وَالْمُحْصَنَاتُ ۱۹۱ النِّســاء
وَاسْتَغْفِرِ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَحِيمًا ﴿۱۰۶﴾ وَلَا تُجَادِلْ عَنِ الَّذِينَ يَخْتَانُونَ أَنْفُسَهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ مَنْ كَانَ خَوَّانًا أَثِيمًا ﴿۱۰۷﴾ يَسْتَخْفُونَ مِنَ النَّاسِ وَلَا يَسْتَخْفُونَ مِنَ اللَّهِ وَهُوَ مَعَهُمْ إِذْ يُبَيِّتُونَ مَا لَا يَرْضَى مِنَ الْقَوْلِ وَكَانَ اللَّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطًا ﴿۱۰۸﴾ هَا أَنْتُمْ هَؤُلَاءِ جَادَلْتُمْ عَنْهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَمَنْ يُجَادِلُ اللَّهَ عَنْهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَمْ مَنْ يَكُونُ عَلَيْهِمْ وَكِيلًا ﴿۱۰۹﴾
اوبخنه غواړه د اللّه تعالٰی نه یقیناً اللّه تعالٰی دی بخنه کؤونکی رحم کؤونکی ﴿۱۰۶﴾
اوجگړه مه کوه دهغه کسانودطرف نه چه نقصانی کوی ځانونه خپل - یقیناً اللّه تعالٰی مینه نه کوی دهغه چاسره چه وی ډیرخیانت گر گنهگار ﴿۱۰۷﴾
ځان پټوی دخلقو نه اونه شی پټیدلی دوی د اللّه تعالٰی نه ځکه چه هغه ددوی سره دی کله چه دوی جرگه کوی دهغه چه نه خوخوی اللّه تعالٰی وینا، اودی اللّه تعالٰی ددوی عملونو راگیرؤونکی ﴿۱۰۸﴾
خبردار تاسو ای خلقو جگړه کوئ ددوی دطرف نه ژوند دنیوی کښی پس څوک به جگړه اوکړی د اللّه تعالٰی سره ددوی دطرف نه په ورځ دقیامت کښی، بلکه څوک به وی ددوی ذمه وار ﴿۱۰۹﴾
[۱۰۶] انبیاء علیهم السلام معصوم دی دگناهونونه که واړه دی اوکه لوی دی - اواستغفار مستلزم دگناه نه دی بلکه داخویوعبادت دی چه معصوم ئی هم کوی - نوانبیاء علیهم السلام ته خطاب دامت دتعلیم دپاره دی اودتعبد دپاره دی دارنگ هغه اولیٰ کار چه کول ئی گناه نه دی ځکه فرمائي - حَسَنَاتُ اْلَاَبْرَارِ سَیِّئاتُ الْمُقَرَّبِیْنَ ، یامراد دآیت نه استغفاردی دپاره دخائنینو هرکله چه هغوی توبه کوی -
[۱۰۷] خطاب کښی مراد عام مؤمنان دی چه خیانت کوی په غلاکولو یاپه دروغه قسم کولوسره لکه چه واقعه مفسرینو لیکلی ده اوبدصفات دمنافقانو ذکر کوی اوپه دی آیتونوکښی اشاره ده واقعه دطعمه ته چه مفسرینوتفصیلاً لیکلی ده اودهغه منافق طرفداری اودروغ قسمونه دهغه دپاره نور منافقانوکول - (خَوَّانًا أَثِيمًا) په دی دواړه صفاتوکښی اشاره ده غلاکولوته اوپه دروغه قسم کولوته -
[۱۰۸] زورنه ده منافقانو ته اودری قبائح دهغوی ذکر کوی (يَسْتَخْفُونَ) دځان پټول نه مراد حیااوشرم کول دی -
[۱۰۹] داهم زورنه ده منافقانوته اوداآیت دلیل دی چه وکالت دمجرم دطرف نه ددی دپاره کول چه دحق سزانه بچ شی داوکالت ناجائز دی -