لَا يُحِبُّ اللَّهُ ۲۰۵ النِّســاء
وَإِنْ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ إِلَّا لَيُؤْمِنَنَّ بِهِ قَبْلَ مَوْتِهِ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكُونُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا ﴿۱۵۹﴾ فَبِظُلْمٍ مِنَ الَّذِينَ هَادُوا حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ طَيِّبَاتٍ أُحِلَّتْ لَهُمْ وَبِصَدِّهِمْ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ كَثِيرًا ﴿۱۶۰﴾ وَأَخْذِهِمُ الرِّبَا وَقَدْ نُهُوا عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۱۶۱﴾ لَكِنِ الرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ مِنْهُمْ وَالْمُؤْمِنُونَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ وَالْمُقِيمِينَ الصَّلَاةَ وَالْمُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَالْمُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ أُولَئِكَ سَنُؤْتِيهِمْ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿۱۶۲﴾
اونه دی کتاب والا مگرخامخا ایمان به راوړی په هغه مخکی دمرگ دهغه نه اوپه ورځ دقیامت شی به په دوی باندی گواهی ورکؤونکی ﴿۱۵۹﴾
پس په سبب دظلم کولو دیهودیانو حرام کړی دی مونږپه دوی باندی مزیدار څیزونه چه حلال شوی ؤو دوی لره اوپه سبب دمنع کولو ددوی دلاری د اللّه تعالٰی نه ډیرخلقو لره ﴿۱۶۰﴾
اوپه سبب داخیستلو ددوی سود اویقیناً دوی منع کړی شوی دی دهغی نه اوخوړل ددوی مالونه دخلقو په ناروا ، اوتیار کړی دی مونږ کافرانولره ددوی نه عذاب درد ناک ﴿۱۶۱﴾
لیکن پاخه په علم کښی ددوی نه اومؤمنان چه ایمان لری په هغه کتاب چه نازل کړی شوی دی تاته اوهغه چه نازل کړی شوی دی مخکښی ستانه او (شاباشی دی) په پاندی کؤونکو د مانځه اوورکؤونکی د زکوٰة اوایمان لرونکی په اللّه تعالٰی اوپه ورځ روستنئ دغه کسان خامخا ورکؤو به دوی ته ثواب لوی ﴿۱۶۲﴾
[۱۵۹] غوره تفسیر په دی کښی داسی دی چه کله عیسیٰ علیه السلام دآسمان را کوز شی نوهغه وخت چه کوم کتابیان وی نوهغوی به ایمان راوړی په عیسیٰ علیه السلام باندی اوداسی په حدیث ابوهریرة کښی شته دی - اوشهادت د عیسیٰ علیه السلام په دوی باندی د سورة مائده په آخر کښی ذکر شوی دی -
[۱۶۰] دابیان دنورو اسبابو دی دپاره دتحریم دطیبات اومراد دطیبات بندول د مَن او سَلویٰ اوتحریم د چربئ اوهغه چه سوره انعام (۱۴۶) کښی دی اوخوشحالی او اطمینان په ژوند کښی -
فائده: ددی اسبابو په وجه په دی آمت باندی هم کله باران بندشی گرانی راشی ذلیل او مغلوب شی - اللّه تعالٰی دی مونږ ددی اعمالونه بچ کړی - آمین -
[۱۶۱] په دی کښی دوه اسباب دتحریم ذکر دی (بِالْبَاطِلِ) هغه ټولی طریقی چه په هغی سره دبل چا مال حاصلیږی بغیر دشرعی طریقی نه غلا ، غصب، حیله گری وغیره په کښی داخل دی (مِنْهُمْ) په دی کښی اشاره ده چه دا خصلتونه اوبقا په کفرباندی په ټولو یهودیانو کښی نه وؤ -
[۱۶۲] هرکله چه مخکښی آیاتونو کښی دظالمانوکافرانو ذکرئی اوکړو نواوس دهغوی مقابل او هغوی ته بشارت ذکر کوی (الرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ) هغه علماء دی چه په کتاب اللّه باندی پوره عمل کوی (وَالْمُقِيمِينَ) په حال دنصب کښی اشاره ده چه دا مخصوص دی په مدح سره اواهمیت د مونځ ته اشاره ده (سَنُؤْتِيهِمْ) سین دپاره دتاکید دی -