وَالْمُحْصَنَاتُ ۱۸۶ النِّســاء

وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَنْ يَقْتُلَ مُؤْمِنًا إِلَّا خَطَأً وَمَنْ قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَأً فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ وَدِيَةٌ مُسَلَّمَةٌ إِلَى أَهْلِهِ إِلَّا أَنْ يَصَّدَّقُوا فَإِنْ كَانَ مِنْ قَوْمٍ عَدُوٍّ لَكُمْ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ وَإِنْ كَانَ مِنْ قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِيثَاقٌ فَدِيَةٌ مُسَلَّمَةٌ إِلَى أَهْلِهِ وَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ تَوْبَةً مِنَ اللَّهِ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿۹۲﴾ وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا ﴿۹۳﴾

اونه دی جائز مؤمن لره چه ووژنی مؤمن مگر که اوژنی په خطا (نوحکم دهغی واوری) اوچاچه قتل کړومؤمن لر ه په خطاسره پس په ده باندی آزادول د مرئی مؤمن دی اودیت دی سپارلی شوی وارثانو دهغه ته مگرکه هغوی صدقه اوکړی (په معاف کولو ددیت) پس که وی (مقتول) دداسی قوم نه چه په مینځ ستاسو او مینځ ددوی کښی پخه وعده وی پس لازم دی دیت سپارلی شوی وارثانودهغه ته اوآزادول دی دمرئی مؤمن - پس څوک چه نه مومی (مرئی مؤمن) پس ده باندی روژی دی دوه میاشتی پرله پسی آسان تیا ده دطرف د اللّه تعالٰی نه او دی اللّه تعالٰی پوهه حکمتونووالا ﴿۹۲﴾
اوچاچه قتل کړو مؤمن لره په قصد سره پس سزا ددی جهنم دی ډيروخت پوری به وی په هغی کښی اوغضب کړی دی اللّه تعالٰی په هغه باندی اولعنت کړی دی په ده باندی اوتیارکړی دی ده لره عذاب لوی ﴿۹۳﴾

[۹۲] ددی ځای نه دریم باب دی ، باقی شپږاحکام دسیاست ذکرکوی نوداڅلورم حکم دی حکم دقتل خطاء‌ اسلحه ښکاره کوی یا هوائی ډزی کوی اوبنده پری اولگی اومړشی ، یایوتن په دی قصد وژنی چه دا کافرحربی دی اوحال داچه هغه مؤمن وی - په دی داسلام دوجی نه حق داللّه تعالٰی ثابت کیږی چه کفاره ده اودا امر تعبدی دی دگناه دوجی نه نه ده ، ځکه چه خطا کښی گناه نیشته ، اوداراسلام دوجی نه دیت واجب کیږی ، اودیت مسلمانانو وارثانو یا داهل ذمه حق دی اودیت لازم دی په خپلوانودقاتل که دهغوی طاقت نه وی نوبیاپه ده (قاتل) باندی لازم دی اوکه دده طاقت نه وی نوپه بیت المال باندی لازم دی اودیت په دی کښی دوه زره اووه سوه څلویښت تولی تقریباً‌ سپین زر دی یا دهغی موجوده قیمت اوداپه دری کاله کښی اداکیږی - یا سل اوښان دی (إِلَّا خَطَأً) داستثناء منقطع ده (إِلَّا أَنْ يَصَّدَّقُوا) په دی کښی ترغیب دی معافی کولوته چه دا تصدق کول دی (عَدُوٍّ لَكُمْ) مرا ددی نه اهل حرب کافر دی (تَوْبَةً مِنَ اللَّهِ) مراد دتوبی نه تخفیف او آسانتیا ده توبه دگناه مراد نه ده ځکه چه په خطاء کښی گناه نه وی -
[۹۳] قتل عمد گناه کبیره دی ددی پنخه سزاگانی ئی ذکرکړی دی ، څوک چه داحلال گنړی نوهغه کافر وی نودا آیت په باره دهغه چا کښی دی چه داحلال گنړی یا معنیٰ دخَالِداً داده چه ډیروخت به په عذاب کښی وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>