لَنْ تَنَالُوا ۱۵۶ آلِِ عِمٌران
الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللَّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَى جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذَا بَاطِلًا سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ ﴿۱۹۱﴾ رَبَّنَا إِنَّكَ مَنْ تُدْخِلِ النَّارَ فَقَدْ أَخْزَيْتَهُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ ﴿۱۹۲﴾ رَبَّنَا إِنَّنَا سَمِعْنَا مُنَادِيًا يُنَادِي لِلْإِيمَانِ أَنْ آمِنُوا بِرَبِّكُمْ فَآمَنَّا رَبَّنَا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَكَفِّرْ عَنَّا سَيِّئَاتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ الْأَبْرَارِ ﴿۱۹۳﴾ رَبَّنَا وَآتِنَا مَا وَعَدْتَنَا عَلَى رُسُلِكَ وَلَا تُخْزِنَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّكَ لَا تُخْلِفُ الْمِيعَادَ ﴿۱۹۴﴾
دوی داسی خلق دی چه یادوی اللّه تعالٰی په ولاړی اوپه ناستی اوپه ډډو خپلوباندی اوفکرکوی په پیدائش دآسمانونو اودځمکه کښی (وائی دوی) ای ربه ځمونږنه دی پیداکړی تا دابی فائدی پاکی ده ستا پس بچ کړی مونږدعذاب داورنه ﴿۱۹۱﴾
ای ربه ځمونږ یقیناً ته څوک چه داخل کړی اورته پس یقیناً اوشرموؤ تا هغه لره اونیشته ظالمانولره هیڅ مددگاران ﴿۱۹۲﴾
ای ربه ځمونږ یقیناً مونږواوریدو یو آوازکؤونکی چه آواز کوی ایمان ته چه ایمان راوړئ په رب خپل پس ایمان راوړو مونږ - ای ربه ځمونږ پس اوبخی مونږته گناهونه ځمونږ اولری کړی زمونږ به بدئ ځمونږ اومرگ راولی په مونږپه ملگرتیا دنیکانوکښی ﴿۱۹۳﴾
ای ربه ځمونږاوراکړی مونږته هغه چه تاوعده کړی ده مونږسره په ژبه درسولانو ستا اومه شرموی مونږ په ورځ دقیامت یقیناً ته خلاف نه کوی دوعدی نه ﴿۱۹۴﴾
[۱۹۱] په دی کښی پنځه صفات دی (۱) ذکرد اللّه تعالٰی په ولاړی (۲) په ناستی (۳) په ډډه (۴) فکرکول (۵) دعاگانی غوختل (قِيَامًا وَقُعُودًا) مراد ددی نه ذکرد الٰهی همیشه کول دی ځکه چه دانسان اکثردغه دری حالتونه وی - یامراد دذکرنه لمونځ کول دی اودا دری حالتونه په اعتبار دصحت اومرض سره دی (يَتَفَكَّرُونَ) تفکر نه مراد دلیلونه او حکمتونه راویستل دی (رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ) ددی په سرکښی یقولون پټ مراد دی اودا نتیجه دفکر صحیح ده (فَقِنَا) اشاره ده چه توحید (سُبْحَانَكَ) سبب دی دبچ کیدلو دجهنم نه -
[۱۹۲] دوهمه دعا ده مقصد ترینه بچ کول دی دجهنم نه - اشاره ده چه شرک سبب دی دخزیان (شرمندگئ په جهنم کښی) اولفظ دظالمین کښی هم مشرکان مراد دی یعنی یااللّه مونږدشرک نه بچ اوساتی -
[۱۹۳] منادی قرآن او نبی ﷺ دی او دهغوی خلاصه ایمان اوتوحید دی (سَيِّئَاتِنَا) بدحالت ته وائی که گناهونه وی اوکه سختئ وی (تَوَفَّنَا مَعَ الْأَبْرَارِ) په دی کښی مراد طلب دمرگ نه دی بلکه مراد دادی چه مونږپه صحبت دنیکانوکښی لری ترمرگ پوری - اوپس دمرگ نه زمونږارواح دنیکانوسره په علیین کښی اوساتی -
[۱۹۴] (آتِنَا مَا وَعَدْتَنَا) مراد دادی چه مونږ حق دار اوگرځوی دجنت په آخرت کښی اودنصرت په دنیا کښی اوشفاعت دآخرت هم پکښی داخل دی -