تِلْكَ الرُّسُلُ ۱۱۳ آلِِ عِمٌران

يَوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍ مَا عَمِلَتْ مِنْ خَيْرٍ مُحْضَرًا وَمَا عَمِلَتْ مِنْ سُوءٍ تَوَدُّ لَوْ أَنَّ بَيْنَهَا وَبَيْنَهُ أَمَدًا بَعِيدًا وَيُحَذِّرُكُمُ اللَّهُ نَفْسَهُ وَاللَّهُ رَءُوفٌ بِالْعِبَادِ ﴿۳۰﴾ قُلْ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۳۱﴾ قُلْ أَطِيعُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْكَافِرِينَ ﴿۳۲﴾

په کومه ورځ چه اومومی هرنفس هغه عمل چه کړی وی ده خیرحاضر او هغه عمل چه ده کړی وی دبدئ نه غواړی چه وی په مینځ ددی نفس او ددی عمل کښی مزل لری اوویره وی تاسولره اللّه تعالٰی دځان نه ، او اللّه تعالٰی ډیرمهربان دی په خپلو بندگانو ﴿۳۰ ﴾
اوایه که تاسو مینه کوئ د اللّه تعالٰی سره پس تابعداری اوکړی ځما ، مینه به اوکړی تاسوسره اللّه تعالٰی اوبخنه به اوکړی تاسوته گناهونو ستاسو او اللّه تعالٰی بخونکی رحم کؤونکی دی ﴿۳۱ ﴾
اوایه تابعداری کوئ د اللّه تعالٰی اودرسول پس که مخ واړه وو تاسو پس یقیناً‌ اللّه تعالٰی مینه نه کوی دکافرانو سره ﴿۳۲ ﴾

[۳۰ ] دی آیت کښی تخویف اخروی دی هغه چالره چه دوستانه کوی دکافرانو سره (مِنْ خَيْرٍ ) او (مِنْ سُوءٍ) بائیکاټ کول دکافرانونه خیردی او دوستانه ساتل دهغوی سره سوء دی اوهرخیراوسوء ته هم شامل دی (بَيْنَهَا وَبَيْنَهُ) ضمیردها نفس ته راجع اوضمیرد (ه) سوء ته راجع دی یایوم ته (يُحَذِّرُكُمُ اللَّهُ نَفْسَهُ) مخکی تحذیرددوستانی دکافرانو سره متعلق وؤ اودا تحذیرداعمالو دخیرسره تعلق لری -
[۳۱ ] دی آیت کښی ترغیب دی په محبت د اللّه تعالٰی په ذریعه دتابعدارئ د نبی ﷺ او تابعدارئ د نبی ﷺ کښی ئی دوه فائدی بیان کړی دی یو محبت د اللّه تعالٰی دوهم مغفرت دگناهونو، په دی آیت کښی رد دی په هغه چا باندی چه دعویٰ کوی دمحبت د اللّه تعالٰی اوخلاف کوی دطریقی د نبی ﷺ نه دغه جاهلان پیران او ملنگان دی - اورد دی په هغه چاچه ثواب غواړی د اللّه تعالٰی نه اودهغه عمل خلاف وی د طریقی نبی ﷺ نه لکه بدعیان ملایان او امیان شول - محبت د اللّه تعالٰی دهغه سره نزدیکت ته وائی - دارنگ د هغه نه امید دثواب لرل - نودارد دی په هغه چاچه اللّه تعالٰی ته وسیله کوی طریقی دشرک اودبدعاتو او حال داچه وسیله اللّه تعالٰی ته تابعداری د نبی ﷺ ده -
فائده: اتباع ویلی کیږی په عمل کښی اوپه طریقه کښی په چاپسی تلل اواطاعت وئیلی کیږی په وینا کښی تابعداری کول یعنی وینا منل -اوکله اطاعت عام مستعملیږی -
[۳۲ ] دی آیت کښی اشاره ده چه داطاعت د اللّه اودرسول نه مخ اړول کفردی په طریقه دانکارکولو اوسپک گنړلو سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>