لَنْ تَنَالُوا ۱۵۱ آلِِ عِمٌران

الَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِلَّهِ وَالرَّسُولِ مِنْ بَعْدِ مَا أَصَابَهُمُ الْقَرْحُ لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا مِنْهُمْ وَاتَّقَوْا أَجْرٌ عَظِيمٌ ﴿۱۷۲﴾ الَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَانًا وَقَالُوا حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ ﴿۱۷۳﴾ فَانْقَلَبُوا بِنِعْمَةٍ مِنَ اللَّهِ وَفَضْلٍ لَمْ يَمْسَسْهُمْ سُوءٌ وَاتَّبَعُوا رِضْوَانَ اللَّهِ وَاللَّهُ ذُو فَضْلٍ عَظِيمٍ ﴿۱۷۴﴾ إِنَّمَا ذَلِكُمُ الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءَهُ فَلَا تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ ﴿۱۷۵﴾

هغه کسان چه منلی دی حکم د اللّه تعالٰی اودرسول روستودهغی نه چه رسیدلی دی دوی ته زخم، دپاره دهغه چاچه ښائسته عمل ئی کړی دی ددوی نه اویره ئی کړی ده ثواب لوی دی ﴿۱۷۲﴾
داهغه کسان دی چه اویل دوی ته خلقو (جاسوس) یقیناً‌ کافرانو خلقو جمع کړی دی ستاسو دمقابلی دپاره (ډیری لښکری) پس اوویریږی ددوی نه پس زیات ئی کړو دوی لره ایمان - اویل دوی: پوره دی مونږله اللّه تعالٰی اوښه کارساز دی ﴿۱۷۳﴾
پس واپس شودوی په نعمت د اللّه تعالٰی اوپه فضل سره نه ؤو رسیدلی دوی ته هیڅ تکلیف اوتابعداری ئی اوکړه درضا د اللّه تعالٰی او اللّه تعالٰی لوی فضل والا دی ﴿۱۷۴﴾
یقیناً‌ دا (جاسوس) شیطان دی ویره وی تاسو دملگرو خپلونه پس مه ویریږئ دهغوی نه او اویریږی ځما نه ځکه چه تاسو مؤمنان ئی ﴿۱۷۵﴾

[۱۷۲] داحد نه روستو ابوسفیان (چه دمشرکانودلښکرمشروؤ) حمراء الاسد مقام ته اورسیدو ، پس هلته کښی ئی ملگروته اوئیل چه ددی مسلمانانو بیخ کند کول په کاروؤ ددی دپاره واپس تلل ضروری دی - لیکن ددوی زړونوکښی رعب راغی نوواپس نشول خوجاسوس ئی مدینی ته دمسلمانانو دویره ولو لپاره راولیږلو- نبی ﷺ چه خبرشو هغه مؤمناتوته بیا د جهاد اعلان اوکړو هغوی سره دزخمونونه لبیک اوئیل اوهغی ځای (حمراء الاسد مقام) ته اورسیدلو ، مشرکان تختیدلی وؤ دوی په ډیروفائدو او ثوابونو سره واپس شول دیته مؤرخینو بدر ثانیه هم وئیلی دی اوپه دی آیت کښی بشارت دی مجاهدینوته اوعظمت شان دصحابؤ دی (مِنْهُمْ) دا مِن بیانی دی ځکه چه دغه صحابه کرام ټول په احسان دتقویٰ سره موصوف وؤ -
[۱۷۳] ددجاسوس دمشرکانو دروغ پراپیگنډه وه صحابه کراموباندی هیڅ رعب رانغی او (حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ) ئی اویل - اودا کلمه ابراهیم علیه السلام هغه وخت وئیلی وه چه اورته غورځولی کیدو، دادنجات کلمه ده او کلمه دتوحید ده (النَّاسُ) ددی مه مراد جاسوس دی (إِنَّ النَّاسَ) ددی نه مراد مشرکین مکه دی (فَزَادَهُمْ إِيمَانًا) دادلیل دی چه په ایمان کښی زیاتی راځی که نفس ایمان وی اوکه اعمال وی -
[۱۷۴] نعمت د اللّه تعالٰی ثواب دجهاد دی ، اوفضل داچه په تجارت کښی ډیره نفع وشوه -
[۱۷۵] (يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءَهُ) اوله معنیٰ داده ویروی تاسولره ددوستانو خپلونه اودوهمه معنیٰ داده ویره وی ملگری خپل یعنی منافقان (وَخَافُونِ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ ) داخوف چه غالب وی په خوف شیطانی باندی اوجهاد کوی داخوف نفس ایمان دی -