وَالْمُحْصَنَاتُ ۲۰۱ النِّســاء
إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الْأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَنْ تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا ﴿۱۴۵﴾ إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا وَأَصْلَحُوا وَاعْتَصَمُوا بِاللَّهِ وَأَخْلَصُوا دِينَهُمْ لِلَّهِ فَأُولَئِكَ مَعَ الْمُؤْمِنِينَ وَسَوْفَ يُؤْتِ اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿۱۴۶﴾ مَا يَفْعَلُ اللَّهُ بِعَذَابِكُمْ إِنْ شَكَرْتُمْ وَآمَنْتُمْ وَكَانَ اللَّهُ شَاكِرًا عَلِيمًا ﴿۱۴۷﴾
یقیناً منافقان په طبقه لاندی داورکښی به وی اوهیڅ چیری اونه نه مومی دوی لره مددگار ﴿۱۴۵﴾
مگرهغه کسان چه توبه ئی کړه (دنفاق نه) اونیک عمل ئی کؤو او مضبوط ئی اونیوو (دین) د اللّه تعالٰی اواخلاص ئی اوکړو ددین خپل اللّه تعالٰی لره پس دغه خلق دمؤمنانو (دډلی نه دی) اوزردی چه وربه کړی اللّه تعالٰی مؤمنانولره ثواب لوی ﴿۱۴۶﴾
څه کوی اللّه تعالٰی په عذاب ستاسو که توبه اوکړی تاسو اوایمان راوړئ اودی اللّه تعالٰی شکرقبلوونکی اوپوهه په هرڅه باندی ﴿۱۴۷﴾
[۱۴۵] دمنافق کفرهم پټ دی نودهغه سزاهم په جهنم کښی پټ ځای کښی ده دا ویره اخروی ده - (وَلَنْ تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا) په دی کښی اشاره ده چه دمنافقانو دپاره سفارش کول نیشته بلکه مخلص مؤمنانودپاره به وی -
[۱۴۶] دادمنافق دتوبی شرطونه دی هرکله چه هغه په قرآن او سنت باندی عمل نه کوی نوشرط ئی اولگوو (وَاعْتَصَمُوا بِاللَّهِ) اوهغه عمل د ریا کوو اخلاص په کښی نه وو، نوشرط اولگوو چه (أَخْلَصُوا) او مَعَ په معنیٰ دمن سره دی -
[۱۴۷] دی آیت کښی ترغیب دی اخلاص دایمان ته اودفع دعذاب دپاره ئی دوه شرطونه بیان کړل یوتوبه بل ایمان (شَكَرْتُمْ) په معنیٰ دِ توبی سره دی اوتوبه دکفراونفاق اوشرک نه مخکښی ده په ایمان باندی -