لَا يُحِبُّ اللَّهُ ۲۰۴ النِّســاء
فَبِمَا نَقْضِهِمْ مِيثَاقَهُمْ وَكُفْرِهِمْ بِآيَاتِ اللَّهِ وَقَتْلِهِمُ الْأَنْبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَقَوْلِهِمْ قُلُوبُنَا غُلْفٌ بَلْ طَبَعَ اللَّهُ عَلَيْهَا بِكُفْرِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُونَ إِلَّا قَلِيلًا ﴿۱۵۵﴾ وَبِكُفْرِهِمْ وَقَوْلِهِمْ عَلَى مَرْيَمَ بُهْتَانًا عَظِيمًا ﴿۱۵۶﴾ وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ مَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلَّا اتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا ﴿۱۵۷﴾ بَلْ رَفَعَهُ اللَّهُ إِلَيْهِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا ﴿۱۵۸﴾
پس په سبب دماتولو ددوی لوظونه خپل اوکفرددوی په آیاتونود اللّه تعالٰی اووژل ددوی پیغمبران بغیردجرم شرعی نه اووینا ددوی چه زړونه ځمونږدعلم لوخی دی بلکه مهر وهلی دی اللّه تعالٰی په هغی په سبب دکفرددوی پس ایمان نه راوړی مگرلږ ﴿۱۵۵﴾
اوپه سبب دکفرددوی اوجوړول ددوی په مریم باندی بدنامه لویه ﴿۱۵۶﴾
اووینا ددوی یقیناً مونږ وژلی دی مسیح عیسیٰ علیه السلام ځوی دمریم رسول د اللّه تعالٰی - اونه دی وژلی دوی هغه اونه ئی په سولئ کړی دی اولیکن یوشان کړی شوی هغه د عیسیٰ علیه السلام سره دوی ته، اویقیناً هغه کسان چه اختلاف ئی کړی دی په هغه کښی خامخا په شک کښی دی دده نه نیشته دوی لره په هغی څه علم مگرتابعداری کوی دگمان اونه دی قتل کړی دوی هغه په رشتیا ﴿۱۵۷﴾
بلکه پورته خیژولی دی اللّه تعالٰی ځان ته، اودی اللّه تعالٰی زورآور حکمتونووالا ﴿۱۵۸﴾
[۱۵۵] په دی آیت کښی هم دکتابیانو پنځه بدئ ذکرکوی ، اودارنگ ددی ځای نه بیان داسبابو شروع کوی چه په هغی سره په دوی طیبات حرام شول (فَبِمَا) با دپاره د سببیت ده تعلق لری دحرمنا سره چه روستوذکر دی یاپه لعنا پټ پوری اودغلف تفسیر په سورة بقره کښی تیرشوی دی -
[۱۵۶] مریم ته ئی نسبت دبدکارئ کړی وؤ اوحال داچه دوی ته په دلیلونوسره دهغی عفت ښکاره شو اوپه دی آیت کښی دوه بدئ ذکر دی -
[۱۵۷] بعضی یهودو د عیسیٰ علیه السلام دقتل دعویٰ کوله اوبعضی نصاریٰ وئیلی دی چه پهانسی کړی ئی وو بیائی کوز کړو یوساعت پس مړشو، ددی دپاره چه ځمونږ دگناهونوکفاره شی ، دواړو ډلو باندی په دی آیت کښی رد کړی شوی دی (وَلَكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ) یوه معنیٰ داده لکن دوی قتل کړی دی هغه څوک چه جوړکړی شو په شکل د عیسیٰ علیه السلام یوروایت دادی چه یوحواری د عیسیٰ علیه السلام دهغه په شکل کړی شو (دهغه په رضا) اوقتل کړی شو - دوهم روایت دادی چه دقاتلانونه یوکس دهغه په شکل کړی شو بیا قتل کړی شو او عیسیٰ علیه السلام پوره اوخیژولی شو - دوهمه معنیٰ داده چه عیسیٰ علیه السلام پورته کړی شو نودوی یوغریب سړی دهغه دملگرونه قتل کړو اوخلقو کښی ئی مشهوره کړه چه مونږ عیسیٰ علیه السلام وژلی دی - معنیٰ داشوه لیکن گډه وډه شوه په دوی باندی واقعه دقتل د عیسیٰ علیه السلام (لَفِي شَكٍّ مِنْهُ) نه هغه خلق مراد دی چه دهغه قتل پسی تلی وؤ (مَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ) دانور خلق مراد دی یعنی چاته چه دوی خبردقتل ورکړو نوهغوی هم صرف گمان پسی روان دی (يَقِينًا) دادنفی دقتل دپاره دی دپاره دتاکید -
[۱۵۸] اوچت کړی دی بدن اوروح دواړه یوځائی - رفع دروح صرف ، یا اوچت والی ددرجی مراد نه دی ځکه هغه معنیٰ مجازی ده اوحقیقی معنیٰ بغیر دضرورت او دلیل نه پریخودل جائز نه دی (عَزِيزًا) زورآور دی هیڅ شی دطبقی داور یاخلا (چه پورته دی) هغه نشی منع کولی (حَكِيمًا) صرف عیسیٰ علیه السلام ئی اسمان ته پورته کړو نه نورانبیاء داحکمت د اللّه تعالٰی دی -