لَنْ تَنَالُوا ۱۴۹ آلِِ عِمٌران

لَقَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًا مِنْ أَنْفُسِهِمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿۱۶۴﴾ أَوَلَمَّا أَصَابَتْكُمْ مُصِيبَةٌ قَدْ أَصَبْتُمْ مِثْلَيْهَا قُلْتُمْ أَنَّى هَذَا قُلْ هُوَ مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱۶۵﴾ وَمَا أَصَابَكُمْ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعَانِ فَبِإِذْنِ اللَّهِ وَلِيَعْلَمَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۶۶﴾ وَلِيَعْلَمَ الَّذِينَ نَافَقُوا وَقِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا قَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَوِ ادْفَعُوا قَالُوا لَوْ نَعْلَمُ قِتَالًا لَاتَّبَعْنَاكُمْ هُمْ لِلْكُفْرِ يَوْمَئِذٍ أَقْرَبُ مِنْهُمْ لِلْإِيمَانِ يَقُولُونَ بِأَفْوَاهِهِمْ مَا لَيْسَ فِي قُلُوبِهِمْ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يَكْتُمُونَ ﴿۱۶۷﴾

یقیناً‌ احسان کړی دی اللّه تعالٰی په مؤمنانوباندی کله چه رالیږلی دی په دوی کښی رسول دجنس ددوی نه بیانوی دوی ته آیاتونه د اللّه تعالٰی اوپاکوی دوی لره اوښائی دوی ته کتاب (قرآن) اوپوه ددین (سنت) اگرچه دوی ؤو ددی نه مخکښی خامخا په گمراهی ښکاره کښی ﴿۱۶۴﴾
آیا هروخت چه اورسیدو تاسوته مصیبت چه تاسو رسولی دی دوچند دهغی نوتاسی وائی دکوم ځای نه دادی؟ اوایه: چه دادطرف دنفسونوستاسونه دی یقیناً اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی قدرت لری ﴿۱۶۵﴾
اوهغه مصیبت چه رسیدلی دی تاسوته په هغه ورځ چه مخامخ شوی دواړه لښکری پس داپه حکم د اللّه تعالٰی دی اودی دپاره چه ښکاره کړی مؤمنان ﴿۱۶۶﴾
اودی دپاره چه ښکاره کړی هغه کسان چه منافقت کړی دی اوویلی شوی دی دوی ته راشئ‌ جنگ اوکړئ په لاره د اللّه تعالٰی کښی یادفع کړئ‌ دشمن، دوی ویل: که پوهیدلی مونږ په جنگ خامخابه تابعداری کړی وی ستاسو دوی کفرته په دی ورځ زیات نزدی دی په نسبت ددوی ایمان ته: وائی دوی په خولی خپلوباندی هغه چه نیشته په زړونوددوی کښی ، او اللّه تعالٰی ښه پوهه دی په هغه څه دوی ئی پټوی ﴿۱۶۷﴾

[۱۶۴] په دی کښی بل صفت د نبی ﷺ دی اوداپه شان ددلیل دی دپاره دمخکښی آیت یعنی نبی خیانت گرنشی کیدی ځکه چه دهغه بعثت خو احسان اللّه تعالٰی دی اوپه خیانت گرسره احسان نه راځی اودهغه څلورفرایض ئی ذکرکړی دی اشاره دیته چه دهرعالم اودامیر دمسلمانانو هم دغه ذمه داری ده - اوداپه سورة بقره په (۱۵۱،۱۲۹) کښی تیرشوی دی سره دتفسیرنه -
فائده: داآیت دلیل دی چه نبی بشروؤ څوک چه دهغه دبشریت نه منکروی یاپه هغی کښی شک کوی نوددی آیت نه منکردی صاحب دروح المعانی داسی لیکلی دی -
[۱۶۵] په دی دری آیاتونوکښی دهزیمت احد نورحکمتونه او سببونه ذکر کوی دپاره دجواب دسوال دمنافقانو (مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِكُمْ) ستاسودعملونودوجی نه لکه چه په (۱۵۲) کښی ذکرشول -
[۱۶۶] په دی آیت کښی دهزیمت بله وجه ذکرشویده (فَبِإِذْنِ اللَّهِ) مراد ددی نه قضا اوتقدیر د اللّه تعالٰی دی -
[۱۶۷] په دی کښی ئی دهزیمت نوری وجی ذکرکړی دی (أَوِ ادْفَعُوا) دادقتال بله وجه ده چه تکثیر دلښکر او اودفاع کول هم جهاد دی (لَوْ نَعْلَمُ) مراد دادی چه که مونږپوهیدلی چه داجهاد فی سبیل اللّه دی نومونږبه تاسو سره پکښی شرکت کړی وی یادامطلب دی که پوهیدلی مونږپه طریقه دجهاد باندی نومونږبه تاسو سره ملگرتیا کړی وی اوپه دی آیت کښی دمنافقانو څلوقبائح ذکر دی (هُمْ لِلْكُفْرِ يَوْمَئِذٍ) کله منافق په اظهاردقول یاعمل دکفرسره کفرته ښه نيزدی شی -