لَنْ تَنَالُوا ۱۵۵ آلِِ عِمٌران
لَتُبْلَوُنَّ فِي أَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ وَلَتَسْمَعُنَّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُوا أَذًى كَثِيرًا وَإِنْ تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا فَإِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ ﴿۱۸۶﴾ وَإِذْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلَا تَكْتُمُونَهُ فَنَبَذُوهُ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ وَاشْتَرَوْا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَبِئْسَ مَا يَشْتَرُونَ ﴿۱۸۷﴾ لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَفْرَحُونَ بِمَا أَتَوْا وَيُحِبُّونَ أَنْ يُحْمَدُوا بِمَا لَمْ يَفْعَلُوا فَلَا تَحْسَبَنَّهُمْ بِمَفَازَةٍ مِنَ الْعَذَابِ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۱۸۸﴾ وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱۸۹﴾ إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لَآيَاتٍ لِأُولِي الْأَلْبَابِ ﴿۱۹۰﴾
خامخا ازمیښت به اوکړی شی په تاسوباندی په مالونوستاسوکښی اونفسونوستاسوکښی اوخامخابه واورئ تاسو دهغه کسانونه چه ورکړی شوی ورته کتاب مخکښی ستاسونه اوهغه کسانونه چه شرک ئی کړی دی بده وینا ډیره اوکه صبراوکړو تاسو اوځان هم بچ کړو دگناه نه پس یقیناً داد پخو (اودضروری) کارونو نه دی ﴿۱۸۶﴾
اوکوم وخت چه واخیستو اللّه تعالٰی پوخ لوظ دهغه کسانونه چه ورکړی شوی دی دوی ته کتاب خامخا تشریح به کوئ ددی خلقوته اونه به پټوی دی لره پس اوغورځوو دوی دشاگانو خپلونه اوواخیستو دوی په هغی سره عوض لږ (دنیا) پس بد دی هغه چه دوی اخلی ﴿۱۸۷﴾
گمان مه کوه په هغه کسانو چه خوشحالیږی په هغه کارچه کوی (حق پټول) اوغواړی چه صفت اوکړی شی ددوی په هغه کارچه دوی نه دی کړی پس گمان مه کوه په دوی باندی په بچ کیدلوسره دعذاب نه ، اودپاره ددوی عذاب دردناک دی ﴿۱۸۸﴾
اوخاص اللّه تعالٰی لره بادشاهی دآسمانونو اود ځمکی ده او اللّه تعالٰی په هرڅیزقدرت والا دی ﴿۱۸۹﴾
یقیناُ په پیدائش دآسمانونو اودځمکه کښی اوتلوراتلو دشپی اوورځ کښی ډیردلیلونه دی صفا عقل والؤلره ﴿۱۹۰﴾
[۱۸۶] دی آیت کښی هم تشجیع ده به جهاد اوانفاق فی سبیل اللّه باندی (عَزْمِ الْأُمُورِ) هغه کارونه چه په شرع کښی فرض وی اوانبیاء په هغی باندی عمل کړی وی (أَذًى كَثِيرًا) کنځل کول بهتانونه تړل اوددین په باره کښی باطل اعتراضونه کول داخل دی په اذی کښی -
[۱۸۷] په دی کښی بیان ددریم قباحت دی چه هغه کتاب اللّه پټول دی اوپه هغی دنیا گټل دی (فَنَبَذُوهُ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ) شاته غورځولو نه مراد عمل پریخودل دی اوحکم ددی ایتونو ددی امت علماؤ ته هم شامل دی چه حق پټوی اوحق نه بیانوی اودحق په بدله کښی دنیاغوره کوی (لَتُبَيِّنُنَّهُ) تبیان پوره شرح کولو ته وئیلی شی صرف معنیٰ اوترجمه کول تبیان نه دی -
[۱۸۸] دی آیت کښی هم زورنه ده پټوونکو دحق ته چه حق پټوی اوطمع لری چه خلق دِ مونږته حق پرست اوائی (يَفْرَحُونَ) مراد ددی نه خوشحالی دتکبرکولو ده (بِمَا أَتَوْا) مراد ددی نه حق پټول او دنیاپرستی کول دی (بِمَا لَمْ يَفْعَلُوا) حق ښکاره کول یعنی حق ئی نه دی بیان کړی اوخیال ئی دادی چه خلق دِ مونږ ته حق پرست اوائی -
[۱۸۹] ددی ځای نه ترآخره پوری دریم باب دی په دی کښی اعاده دڅلورو مضامینو ده - توحید، رسالت ، انفاق اوصفات دنیکانو دی لس، اوڅلوردعاگانی دی - په دی آیت کښی مسئله دتوحید ده چه واکدار او اختیارمند صرف اللّه تعالٰی دی اورد دی په شرک فی التصرف باندی -
[۱۹۰] په دی آیت کښی دلیل عقلی دی په توحید باندی (لَآيَاتٍ) دتوحید او دحکمت اوقدرت اوحاکمیت دهغه دلیلونه دی (لِأُولِي الْأَلْبَابِ) خالص او پاک عقل والا ددوی دپاره مختصردلیلونه کافی دی اوعام عقل والادپاره تفصیل ضروری دی لکه په سورة بقره (۱۶۴) کښی -