنْ تَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ ﴿۲۷﴾ لَا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ إِلَّا أَنْ تَتَّقُوا مِنْهُمْ تُقَاةً وَيُحَذِّرُكُمُ اللَّهُ نَفْسَهُ وَإِلَى اللَّهِ الْمَصِيرُ ﴿۲۸﴾ قُلْ إِنْ تُخْفُوا مَا فِي صُدُورِكُمْ أَوْ تُبْدُوهُ يَعْلَمْهُ اللَّهُ وَيَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۲۹﴾

ننه باسی شپه په ورځ کښی او ننه باسی ورځ په شپه کښی اورااوباسی ژوندی دمړنه اوراباسی مړه دژوندی نه ، اورزق ورکوی هغه چاته چه اوغواړی بی حسابه ﴿۲۷﴾
نه دِ نیسی مؤمنان کافرانو لره دوستان سیوا دمؤمنانونه اوچاچه اوکړو داکار پس نه دی اللّه تعالٰی (دډلی نه) په هیڅ کښی مگرکه ځان ساتی ددوی نه ځان ساتل ، اوویرهۍ اللّه تعالٰی تاسو دځان نه او خاص اللّه تعالٰی ته دی گرځیدل ستاسو ﴿۲۸﴾
اوایه که پټ ساتئ هغه چه په سینوستاسو کښی دی یاښکاره کوئ پوهه دی په هغی اللّه تعالٰی ځکه چه پوهه دی په هغه څه چه دی په آسمانونو کښی اوهغه څه چه په ځمکه کښی دی او اللّه تعالٰی په هرڅه باندی قدرت لرونکی دی ﴿۲۹﴾

[۲۷،۲۶] په دی دواړه کښی دولس صفات د اللّه تعالٰی دی ، مطلب دادی چه هرحاجت او مصیبت کښی اللّه تعالٰی ته آواز کوئ - اودا توحید فی الربوبیة دی ځکه چه مقصد نفی ددی صفتونو ده د عیسیٰ علیه السلام او مریم علیها السلام نه (وَتُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَتُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ) دلته حئ او میت عام دی ولد دنطفی نه ، ولد دهگئ نه ، عالم دجاهل نه، مؤحد دمشرک نه، شنه بوټی داوچی ځمکی نه، او شنه بوټی دوچ تخم نه، او ددی ټولو برعکس ته شامل دی -
[۲۸] دوستانه دکافرانو سره په دری طریقی ده (۱) په عمل دکفراوشرک کښی مشابهت او شرکت کول اوداکفردی - (۲) په عمل دکفراوشرک اوگناهونو کښی امداد کول دا گناه کبیره دی - (۳) دکافراوبدعتی وغیره عزت او توقیرکول داهم گناه دی (إِلَّا أَنْ تَتَّقُوا مِنْهُمْ تُقَاةً) ددینه مراد حالت داکراه دی چه دهغی تفصیل په سورة نحل (۱۰۶) کښی دی (نَفْسَهُ) دنفس اطلاق په اللّه تعالٰی باندی حقیقتةً دی بغیر دتشبیه او تمثیل او تحریف او تاویل نه -
[۲۹] په دی کښی زورنه ده هغه چاته چه دکافرانوسره دوستی کوی پټه کوی یاښکاره کوی اوپه دی آیت کښی صفت د علم اوقدرت داللّه تعالٰی ذکر دی چه دا خلاصه ده دصفاتو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>