لَنْ تَنَالُوا ۱۵۴ آلِِ عِمٌران
الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ عَهِدَ إِلَيْنَا أَلَّا نُؤْمِنَ لِرَسُولٍ حَتَّى يَأْتِيَنَا بِقُرْبَانٍ تَأْكُلُهُ النَّارُ قُلْ قَدْ جَاءَكُمْ رُسُلٌ مِنْ قَبْلِي بِالْبَيِّنَاتِ وَبِالَّذِي قُلْتُمْ فَلِمَ قَتَلْتُمُوهُمْ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۱۸۳﴾ فَإِنْ كَذَّبُوكَ فَقَدْ كُذِّبَ رُسُلٌ مِنْ قَبْلِكَ جَاءُوا بِالْبَيِّنَاتِ وَالزُّبُرِ وَالْكِتَابِ الْمُنِيرِ ﴿۱۸۴﴾ كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَمَنْ زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ ﴿۱۸۵﴾
داهغه کسان دی چه وائی دوی یقیناً اللّه تعالٰی حکم کړی دی مونږته چه ایمان به نه راوړو په رسول باندی تردی چه راوړی قربانی چه خوری هغی لره اور ، اوایه یقیناً راغلي دی تاسوته ډیررسولان ځمانه مخکښی په ښکاره دلیلونو سره اوپه هغه شی چه تاسو وائی پس ولی تاسو وژل دوی لره که تاسو رشتینی ئی ﴿۱۸۳﴾
پس که دوی تاته دروغژن وائی (صبرکوه) چه دروغژن وئیلی شوی دی ډیرو رسولانو ته ستانه مخکښی راوړی ؤو هغوی ښکاره دلیلونه (عقلی) اوواړه کتابونه اولوی کتاب رنړا کؤونکی ﴿۱۸۴﴾
هرساه والا څکونکی دمرگ دی، اویقیناً پوره به ورکړی شی تاسوته ثوابونه ستاسو په ورځ دقیامت، پس څوک چه لری کړی شو داورنه او داخل کړی شو جنت ته پس یقیناً کامیاب شو، اونه دی ژوند دنیوی مگرسامان ددهوکی دی ﴿۱۸۵﴾
[۱۸۳] دادوهم قباحت ددوی ذکرکوی دوی دآخری رسول نه په یودروغ عذر سره انکار کوؤ چه زمونږپه کتاب کښی داحکم دی چه دهررسول قربانی به په اور سره سوزی، اوددی رسول قربانی په فقیرانو تقسیم کیږی په دی کښی مقصد ددوی مخالفت کول وؤ دانفاق فی سبیل اللّه نه اوداباطل ځکه دی چه تورات کښی ددی لفظ سره د بنی اسرائیل ذکر وؤ یعنی نبی دبنی اسرائیلودانښه ده لیکن دوی د مقید نه مطلق جوړکړی وؤاو لفظ دبنی اسرائیلو ئی لری کړو (بِقُرْبَانٍ) هرهغه څیزچه په هغی سره اللّه تعالٰی ته نزدیکت حاصلیږی اواکثراستعمالیږی په مالی صدقاتو کښی -
[۱۸۴] په دی کښی تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته (بَيِّنَاتِ) هغه دلیلونه عقلی یقینی دی داثبات دمسئلی دتوحید دپاره (زُّبُرِ) هغه کتابونه چه په هغی کښی وعظونه دی اوتخویف زجرونه دی اودادلیل نقلی ته اشاره ده (وَالْكِتَابِ الْمُنِيرِ ) غټ کتاب د اللّه تعالٰی دی چه مشتمل دی په احکاموباندی اوپه دی کښی اشاره ده دلیل وحی ته - دارنگ بَيِّنَاتِ دعامو خلقو دپاره وی اوزبرددرمیانه خلقو دپاره دی اوکتاب منیردخاص خلقودپاره دی -
[۱۸۵] ددی آیت په اوله جمله کښی تشجیع ده په جهاد باندی اوپه آخره جمله کښی ترغیب دی دانفاق فی سبیل اللّه ، اوپه مینځ کښی زیری دی دپاره دصبرناکومجاهدینو (مَتَاعُ الْغُرُورِ) یعنی محبت دژوند دنیوی غفلت پیدا کوی داعمالو دآخرت نه (كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ) په دی کښی هم تردید دی په عقیده نصاریٰ باندی هغوی وائی چه مرگ راتلل نتیجه دگناهونو ده نودوی وائی چه کوم حق نبی اوولی وی نوپه هغوی باندی مرگ نه راځی نفس، په معنیٰ دساوالا (جاندار) موت، روح جداکیدل دبدن نه اوداجدائی مرگ دبدن اوروح دواړو ده -