وَلَا يَحْزُنْكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لَنْ يَضُرُّوا اللَّهَ شَيْئًا يُرِيدُ اللَّهُ أَلَّا يَجْعَلَ لَهُمْ حَظًّا فِي الْآخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۱۷۶﴾ إِنَّ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الْكُفْرَ بِالْإِيمَانِ لَنْ يَضُرُّوا اللَّهَ شَيْئًا وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۱۷۷﴾ وَلَا يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ خَيْرٌ لِأَنْفُسِهِمْ إِنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ لِيَزْدَادُوا إِثْمًا وَلَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ ﴿۱۷۸﴾ مَا كَانَ اللَّهُ لِيَذَرَ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى مَا أَنْتُمْ عَلَيْهِ حَتَّى يَمِيزَ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُطْلِعَكُمْ عَلَى الْغَيْبِ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَجْتَبِي مِنْ رُسُلِهِ مَنْ يَشَاءُ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَإِنْ تُؤْمِنُوا وَتَتَّقُوا فَلَكُمْ أَجْرٌ عَظِيمٌ ﴿۱۷۹﴾
اونه دی خفه کوی تاهغه کسان چه جلتی کوی په کارونو دکفرکښی یقیناً دوی چیری ضررنشی ورکولی اللّه تعالٰی ته هیڅ ، غواړی اللّه تعالٰی چه ورنکړی دوی لره برخه په آخرت کښی - اودوی لره عذاب لوی دی ﴿۱۷۶﴾
یقیناً هغه کسان چه اخیستی دی کفر په بدله دایمان کښی چیری ضرر نشی ورکولی اللّه تعالٰی لره هیڅ اودوی لره عذاب دردناک دی ﴿۱۷۷﴾
اوگمان دی نه کوی کافران چه مهلت ورکول ځما دوی لره غوره دی دپاره دځانونوددوی یقیناً مهلت ورکؤو مونږ دوی لره ددی دپاره چه زیات شی گناه ددوی ، اودوی لره عذاب شرمؤونکی دی ﴿۱۷۸﴾
نه کوی اللّه تعالٰی چه پریږدی مؤمنانولره په هغه حال (گډوډ) باندی چه تاسوپه هغی يئ، تردی چه جداکړی پلیت (منافق) دپاک (مخلص) نه اونه دی اللّه تعالٰی چه خبرکړی تاسو په پټوخبروباندی ، اولیکن اللّه تعالٰی غوره کوی درسولانوخپلونه څوک چه اوغواړی، پس ایمان راوړئ په اللّه تعالٰی اوپه رسولانودهغه اوکه ایمان راوړی تاسو اوځان بچ کړئ دنفاق نه پس تاسوله ثواب لوی دی ﴿۱۷۹﴾
[۱۷۶] دا تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته (يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ) دکفردپاره جنگونه کوی اوداښکاره کافر دی (لَنْ يَضُرُّوا اللَّهَ) اللّه تعالٰی او دهغه دین ته هیڅ نقصان نشی رسولی (يُرِيدُ اللَّهُ) یعنی مسارعت ددوی په کارونودکفرکښی سبب گرځوی اللّه تعالٰی دمحروم کیدلو ددوی دثواب آخرت نه -
[۱۷۷] په دی آیت کښی منافقان مراد دی (اشْتَرَوُا الْكُفْرَ) اشتراء په معنیٰ دغوره کولو ده اوداسی صفت ددوی په سورة بقره (۱۶) کښی ذکو وؤ -
[۱۷۸] دازوزنه ده کافرانو ته اوجواب دسوال دی چه کافرانو له عمرونه او مالونه ولی ورکړی شوی دی؟ (لِيَزْدَادُوا إِثْمًا) یعنی په مهلت ورکولوسره غفلت پیداشی اوپه غفلت سره گناهونه ډیریږی -
[۱۷۹] دادسوال جواب دی چه دامصیبتونه په مؤمنانوباندی ولی راځی؟ اوجهادولی فرض شوی دی؟ جواب اوشوچه داتمیزدمنافق او مخلص دپاره دی (مَا أَنْتُمْ عَلَيْهِ) گډوډحالت مراد دی (وَمَا كَانَ اللَّهُ) دادبل سوال جواب دی سوال داچه اللّه تعالٰی مصیبتونه ولی راولی؟ خواللّه تعالٰی دِمنافقان مونږته اوخائی؟ جواب اوشو چه داغیب دی او اللّه تعالٰی غیب چاله نه ورکوی (لَكِنَّ اللَّهَ يَجْتَبِي) دادسوال جواب دی سوال دادی چه انبیاء چه کله دبعضی غیبوخبرونه ورکوی نودوی غیب دان شول؟ جواب دادی چه داپه وحی سره خبرورکوی ، دی ته اجتباء وائی علم غیب نه دی (الْغَيْبِ) الف لام په دی کښی عهدی دی مرادترینه جدائی ده دمؤمن اومنافق په تفصیل سره (وَلَكِنَّ) دااستثناء منقطع ده -
فائده: دآ آیت دلالت کوی چه په مدینه کښی په آخری وقت کښی اللّه تعالٰی منافقان دمخلصینونه جدا کړی وؤ -