لَا يُحِبُّ اللَّهُ ۲۰۷ النِّســاء
لَكِنِ اللَّهُ يَشْهَدُ بِمَا أَنْزَلَ إِلَيْكَ أَنْزَلَهُ بِعِلْمِهِ وَالْمَلَائِكَةُ يَشْهَدُونَ وَكَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا ﴿۱۶۶﴾ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ قَدْ ضَلُّوا ضَلَالًا بَعِيدًا ﴿۱۶۷﴾ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَظَلَمُوا لَمْ يَكُنِ اللَّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلَا لِيَهْدِيَهُمْ طَرِيقًا ﴿۱۶۸﴾ إِلَّا طَرِيقَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا ﴿۱۶۹﴾ يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَكُمُ الرَّسُولُ بِالْحَقِّ مِنْ رَبِّكُمْ فَآمِنُوا خَيْرًا لَكُمْ وَإِنْ تَكْفُرُوا فَإِنَّ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿۱۷۰﴾
لیکن اللّه تعالٰی گواهی کوی په هغه کتاب چه نازل کړی دی تاته نازل کړی دی په علم خپل سره اوملائک گواهی کوی اوپوره دی اللّه تعالٰی گواهی کؤونکی ﴿۱۶۶﴾
یقیناً هغه کسان چه کفرئی کړی دی اومنع کوی خلق دلاری د اللّه تعالٰی نه یقیناً گمراه شول دوی په گمراهئ لری سره ﴿۱۶۷﴾
یقیناً هغه کسان چه کفرئی کړی دی اوظلم ئی کړی دی نه دی اللّه تعالٰی چه بخنه اوکړی دوی ته اونه به دوی ته خائی لار ﴿۱۶۸﴾
مگرلار دجهنم همیشه به وی په هغی کښی همیشه اودی داکار په اللّه تعالٰی باندی اسان ﴿۱۶۹﴾
ای خلقو: یقیناً راغلی دی تاسوته رسول دپاره دحق بیانولو دطرف درب ستاسو نه پس ایمان راوړئ وی به غوره تاسولره او که کفر اوکړو تاسو پس یقیناً اللّه تعالٰی لره اختیار دی دهغه څه چه په آسمانونو کښی دی اوپه ځمکه کښی دی او دی اللّه تعالٰی پوهه حکمتونووالا ﴿۱۷۰﴾
[۱۶۶] داد آیت (۱۵۳) سره تعلق لری یعنی داخلق که دقرآن په باره کښی شک کوی لیکن اللّه تعالٰی اوملائک ددی په صدق باندی گواه دی (أَنْزَلَهُ بِعِلْمِهِ) یا دملابست ده حال دی مفعول د انزله نه یعنی قرآن مشتمل دی په علم د اللّه تعالٰی باندی یاحال دی دفاعل دانزله نه -
[۱۶۷] زورنه ده منکرینوته اوردپه سوال کوؤنکو (چه یهودیان وؤ) (صَدُّوا) دلته متعدی دی -
[۱۶۸] ویره دعذاب اخروی ده منکرینوته (ظَلَمُوا) ظلم دادی چه نورخلق کفرته رابلی (وَلَا لِيَهْدِيَهُمْ طَرِيقًا) مراد ددی نه توفیق دصحیح لاری دی -
[۱۶۹] دا استثناء ده دطریقاً عام نه یاپه تقدیر دفعل سره (یوصلهم طریق جهنم) رسوی دوی لره لار دجهنم ته (يَسِيرًا) اللّه تعالٰی ته هرفعل آسان دی یعنی اسبابوته محتاج نه دی او نه داد چا دطعن نه ویره کوی -
[۱۷۰] ددی آیت نه ترآخره پوری دریم باب دی صدق د رسول اللّٰه ﷺ اوردپه شرک اعتقادی اوصدق دقرآن او آخر کښی بیان دیوحکم میراث - لکه چه دسورة په اول کښی داسی عام خطاب وؤ نوپه آخرکښی هم عام خطابات راوړی دپاره ددعوت ایمان په آخری رسول اوقرآن باندی (وَإِنْ تَكْفُرُوا) ددی جزا پټه ده - (ضرربه په تاسوباندی وی) -