وَالْمُحْصَنَاتُ ۱۸۹ النِّســاء
وَمَنْ يُهَاجِرْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يَجِدْ فِي الْأَرْضِ مُرَاغَمًا كَثِيرًا وَسَعَةً وَمَنْ يَخْرُجْ مِنْ بَيْتِهِ مُهَاجِرًا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا ﴿۱۰۰﴾ وَإِذَا ضَرَبْتُمْ فِي الْأَرْضِ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ تَقْصُرُوا مِنَ الصَّلَاةِ إِنْ خِفْتُمْ أَنْ يَفْتِنَكُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنَّ الْكَافِرِينَ كَانُوا لَكُمْ عَدُوًّا مُبِينًا ﴿۱۰۱﴾ وَإِذَا كُنْتَ فِيهِمْ فَأَقَمْتَ لَهُمُ الصَّلَاةَ فَلْتَقُمْ طَائِفَةٌ مِنْهُمْ مَعَكَ وَلْيَأْخُذُوا أَسْلِحَتَهُمْ فَإِذَا سَجَدُوا فَلْيَكُونُوا مِنْ وَرَائِكُمْ وَلْتَأْتِ طَائِفَةٌ أُخْرَى لَمْ يُصَلُّوا فَلْيُصَلُّوا مَعَكَ وَلْيَأْخُذُوا حِذْرَهُمْ وَأَسْلِحَتَهُمْ وَدَّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْ تَغْفُلُونَ عَنْ أَسْلِحَتِكُمْ وَأَمْتِعَتِكُمْ فَيَمِيلُونَ عَلَيْكُمْ مَيْلَةً وَاحِدَةً وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِنْ كَانَ بِكُمْ أَذًى مِنْ مَطَرٍ أَوْ كُنْتُمْ مَرْضَى أَنْ تَضَعُوا أَسْلِحَتَكُمْ وَخُذُوا حِذْرَكُمْ إِنَّ اللَّهَ أَعَدَّ لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُهِينًا ﴿۱۰۲﴾
اوچاچه هجرت اوکړوپه لار داللّه تعالٰی کښی اوبه مومی په ځمکه ځایونه داوسیدوډیر اوفراخی، اوڅوک چه اووتو دکورخپل نه هجرت کؤونکی طرف د اللّه تعالٰی اودرسول دهغه ته بیا لاندی کړی ده لره مرگ پس یقیناً اوشو ثواب دده ، د اللّه تعالٰی سره اودی اللّه تعالٰی بخنه کؤونکی رحم کؤونکی ﴿۱۰۰﴾
اوکله چه سفراوکړئ تاسوپه ځمکه کښی پس نیشته په تاسوباندی گناه چه کموئ دلمانځه نه که ویریږئ تاسو چه تکلیف به درکړی تاسولره کافران یقیناً کافران دی تاسو لره دشمنان ښکاره ﴿۱۰۱﴾
اوکله چه ئی ته په دوی کښی پس کوی ته ددوی دپاره لمونځ دجماعت (په وخت دویره کښی) پس اودریږی دِ یوه ډله ددوی نه په تاپسی او اودِنیسی هغوی وسلی خپلی پس کله چه دوی سجده اوکړی (داول رکعت) پس شی ددوی ستاسونه شاته اورادِشی بله ډله چه لمونځ ئی نه وی کړی پس لمونځ دی اوکړی په تاپسی او اودِنیسی بچاؤ خپل او وسلی خپلی ، غواړی هغه کسان چه کفرئی کړی دی چه غافل شئ تاسو دخپلو وسلونه اودسامانانوخپلو نه پس حمله به اوکړی په تاسوباندی حمله یوه (په یوځل) اونیشته گناه په تاسوباندی که وی په تاسوباندی تکلیف دوجی دباران نه یائی تاسو مریضان چه کیږدئ وسلی خپلی اواونیسئ بچاؤ خپل یقیناً اللّه تیارکړی دی کافرانولره عذاب شرمؤونکی ﴿۱۰۲﴾
[۱۰۰] داآیت دلیل دی چه نیک عمل سره نیت صحیحه ملگری وی نواجرملاویږی اگرچه عمل سرته اونه رسی (مُرَاغَمًا) مراد ددی نه داسی ځایونه دی چه کافرخبرشی نوهغه خفه شی (سَعَةً) مراد ددی نه فراخی دژوند ده -
[۱۰۱] دا اووم حکم دی لمونځ په حال دسفرکښی (إِنْ خِفْتُمْ) دالفظ ددی دپاره دی چه دسفرسره حکم دحالت خوف دی ځکه روستوآیت کښی طریقه د صلوٰة ذکر ده اشاره ده چه بادشاه له په کار دی چه اسلامی لښکر دا تربیت ورکړی اگرچه حکم دصلوٰة سفرپه خوف پوری خاص نه دی - (فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ تَقْصُرُوا) په دی کښی رد دی په چاباندی چه قصرکول سبب دگناه گنړی یعنی قصرکول گناه مه گنړی دامطلب نه دی چه قصرکول مباح دی نه بلکه واجب دی -
[۱۰۲] په دی آیت کښی طریقه د صلوٰة خوف ذکرشوی ده په دلیل ددی چه داعطف دی په مخکی آیت باندی اوپه هغه کښی خوف ذکردی، چه یویورکعت دامام سره اویویوبه ځان له کوئ اوپه حال دلمانځه کښی دِ اسلحه ځان سره ساتی اوکه عذرئی وو نووسله دِ کیږدی لیکن بیداربه اوسی ( فَإِذَا سَجَدُوا) ددی نه یورکعت پوره مراد دی اسجده ئی ځکه ذکرکړله چه رکعت پوره کیږی په سجده کولو (فَلْيُصَلُّوا مَعَكَ) مراددی نه آخری رکعت کول دی دامام سره اوهرکله چه دامام لمونځ په دی باندی ختم شو ددی وجه نه ئی دی ته صلوٰة اوئیل (حِذْرَهُمْ) مراددی نه بیداراودریدل یاڅوکیدارساتل دی -