لَا يُحِبُّ اللَّهُ ۲۰۲ النِّســاء

لَا يُحِبُّ اللَّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلَّا مَنْ ظُلِمَ وَكَانَ اللَّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا ﴿۱۴۸﴾ إِنْ تُبْدُوا خَيْرًا أَوْ تُخْفُوهُ أَوْ تَعْفُوا عَنْ سُوءٍ فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ عَفُوًّا قَدِيرًا ﴿۱۴۹﴾ إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَيُرِيدُونَ أَنْ يُفَرِّقُوا بَيْنَ اللَّهِ وَرُسُلِهِ وَيَقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَنَكْفُرُ بِبَعْضٍ وَيُرِيدُونَ أَنْ يَتَّخِذُوا بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلًا ﴿۱۵۰﴾ أُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ حَقًّا وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُهِينًا ﴿۱۵۱﴾

نه خوښوی اللّه تعالٰی په زوره وئیل دبدی وینا مگرهغه څوک چه ظلم کړی شوی وی په هغه باندی او دی اللّه تعالٰی اوریدونکی پوهه ﴿۱۴۸﴾
که ښکاره کوئ نیکی یا پټه کوئ یامعافی کوئ دبدئ نه پس یقیناً‌ اللّه تعالٰی دی معافی کؤونکی قدرت لرونکی ﴿۱۴۹﴾
یقیناً‌ هغه کسان چه کفرکوی په اللّه تعالٰی اوپه رسولانو دهغه اواراده لری چه جداوالی اوکړی په مینځ (دحکم) د اللّه تعالٰی او (دحکم) درسولانوکښی اودوی وائی ایمان لره په بعضی باندی اوکفرکؤو په مونږپه بعضو - اوغواړی چه جوړه کړی په مینځ ددی کښی بله لاره ﴿۱۵۰﴾
دغه کسان دوی کافران دی یقیناً ، اوتیارکړی دی مونږکافرانو لره عذاب شرموونکی ﴿۱۵۱﴾

[۱۴۸] یعنی منافق کس کله کلمه دکفروائی اودهغی دپاره څه بهانی اوعذرونه پیش کوی نو اللّه تعالٰی اوفرمائیل چه بغیردحالت دمظلومیت (چه زوراوکړی شی په وژلوسره) نوهسی کلمه دکفروئیل جائزنه دی اوآیت کریمه کښی داخل ده چه چاته دعاءِ شر (خیری) کول نه دی جائز، هان که مظلوم کس ظالم ته خیری کوی نوزرقبلیږی -
[۱۴۹] مطلب دادی که کلمه دخیر (یعنی ددین خبره) ښکاره وائی یازړه کښی اراده ساتی یادبدی خبری اودبدکارونو محو کول کوی نوښه کاردی یاچاتاسره بدی کړی وی اودهغی نه معافی کوی نوښه کاردی ځکه چه اللّه تعالٰی سره دقدرت نه معافی کوی نوانسان خوعاجزدی نودده دپاره معافی کول ضرور ښه کاردی -
[۱۵۰] ددی آیت نه دوهم باب دی تر (۱۶۹) پوری په دی کښی داهل کتابوبدصفات ذکرکوی ، اوپه هغوی چه بعضی انعامات د اللّه تعالٰی بند شوی وؤ دهغی اسباب ذکرکوی اودهغوی دیوسوال دوه جوابونه کوی اول جواب الزامی په بیان دقبائحو دهغوی سره ، دوهم جواب تحقیقی ( يُفَرِّقُوا بَيْنَ اللَّهِ وَرُسُلِهِ) فرق په مینځ د اللّه تعالٰی اورسولانوکښی دادی چه وائی د اللّه تعالٰی حکم منم اورسول نه منم لکه منکرین حدیث اوپه دی آیت کښی څلورصفات قبیحه ذکرشوی دی (أَنْ يَتَّخِذُوا بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلًا) ماجدی وئیلی دی چه په دی کښی د اکبربادشاه دین داخل دی چه هغه دکفراواسلام نه مخلوط دین ایجاد کړی وؤ اوبل شهزاده دارا هم شکوه کړی وه اوس هم بعضی جاهلان داسی فکرونه لری -
[۱۵۱] په دی آیت کښی یوصفت ذکر دی اوویره اخروی ده (حَقًّا) دتاکیددپاره دی یعنی پوره اویقینی کافران دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>