وَالْمُحْصَنَاتُ ۱۸۸ النِّســاء
إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُوا فِيمَ كُنْتُمْ قَالُوا كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الْأَرْضِ قَالُوا أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُوا فِيهَا فَأُولَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءَتْ مَصِيرًا ﴿۹۷﴾ إِلَّا الْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ لَا يَسْتَطِيعُونَ حِيلَةً وَلَا يَهْتَدُونَ سَبِيلًا ﴿۹۸﴾ فَأُولَئِكَ عَسَى اللَّهُ أَنْ يَعْفُوَ عَنْهُمْ وَكَانَ اللَّهُ عَفُوًّا غَفُورًا ﴿۹۹﴾
یقیناً هغه کسان چه روح آخلی دهغوی نه ملائک ظلم کؤونکی په خانونوځپلو (په هجرت نه کولو) وائی دوی په څه کښی وئی تاسو - وائی دوی: ؤو مونږکمزوری کړی شوی په ځمکه کښی ، وائی ملائک آیا نه وه ځمکه د اللّه تعالٰی فراخه پس چه هجرت کړی وی تاسو په هغی کښی پس دغه کسان ځای ددوی جهنم دی اوبد دی ځای دگرځیدو داجهنم ﴿۹۷﴾
مگرکمزوری دنارینونه او زنانه اوبچی طاقت نه لری دبهانی اونه پیژنی لار (دهجرت کولو) ﴿۹۸﴾
پس دغه کسان امید (دِ لری) چه اللّه تعالٰی معافی به اوکړی ددوی نه او دی اللّه تعالٰی معافی کؤونکی بخنه کؤونکی ﴿۹۹﴾
[۹۷] داشپږم حکم دی بادشاه او رعیت له په کار دی چه مهاجرینولره ځای ورکړی اودهغوی تعاون اوکړی (فِيمَ كُنْتُمْ) مطلب دادی چه تاسو داللّه تعالٰی بندگی په توحید سره ولی نه کوله - اواظهارد شعائرو داسلام هم ولی نه کوؤ نودوی به جواب کوی چه مونږکمزوری وؤ - اوپه دی آیت کښی حال دزنکدن یا حال دقبر (برزخ) مراد دی (أَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةً) یعنی داسی وطن ته به موهجرت کړی وی چه په هغی کښی په اظهار داسلام باندی پابندی نه وی (فَأُولَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ) دلیل دی چه مؤمن گنهگار دپاره هم سزا دجهنم شته دی هرکله چه اللّه تعالٰی هغه ته معافی اونکړی -
[۹۸] داپه هجرت کښی دمعذورو ذکر دی (حِيلَةً) پټ تدبیرته وئیلی شی اواکثر استعمال ددی لفظ په ناجائزو کارونو کښی کیږی داسی راغب په مفردات کښی لیکلی دی -
[۹۹] دازیری دی اهل عذرته (عَسَى) دطرف د اللّه تعالٰی نه دیقین دپاره استعمالیږی - مشهوره وه چه - الْكَرِيمُ إذا وَعَدَ وَفىٰ -