لَا يُحِبُّ اللَّهُ ۲۰۳ النِّســاء
وَالَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَلَمْ يُفَرِّقُوا بَيْنَ أَحَدٍ مِنْهُمْ أُولَئِكَ سَوْفَ يُؤْتِيهِمْ أُجُورَهُمْ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا ﴿۱۵۲﴾ يَسْأَلُكَ أَهْلُ الْكِتَابِ أَنْ تُنَزِّلَ عَلَيْهِمْ كِتَابًا مِنَ السَّمَاءِ فَقَدْ سَأَلُوا مُوسَى أَكْبَرَ مِنْ ذَلِكَ فَقَالُوا أَرِنَا اللَّهَ جَهْرَةً فَأَخَذَتْهُمُ الصَّاعِقَةُ بِظُلْمِهِمْ ثُمَّ اتَّخَذُوا الْعِجْلَ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ فَعَفَوْنَا عَنْ ذَلِكَ وَآتَيْنَا مُوسَى سُلْطَانًا مُبِينًا ﴿۱۵۳﴾ وَرَفَعْنَا فَوْقَهُمُ الطُّورَ بِمِيثَاقِهِمْ وَقُلْنَا لَهُمُ ادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّدًا وَقُلْنَا لَهُمْ لَا تَعْدُوا فِي السَّبْتِ وَأَخَذْنَا مِنْهُمْ مِيثَاقًا غَلِيظًا ﴿۱۵۴﴾
اوهغه کسان چه ایمان ئی رواړی دی په اللّه تعالٰی اوپه رسولانو دهغه اوجدائی نه ده کړی ددوی په مینځ دهیچاکښی ددوی نه دغه کسان زردی وربه کړی اللّه تعالٰی دوی ته ثوابونه ددوی، اودی اللّه تعالٰی بخونکی رحم کؤونکی ﴿۱۵۲﴾
سوال کوی دتانه کتابیان چه په یوځای نازل کړی په دوی باندی کتاب دآسمان نه پس یقیناً سوال کړی ؤو د موسیٰ علیه السلام نه ډیر لوی ددی نه پس اوئيل دوی اوښایه مونږته اللّه تعالٰی ښکاره پس اونیؤودوی لره تندر په سبب دظلم ددوی بیا اونیؤو دوی سخی په خدائی سره روستو ددی نه چه راغلل دوی ته ښکاره دلیلونه پس معافی اوکړو مونږ دوی ته اوورکړی ؤو مونږ موسیٰ علیه السلام ته دلیل ښکاره ﴿۱۵۳﴾
اواوچت کړو مونږدپاسه ددوی طور غر دپاره دوعدی اخیستلو ددوی نه اویل مونږ دوی ته داخل شئ دروازی ته سجده کؤونکی او اویل مونږ دویته چه دحد نه مه تیریږئ په ورځ دخالی کښی او اخیستی ده مونږ ددوی نه وعده پخه ﴿۱۵۴﴾
[۱۵۲] په دی آیت کښی زیری دی دپاره دایمان والو که کتابی وی اوکه غیرکتابی وی (سَوْفَ) دادتاکید دپاره دی روستووالی په کښی مراد نه دی -
[۱۵۳] دا ددوی عنادی سوال دی نوځکه اول جواب الزامی ددوی کښی بدئ ددوی تفصیلاً بیانوی چه دابدئ دلیل دی په دی باندی چه تاسی همیشه دحق سره عناد کړی دی - په دی کښی دری بدئ ذکر شوی دی (أَنْ تُنَزِّلَ عَلَيْهِمْ) مراد دادی چه د موسیٰ علیه السلام په شان یوځل کتاب راوړل په کار دی اوددی بدو تفصیل په سورة بقره کښی تیرشوی دی -
[۱۵۴] په دی آیت کښی ددی څلورحالات ذکر دی اوتمهید دی ورپسی آیت دپاره چه دالوظونه دوی مات کړی دی (سُجَّدًا) مراد ددی نه سر کوځول او عاجزی کول دی (مِيثَاقًا غَلِيظًا) ددی مطلب ددی مخکی احکاموپوخ والی دی یانورلوظونه چه په سورة بقره کښی تیرشوی دی -