لَنْ تَنَالُوا ۱۵۰ آلِِ عِمٌران

الَّذِينَ قَالُوا لِإِخْوَانِهِمْ وَقَعَدُوا لَوْ أَطَاعُونَا مَا قُتِلُوا قُلْ فَادْرَءُوا عَنْ أَنْفُسِكُمُ الْمَوْتَ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۱۶۸﴾ وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ ﴿۱۶۹﴾ فَرِحِينَ بِمَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَيَسْتَبْشِرُونَ بِالَّذِينَ لَمْ يَلْحَقُوا بِهِمْ مِنْ خَلْفِهِمْ أَلَّا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۱۷۰﴾ يَسْتَبْشِرُونَ بِنِعْمَةٍ مِنَ اللَّهِ وَفَضْلٍ وَأَنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۷۱﴾

داهغه کسان دی چه وائی په باره درونړو خپلو کښی اوناست دی (دجهادنه) که دوی ځمونږه خبره منلی نه به ؤو وژلی شوی اوایه پس دفع کړئ دخپل ځانونونه مرگ که تاسو رشتینی ئی ﴿۱۶۸﴾
اوگمان مه کوه په هغه کسانوچه اووژلی شول په لارد اللّه تعالٰی کښی مړه (دعامومړوپه شان) بلکه دوی ژوندی دی نزدی دی رب خپل ته رزق ورکیدی شی دوی ته ﴿۱۶۹﴾
خوشحالیږی په هغه څه ورکړی دی دوی ته اللّه تعالٰی دفضل خپل نه اوزیری به آخلی په باره دهغه کسانو کښی چه نه دی رسیدلی دوی ته دروستو ددوی نه چه نه به وی ویره په دوی باندی اونه به دوی خفه کیږی ﴿۱۷۰﴾
زیری به اخلی په نعمت د اللّه تعالٰی اوپه فضل سره اویقیناً‌ اللّه تعالٰی نه بربادوی ثواب دایمان والو ﴿۱۷۱﴾

[۱۶۸] په دی آیت کښی یوقباحت ذکر دی (لِإِخْوَانِهِمْ) مراد ددی نه قومی رورولی ده -
[۱۶۹] هرکله چه مخکښی آیت کښی بیان شوه چه دوی شهادت فی سبیل اللّه معمولی شی گنړلو نوپه دی آیت کښی دشهیدانو لوئی شان بیانوی دپاره درد په گمان دمنافقانوباندی ددی وجی نه دلته په اول کښی ئی اوفرمایل (وَلَا تَحْسَبَنَّ) یعنی دوی داسی مړه نه دی چه دلذتونو او اودمزونه محرومه دی بلکه پس دمرگ نه دوی لره برزخ کښی مزی دی اودابرزخی ژوند دشهیدانودپاره اعلیٰ دی اوانبیاء علیهم السلام لره ددی نه زیات دی اودیته روحانی ژوند هم وئیلی کیږی اوکله کله ددی اثرپه بدن باندی داسی اوشی چه بدن‌ ئی دخاورو کیدلو بچ کړی شی - اوددی زیاته تشریح په سورة بقره (۱۵۴) کښی تیره شوی ده (يُرْزَقُونَ) ددینه هم برزخی رزق مراد دی اوددی حقیقت او تفصیلاتو نه اللّه تعالٰی خبردی - په دی آیت کښی دبشارت څلور نکتی ذکرکړی دی -
[۱۷۰] په دی آیت کښی دبشارت دوه نکتی ذکردی مطلب دادی چه ددوی اهل وعیال اوتعلق دار چه هغوی هم دایمان اوتوحیدپه عقیده باندی دی لیکن محنت اوجهاد ئی ددوی په شان نه دی کړی نو اللّه تعالٰی به هغوی هم جنت ته داخل کړی اودوی له به دهغوی په باره کښی زیری ورکوی په (لَّا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ) سره -
[۱۷۱] په دی کښی هم دبشارت دری خبری ذکر کوی - نعمت دادی چه اجر به ورته پوره ملاویږی اوفضل دادی چه زیاتی به ورکوی او (وَأَنَّ اللَّهَ) یعنی دثواب کمی اوورکیدل به نه وی -