وَالْمُحْصَنَاتُ ۲۰۰ النِّســاء

الَّذِينَ يَتَرَبَّصُونَ بِكُمْ فَإِنْ كَانَ لَكُمْ فَتْحٌ مِنَ اللَّهِ قَالُوا أَلَمْ نَكُنْ مَعَكُمْ وَإِنْ كَانَ لِلْكَافِرِينَ نَصِيبٌ قَالُوا أَلَمْ نَسْتَحْوِذْ عَلَيْكُمْ وَنَمْنَعْكُمْ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ فَاللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا ﴿۱۴۱﴾ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلَاةِ قَامُوا كُسَالَى يُرَاءُونَ النَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلَّا قَلِيلًا ﴿۱۴۲﴾ مُذَبْذَبِينَ بَيْنَ ذَلِكَ لَا إِلَى هَؤُلَاءِ وَلَا إِلَى هَؤُلَاءِ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهُ سَبِيلًا ﴿۱۴۳﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَنْ تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُبِينًا ﴿۱۴۴﴾

اودهغه کسان دی چه انتظار کوی ستاسوپه باره کښی پس که وی ستاسو دپاره بری د اللّه تعالٰی دطرف نه وائی دوی آیا نه ؤو مونږ ستاسو ملگری؟ اوکه وی کافرانو لره څه برخه وائی دوی آیا نشو مونږ زورآور کیدی په تاسوباندی (که دمؤمنانوسره ملگری وی) او آیا نه ئی بچ کړی مونږ تاسولره دمؤمنانونه پس اللّه تعالٰی به فیصله اوکړی په مینځ ستاستوکښی په ورځ دقیامت او هیڅ چیری نه ده ورکړی اللّه تعالٰی کافرانو لره په مؤمنانوباندی لار (حجت او غلبه) ﴿۱۴۱﴾
یقیناً منافقان دهوکه کوی د اللّه تعالٰی سره اوهغه (سزا) ددهوکی ورکوی دوی لره - اوکله چه اودریږی لمانځه ته اودریږی ناراست خودنه کوی خلقو ته اونه یادوی دوی اللّه تعالٰی لره مگرلږ ﴿۱۴۲﴾
دوپړک دی په مینځ (دایمان اوکفرکښی) نه دی مسلمانانوطرف ته او نه دی کافرانو طرف ته ، اوهغه څوک چه بی لاری کړی هغوی لره اللّه تعالٰی پس هیچ چیری اوبه نه مومی هغه لره لار ﴿۱۴۳﴾
ای ایمان والو: مه نیسئ‌ کافرانولره دوستان (تیریدونکی) ددوستانی دمؤمنانونه ، آیا غواړی تاسو چه جوړکړئ اللّه تعالٰی لره په ځان باندی دلیل ښکاره ﴿۱۴۴﴾

[۱۴۱] دی آیت کښی هم دری بدئ‌ دمنافقانوذکر شوی دی چه د چا زوروی نود هغو ملگرتیا ددینا په حرص باندی کوی -
فائده: کافرانو ته چه کله دنیا کښی څه غلبه په مؤمنانوباندی ملاؤ شی نو داصرف برخه ددنیا ده چه اللّه تعالٰی په دنیا کښی هرچالره ورکوی دا فتح اونصرت الٰهیه نه دی ددی وجی نه دی ته ئی نصیب وئيلی دی فتح ئی نه ده وئیلی ځکه دآیت په آخری جمله کښی ئی اوفرمایل: چه اللّه تعالٰی کفرانو لره په ایمان والو باندی لار دفتحی نه ورکوی (أَلَمْ نَسْتَحْوِذْ) په دی کښی دوی احسان زبادوی په کافرانوباندی چه مونږکه مؤمنانوسره یوځای شوی وی نوغالب شوی به وی په تاسوباندی (الْمُؤْمِنِينَ) مراد ددی نه کامل مؤمنان دی اوسبیلاً‌ نه مراد غلبه ده اوهرکله چه کافران په مؤمنانوباندی غالب شی نودا دایمان کمزورتیا ده یا سبیل نه مراد حجت او دلیل دی -
[۱۴۲] دی کښی څلورصفات ذکر کوی ناراستی طبعی نه ده مراد بلکه هغه دثواب کار نه گنړی - اوفرض ئی نه گنړی نوځکه سستی کوی اوچه کوی نود ریا دپاره ئی کوی اولږ ذکر هغه دی چه اخلاص په کښی نه وی اوپه طریقه دپیغمبرسره نه وی اگرچه په ژبه باندی او په تسپوباندی ډیروی -
[۱۴۳] په دی کښی دمنافقانو یوصفت ذکردی (مُذَبْذَبِينَ) پریشان کیدل او (لَا إِلَى هَؤُلَاءِ) ددی تفسیر دی -
[۱۴۴] روستو دقبائحو دمنافقانو نه منع کوی مؤمنان دهغوی ددوستانی کولو نه (تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ) یعنی دوستانه کول دکافرانوسره دطرف د اللّه تعالٰی نه دلیل ښکاره دی ستاسوپه کفرباندی اوپه استحقاق دعذاب باندی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>