لَنْ تَنَالُوا ۱۵۳ آلِِ عِمٌران
وَلَا يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُوا بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلِلَّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ﴿۱۸۰﴾ لَقَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ فَقِيرٌ وَنَحْنُ أَغْنِيَاءُ سَنَكْتُبُ مَا قَالُوا وَقَتْلَهُمُ الْأَنْبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَنَقُولُ ذُوقُوا عَذَابَ الْحَرِيقِ ﴿۱۸۱﴾ ذَلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيكُمْ وَأَنَّ اللَّهَ لَيْسَ بِظَلَّامٍ لِلْعَبِيدِ ﴿۱۸۲﴾
اوگمان دِ نه کوی هغه کسان چه شومتیاکوی په هغه مال چه ورکړی دی دوی ته اللّه تعالٰی دفضل نه چه داغوره دی دوی لره، بلکه دابددی دوی لره، زردی ددوی غاړی ته به واچولی شی هغه شی چه شومتیاکوی دوی په هغی په ورځ دقیامت - اوخاص اللّه تعالٰی لره دی آخری پاتی کیدل د آسمانونو اوځمکی او اللّه تعالٰی په هغه عملونوچه تاسوکوۍ خبردار دی ﴿۱۸۰﴾
یقیناً واوریده اللّه تعالٰی وینادهغه کسانو چه دوی وائی بیشکه اللّه تعالٰی محتاج دی اومونږمالداریو خامخا لیکومونږهغه چه دوی وائی اووژل دوی پبغمبرانو لره بغیردجرم شرعی نه او اوبه وایو مونږ اوڅکئ عذاب داور سوزوونکی ﴿۱۸۱﴾
داعذاب په سبب دهغه عمل دی چه مخکښی لیږلی دی لاسونو ددوی ، یقیناً اللّه تعالٰی نه دی ظلم والا په بندگانوباندی ﴿۱۸۲﴾
[۱۸۰] دازورنه ده منافقانوته دهغوی په بخل باندی اوتخویف اخروی دی - بخل دادی چه فرض اوواجب ځایونوکښی خرچ نه کوی اودجهادپاره هم خرچ نه کوی (سَيُطَوَّقُونَ) ددی تفسیرپه حدیث کښی دی چه دامال به په شکل دگنجی خامار جوړکړی شی اودده غاړی ته به واچولی شی اودده وخکی به اوشلوی اووائی به ځه ستامال یم خزانه یم (وَلِلَّهِ مِيرَاثُ) دلیل دی چه وارث دټول عالم صرف اللّه تعالٰی دی مرادترینه آخری مالک دی چه په هغه باندی فنانه راځی نوداچه جاهلان وائی اللّه اونبی وارث ، نودا دشرک خبره ده -
[۱۸۱] ددی آیت نه ددی حصی دوهم باب دی تر (۱۸۸) پوری په دی کښی دری قباحتونه دکتابیانو ذکرکوی چه ددینه ځاب بچ کړئ (۱) د اللّه تعالٰی بی ادبی (۲) درسول نه انکارپه دروغ بهانی سره (۳) حق پټول، هرکله چه مخکښی آیت کښی دبخل کوؤنکو بدی بیان شوه اومقصد دهغی ترغیب وؤ چه د اللّه تعالٰی دپاره خرچ اوکړئ نودوی اعتراض اوکړو چه آیا اللّه تعالٰی غریب دی او مونږمالدار یو؟ پوهه خلقوپه طریقه داستفهام سره وئیل اوناپوه خلقو عقیدةً وئیل (لَقَدْ سَمِعَ) دلته دسخت زورنی دپاره دی (سَنَكْتُبُ مَا قَالُوا) مراددی نه کتابت دی په ذریعه دکراماً کاتبین سره -
[۱۸۲] دعذاب دوه سببه دی یوددوی عملونه اودوهم د اللّه تعالٰی عدل (عدم ظلم) دی (بِظَلَّامٍ) صیغه دمبالغی نه ده بلکه په معنیٰ دظلم سره دی -