وَالْمُحْصَنَاتُ ۱۹۰ النِّســاء

فَإِذَا قَضَيْتُمُ الصَّلَاةَ فَاذْكُرُوا اللَّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَى جُنُوبِكُمْ فَإِذَا اطْمَأْنَنْتُمْ فَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَوْقُوتًا ﴿۱۰۳﴾ وَلَا تَهِنُوا فِي ابْتِغَاءِ الْقَوْمِ إِنْ تَكُونُوا تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمُونَ وَتَرْجُونَ مِنَ اللَّهِ مَا لَا يَرْجُونَ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿۱۰۴﴾ إِنَّا أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ اللَّهُ وَلَا تَكُنْ لِلْخَائِنِينَ خَصِيمًا ﴿۱۰۵﴾

پس کله چه فارغ شئ‌ دلمانځه نه پس یادوئ اللّه تعالٰی په ولاړی اوپه ناستی اوپه اړخونو خپلو پس کله چه په آرام شئ تاسوپس پابندی کوی دلمانځه یقیناّ لمونځ دی په مؤمنانوباندی فرض وخت په وخت ﴿۱۰۳﴾
اوسستی مه کوئ (دلمانځه دوجی نه) په لټولودقوم (دکافرانوکښی دپاره دجنگ) که يئ‌ تاسودردمند (صبرکوئ) ځکه چه دوی هم دردمند شوی دی لکه چه تاسودردمندیئ‌ اوامید لرئ تاسود اللّه تعالٰی نه هغه چه دوی امید نه لری دهغی اودی اللّه تعالٰی پوهه حکمتونووالا ﴿۱۰۴﴾
یقیناً مونږ نازل کړی دی تاته کتاب په رشتیا ددی دپاره چه ته فیصلی اوکړی په مینځ دخلقو کښی په هغه طریقه چه خودلی ده تاته اللّه تعالٰی اومه کیږه دخیانت گرودپاره طرف دار ﴿۱۰۵﴾

[۱۰۳] ددی آیت یومطلب دادی چه کله دلمانځه نه فارغ شئ‌ نوداللّه تعالٰی ذکر نه په هیڅ حال کښی غفلت مه کوئ اودقضا نه مراد فراغ دی ، دوهم مطلب دادی چه کله لمونځ کوئ په وخت دسخته ویره کښی نوجداجداکوئ څوک په ولاړی څوک په ناستی څوک په ډډه ملاست اومراد دقضانه اداکول دی په وخت دډیری ویره کښی، اوددی آیت نه معلومه ده چه وقت پیژندل دلمانځه دپاره فرض دی - اودهرلمونځ دپاره وقت شرعی هغه دی چه په صحیح حدیث سره ثابت وی نوپه سفرکښی جمع ددوه لمونځونو (ظهراوعصر) په صحیح حدیث سره ثابت ده دارنگ (مغرب اوعشاء‌) ددی آیت سره ئی منافات نیشته دی -
[۱۰۴] داتیزی ده په قتال فی سبیل اللّه باندی چه دلمانځه دوجی نه قتال کښی سستی اونه کړی (إِنْ تَكُونُوا) په دی کښی ترغیب دی قتال ته چه زخم او درد رسیدلوپه وجی سره قتال مه پریږدئ ځکه تاسوسره ددرد نه دثواب مستحق یئ -
[۱۰۵] دا اتم حکم دی چه فیصلی په کتاب اللّه اوسنت د رسول اللّٰه ﷺ سره کوئ‌ اومجرمانوطرفداری اووکالت مه کوئ خطاب رسول اللّٰه ﷺ دی لیکن حکم ټولومسلمانانوته عام دی (بِمَا أَرَاكَ اللَّهُ) په دی کښی سنت د نبی ﷺ ته اشاره ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>