وَالْمُحْصَنَاتُ ۱۹۹ النِّســاء

بَشِّرِ الْمُنَافِقِينَ بِأَنَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۱۳۸﴾ الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا ﴿۱۳۹﴾ وَقَدْ نَزَّلَ عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ آيَاتِ اللَّهِ يُكْفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلَا تَقْعُدُوا مَعَهُمْ حَتَّى يَخُوضُوا فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ إِنَّكُمْ إِذًا مِثْلُهُمْ إِنَّ اللَّهَ جَامِعُ الْمُنَافِقِينَ وَالْكَافِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا ﴿۱۴۰﴾

زیری ورکړه منافقانو ته چه یقیناً‌ دوی لره عذاب دی درد ناک ﴿۱۳۸﴾
دوی هغه خلق دی چه نیسی کافرانو لره دوستان سیوا دمؤمنانونه آیا غواړی دوی دهغوی سره عزت پس یقیناً‌ اختیار دعزت خاص اللّه تعالٰی لره دی ټول ﴿۱۳۹﴾
اویقیناً‌ نازل کړی اللّه تعالٰی په تاسوباندی په دی کتاب کښی چه کله واورئ تاسو آیاتونه د اللّه تعالٰی چه کفرکیږی په هغی باندی او ټوقی کیږی په هغی پوری پس مه کینئ تاسو دهغوی سره تردی چه مشغوله شی په نوروخبرو کښی یقیناً‌ تاسوبه دغه وخت ددوی په شان یئ ، یقیناً‌ اللّه تعالٰی جمع کؤونکی دی منافقانو او کافرانو لره په جهنم کښی یوځای ﴿۱۴۰﴾

[۱۳۸] داویره ده منافقانوته دعذاب په طریقه داستهزاء‌ په هغوی پوری خکه ئی بشّر اوفرمایل دپاره دتذلیل او تحقیر د منافقانو -
[۱۳۹] دی آیت کښی دمنافقانو دوه قباحتونه ذکر شوی دی (الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا) یعنی اختیار دهرقسم عزت ورکولو د اللّه تعالٰی سره دی نوپه دوستانه دکافرانوسره عزت نه حاصلیږی هغوی خو داللّه تعالٰی دشمنان دی -
[۱۴۰] داحواله ده په آیت دسورة انعام (۸۶) باندی مطلب دادی چه په کوم مجلس کښی د اللّه تعالٰی په آیاتونو کفرکیږی د اللّه تعالٰی نه انکار وی ، یا د رسول ﷺ نه یا قران یاآخرت نه دارنگ داصولوددین نه ، یا دشرک او کفر او بدعت بیان کیږی (وَيُسْتَهْزَأُ) مطلب دادی چه دقرآن او سنت نه خلاف عمل کیږی عمل دشرک او بدعت، فسق و فجور نوداسی مجلس کښی مه شاملیږئ (فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ) مراد دادی چه ددین داسلام په باره کښی شغل شروع کړی نوورسره مجلس کوئ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>