لَا يُحِبُّ اللَّهُ ۲۰۶ النِّســاء

إِنَّا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ كَمَا أَوْحَيْنَا إِلَى نُوحٍ وَالنَّبِيِّينَ مِنْ بَعْدِهِ وَأَوْحَيْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَعِيسَى وَأَيُّوبَ وَيُونُسَ وَهَارُونَ وَسُلَيْمَانَ وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُورًا ﴿۱۶۳﴾ وَرُسُلًا قَدْ قَصَصْنَاهُمْ عَلَيْكَ مِنْ قَبْلُ وَرُسُلًا لَمْ نَقْصُصْهُمْ عَلَيْكَ وَكَلَّمَ اللَّهُ مُوسَى تَكْلِيمًا ﴿۱۶۴﴾ رُسُلًا مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللَّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا ﴿۱۶۵﴾

یقیناً‌ وحی کړی وه مونږتاته په شان دهغی چه وحی کړی وه مونږ نوح علیه السلام ته اونوروپیغمبرانوته روستو دهغه نه، اووحی کړی وه مونږ ابراهیم علیه السلام ته او اسمٰعیل علیه السلام ته او اسحاق علیه السلام او یعقوب علیه السلام ته او اولاد دهغوی او عیسیٰ علیه السلام ته او ایوب علیه السلام ته او یونس علیه السلام او هارون علیه السلام اوسلیمان علیه السلام ته اوورکړی دی مونږ داؤد علیه السلام ته زبور ﴿۱۶۳﴾
او وحی کړی ده مونږډیرو رسولانوته چه بیان کړی دی مونږپه تاباندی مخکی ددینه اوډیررسولانوته چه نه دی بیان کړی دی مونږپه تاباندی اوخبری کړی دی اللّه تعالٰی موسیٰ علیه السلام سره خبری کول ﴿۱۶۴﴾
(لیږلی دی مونږ) رسولان زیری ورکؤونکی او ویره ورکؤونکی ددی دپاره چه نه وی خلقو لره په اللّه تعالٰی باندی هیڅ بهانه پس دلیږلو درسولانونه - او دی اللّه تعالٰی زورآور حکمتونووالا ﴿۱۶۵﴾

[۱۶۳] داجواب دهغه تیرشوی سوال دی - جواب تحقیقی دی ، مطلب دادی چه وحی ددی نبی ﷺ د تیرشوو انبیاء علیهم السلام په شان ده مقصد دټولو توحید دی اودفع دعذر دخلقو ده اوطریقه داچه په هغوی باندی لږه لږه وحی راتله سیوا دتورات نه نوپه دی پیغمیبر هم لږه لږه وحی راځی اوهرکله چه بیان دتوحید اورد دشرک د نوح علیه السلام نه شروع شوی وؤ نوپه دی آیت کښی ئی دهغه شروع اوکړه اولس (۱۰) انبیاء علیهم السلام ئی ذکر کړل اونور اجمالاً‌ (زَبُورًا) دائی جدا ذکرکړوځکه چه په هغی کښی احکام نه وؤ صرف حمدونه د اللّه تعالٰی او مواعظ وؤ -
[۱۶۴] دډیرورسولانو تفصیلی بیان او نومونه اللّه تعالٰی خپل آخری نبی ﷺ ته نه دی بیان کړی (معلومه شوه چه هغه ته علم کلی نه دی ورکړی شوی) هان په شماری دپیغمبرانو باندی یوروایت کمزوری شته چه یولاکهه او څلیریشت زره دی (تَكْلِيمًا) په دی مصدرکښی اشاره ده چه داد کلام الٰهی یو خاص قسم وؤ صرف وحی نه وه اودا کلام حقیقی دی صفت د اللّه تعالٰی دی اوپه دی کښی اشاره ده چه نوره وحی د موسیٰ علیه السلام (بغیردتوراة نه) هم لږه لږه نازلیدله -
[۱۶۵] په دی کښی مقصد او حکمت د رالیږلود رسولانو ذکردی یعنی دفع دعذر دخلقو لکه سورة طٰهٰ (۱۲۴) اوقصص (۴۷) کښی دی (حُجَّةٌ) په معنیٰ دمعذرت او بهانه سره دی ځکه که اللّه تعالٰی رسولان نه وی رالیږلی نوبیاهم په هغه باندی هیچا حجت نشو قائم کولی هان معذرت د اللّه تعالٰی په نزد باندی قبول وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>