وَالْمُحْصَنَاتُ ۱۸۷ النِّســاء

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَتَبَيَّنُوا وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ أَلْقَى إِلَيْكُمُ السَّلَامَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَعِنْدَ اللَّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ كَذَلِكَ كُنْتُمْ مِنْ قَبْلُ فَمَنَّ اللَّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُوا إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا ﴿۹۴﴾ لَا يَسْتَوِي الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُولِي الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِينَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ عَلَى الْقَاعِدِينَ دَرَجَةً وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَى وَفَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿۹۵﴾ دَرَجَاتٍ مِنْهُ وَمَغْفِرَةً وَرَحْمَةً وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا ﴿۹۶﴾

ای ایمان والو: کله چه سفراوکړئ تاسو په لار د اللّه تعالٰی کښی پس تحقیق کوئ اومه وائی هغه چاته چه پیش کړی تاته کلمه داسلام نه ئی ته مؤمن غواړئ تاسو سامان دژوند دنیوی پس په نزد اللّه تعالٰی غنیمتونه ډیردی دغسی وئ تاسو مخکښی پس احسان اوکړو اللّه تعالٰی په تاسوباندی (په کلکولوسره) پس تحقیق کوئ یقیناً‌ اللّه تعالٰی دی په هغه عملونوچه تاسوکوئ خبردار ﴿۹۴﴾
نه دی برابرناست کسان دمؤمنانونه سیوا دعذروالونه اوجهادکؤونکی په لارد اللّه تعالٰی کښی په مالونوخپلو او ځانونو خپلو سره په ناستو کسانوباندی یودرجه، اوهریوسره وعده کړی ده اللّه تعالٰی دجنت اوغوره والی ورکړی دی اللّه تعالٰی جهادکؤونکولره په ناستوکسانوثواب لوی ﴿۹۵﴾
ډیری درجی دطرف د اللّه تعالٰی نه اوبخنه کول اوخاص رحم او دی اللّه تعالٰی بخنه کوؤنکی رحم کوونکی ﴿۹۶﴾

[۹۴] داپنځم حکم دی د تحقیق دکلمه گو، یعنی په حال دسفردجهاد کښی یوتن کلمه داسلام اوائی (اودکفروشرک کارونه پریږدی) نوتاسوده لره په دی بهانه مه وژنئ چه دی خوکافردی اوداکلمه ئی دځان دبچ کولودپاره ئی ویلی ده دده په حال اللّه تعالٰی عالم دی (كَذَلِكَ كُنْتُمْ) مطلب دادی چه په ابتداء داسلام کښی هم صرف ستاسو نه کلمه داسلام قبوله شوی ده روستو اللّه تعالٰی احسان اوکړو اوتاسوئی په اسلام پاخه کړئ - هان که څوک کلمه د اسلام وائی لیکن تاسودهغه نه کلمه دکفر او شرک واورئ یاکارونه دشرک او کفرکوی نودی منافق اعتقادی دی اودی آیت کښی مطلب داشو چه بادشاه له په کار دی چه رعیت او لښکرله په داسی طریقه تربیت ورکړی (السَّلَامَ) مراد ددی نه کلمه د اسلام ده چه هغه سبب دسلامتیا دی یامراد سلام کول دی په شرعی طریقی سره چه هغه هم شعاردمسلمانئ دی (عَرَضَ) مراد ددی نه غنیمت دی - اودلیل دی چه دنیوی څیزنه ټول اعراض دی -
[۹۵] داترغیب دی دپاره جهاد کولو ربط ددی چه دویری دقتل دمؤمن نه قتال مه پریږدئ‌ - قاعدین دوه قسمه دی یومعذوره دوهم غیرمعذوره نودمجاهدینوپه معذوره باندی یوه درجه فضیلت دی اوپه غیرمعذورباندی ډیری درجی فضیلت دی ددی وجی نه دی آیت کښی دوه کرته دمجاهدینوفضیلت ذکر شو اول کرت یودرجه دوهم کرت ډیردرجات (الْحُسْنَى) مراد ددی نه جنت دی اوقاعدینوسره هم وعده دجنت په سبب دنیت دهغوی سره اودمجاهدینوسره په سبب دعمل دجهاد سره -
[۹۶] دازیری اخروی دی - اوداتفسیر داجرعظیم دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>